افغانستان-خوست

ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر

نېټه:٢٣-١١-١٣٩٣

په خوست ولايت کې تر دې سرليک لاندې دکريکټ په پنځوس اوريزو نړيوالو سياليو کې خپل اتلان وګورئ يوه غونډه جوړه شوه، دغه غونډه د غرغښت خصوصي ټلويزيون په انګړ کې ترسره شوه چې په کې د خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي ترڅنګ، دولايتي شورا پخواني رئيس سيد کريم خاکسار،دغرغښت خصوصي ټلويزيون مشر الحاج سخي سرور مياخيل،مخورو مشرانو،دالمپيک مسوولينو،دمدني ټولنو غړو،خبريالانو او يوشمير ځوانانو ګډون کړى و.

يادې غونډې ته خوست سرپرست والي په خپله پرانيستونکې وينا کې دا د افغانستان دخلکو او نظام لپاره يوه ستره بريا او ملي خوښي وبلله چې دکريکټ ملي لوبډلې اتلان د افغانستان په تاريخ کې په لومړي ځل دنړيوال جام په نړيوالو سياليو کې ګډون کوي او دنړۍ نورو ملتونو ته د سولې،امن،يووالي او ترقۍ پيغام استوي.

سرپرست والي وويل چې د لوبو د ډګر ټول اتلان د افغانستان دخلکو له لوري د سولې سفيران دي ځکه چې په کم وخت کې يې دافغانستان ملي بيراغ دنړۍ په ټولو ميدانونو کې ځلانده او رپانده کړ، نوموړي خوست دافغانستان هغه مهم ولايت ياد کړ چې د کريکټ په ملي لوبډله کې وتلي او پيژندل شوي اتلان لري داسې اتلان چې په افغانستان کې دکريکټ دلوبې بنسټ اېښودونکې بلل کيږي.

خوست سرپرست والي دا هم وويل چې دافغانستان د کريکټ دملي لوبډلې اتلولۍ او برياوې دومره سترې او مهمې دي چې تراوسه په نورو ډګرونو کې نه ليدل شوي او نه ترلاسه شوې دي.

نوموړي د خپلو خبرو پرمهال دغرغښت خصوصي ټلويويزن له ادارې او مشرتابه څخه مننه وکړه چې هميشه يې د خوست پرمختګونو ته انعکاس ورکړى او دخپلو اتلانو د برياو په تړاو يې ولس ته معلومات وړاندې کړي دي، خوست والي دغرغښت خصوصي ټلويزيون،خوست راډيو ټلويزيون او نورو سيمه ييزو رسنيو وغوښتل چې د فبروري په ١٤نيټه د کريکټ نړيوال جام پنځوس اوريز ه پيل کيدونکې سيالۍ په ژوندۍ او منظمه توګه دخوست ټولو ولسونو اوځوانانو ته وړاندې کړي ترڅو د دې هيواد هرځوان د خپلې خاورې او ولس لپاره په بېلابېلو ډګرونو کې سترې برياوې راخپلې کړي.

د غرغښت خصوصي ټلويزيون مشر الحاج سخي سرور مياخيل د خپلو خبرو پرمهال غرغښت د ولسونو د هيلو يو اغيزمن انځور ياد کړ کوم چې تل يې د پرمختګونو او برياوو په تړاو خپرونې کړې دي، له خوست سرپرست والي يې مننه وکړه چې تل يې د ځوان نسل دښوونې او روزنې ترڅنګ ځوانان سالمو سياليو او پرمختګونو ته هڅوولي دي ،نوموړي ژمنه وکړه چې پيل کيدونکې سيالۍ به په ژوندۍ او منظمه خوست ميشتو ولسونو ته وړاندې کړي.

دولايتي شورا پخواني رئيس سيد کريم خاکسار دخپلو خبرو پرمهال د خوست ولايتي ادارې د رهبري د هغه نوښتونو او پرو ګرامونو ستاينه او يادونه وکړه چې د ځوانانو دهڅوونې لپاره يې سرته رسوي ، نوموړي وويل چې دخوست والي په بلنه دغه ولايت ته دکريکټ دملي لوبډلې رابلل هغه نوښت او اغيزمن ګام و چې دخوست انځور يې په ملي اونړيواله کچه روښانه کړ.

د المپيک امريت امر عزيز ملنګ هم دخوست د لوبغاړو په استازيتوب د ولايتي ادارې مشرتابه دا نوښت وستايلو کوم چې سيمې ييزې رسنۍ يې دې ته وهڅوولې چې د نړيوال جام پيل کيدونکې سيالۍ په منظمه توګه نشر کړي.

دخوست راډيو ټلويزيون په استازيتوب شمس الله خوستي خبرې وکړې او ډاډ يې څرګند کړ چې د خوست ولايت مقام د لارښوونې سره سم به پيل کيدونکۍ سيالۍ له خوست راډيو څخه نشر کړي ترڅو دخوست ټول ولسونه دخپلو اتلانو له اتلولۍ خبر شي.

ورپسې نورو سيمه ييزو راډيو ګانو هم دې ته چمتوالى وښود چې د کريکټ د نړيوال جام پنځوس اوريزه سيالۍ به نشر کوي او ولسونو ته به په دې سره دامن،يووالي او سولې پيغامونه استوي.مراسم د کريکټ ملي لوبډلې اتلانو لپاره د سترې نړيوالې بريا د لاسته راوړو په دعا سره پاى ته ورسيدل.

واکمن

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *