استاد الفت

دريمه برخه

بيزو او انسان

چي ساتي بيزوګان او ټوله ورځ شادي بازي کا

ډير ښه دي تر هغو چي په انسان لوبي کوي

زموږ د عامه ذهني پسماندګۍ يوه نښه داده چي انسان او انساني ارزښتونه، نه يوازي لومړيتوب نه راته لري بلکي په ډيرو مواردو کي بيخي په اهميت ورته قايل نه يو، ان د فکري ايتذال هغه ټيټ بريد ته خان رسوو، چي هلته د بشري کرامت بوی هم نه وي؛.په موږکي کالي اوبدونکی، کاسب، ډم، قوال، جوالي، جولا، جت (دريه، غلبيل جوړوونکی) نداف ،سلمان، سندرغاړی او… د اجتماعي طبقاتو تر ټولو ټيټ اقشار دي او په سبکه سترګه ورته ګورو، موږ چي غواړو چاته ښکنځل وکړواو د انساني شان سپکاوی يي وکړو نو له پورته نومو څخه يي په يوه نوموو او دانو د يوه انسان پر شخصيت تر ټولو لوی ګوزار ګڼو.

موږ ځکه داسي کوو چي ژوند مو د عقل پر بنسټ نه دی. ولاړ بلکي له پلار- نيکه څخه پر را پاته دساتيرو ايمان غوندي ټينګ يو، ډير به مو اوريدلي وي چي کله کوم څوک يو نوی کار کوي نو خواخوږي يي د متوجه کولو او کنټرول لپاره دا متل کوي چي، څه دي کول چي پلار ونيکه دي کول .

زموږ په عامه ذهنيت کي له پخوانو څخه يوشميرارزښتونه ډبرليک دي، ددي لپاره چي خپل اصليت ته موصدمه نه وي رسولې بايد پر هغو کلک ودريږو، په داسي حال کي چي هغه په اصل کي ارزښتونه نه، بلکي منفي دودونه دي چي په هيڅ وجه د بشري حقونو له اساساتو سره جوړ نه راځي او بايد په مقابل کې يې روشنفکرانه مبارزه وسي او يو مخ له منځه يووړل شي، چي په دغه سلسله کي يو هم زموږ په ټولنه کي هغو خدمتګارو اقشارو ته په سيکه کتل دي چي هغوی همېشه زموږ چوپړ ته ملاتړلي ولاړ وي او زموږ ژوند او ښادۍ تل د دوی د خدمت په برکت خاص رنګ و رونق مومي.

مګر هغه کسان بيا چي پلارونيکه يي مشهورکسان وي، لويو قببلو ته منسوب وي، د زور و زرو کيسې يي پر ګودرو و تنورو کيږي، که هيڅ کمال، هنر، نوښت او د خير-ښېګڼې هيڅ خوی و بوی هم ونلري، مګر هغوی د اجتماعي طبقاتو په لوړو پوړيو کي د درنښت ځای مومي، د دوی خير خو دې بلا وخوري، چي څومره يي ضرر عام او رذالت خپور وي بيايي هم مقام هيڅکله د خدمتګارو خلکو موقف ته نه را ټيټيږي نو داډير بي منطقه او عقل ضد ژونددی.

که لږ د عقل سترګي رڼې کړو، د منطق غوږونه ونيسو او د ذهن دروازې پرانيزو، نو په خپل ټولنيز، په تېره بيا سياسي، ژوندکي به ښکاره ووينو چي د يو شمير سياستوالو او مشهورو رهبرانو سترګې به دومره سپيني ومومئ چي په سپين سترګي کي به مچ هم ورته عاجز وي، ځکه شپه و ورځ به خلکو ته ښکرور درواغ وايي، د خپلو درواغو لپاره به پر ټولو هغو ارزښتو تکيه کوي چي عامه ذهنيت پوخ اعتقاد پر لري، مثلا: دافغانيت او اسلاميت لپاره به خان له ځمکي-ځمکي وهي خو يو د سترګو رپ به يي پر دغه اساس نه وي عيار، بعضي به د دين او مذهب په شعارو د پرګنو په سترګو کي خاورې اچوي، ځيني به د پښتو، پښتون او پښتونولۍ په چيغو خپل شخصي کاروبار ته سازوباز ورکوي، څوک به بيا له نورو لندو خټو دوړې پور ته کوي او د وګړو په مذهبي، ملي، ژبنيو، قبيلوي او قومي احساساتو به لوبې کوي، نتيجه به يي ملي نفاق، هيوادنی بحران، پرديو ته اړتيا او دوامداره اجتماعي فاجعه وي، لکه همدا اوس – اوس چي زموږ ټولنه د همدغو زهرجنو واقعيتو يوه څرګنده نمونه ده .

زموږ د ټولنې په نبض پوه او دقيق طبيب استاد ګل پاچا الفت زموږ دغه غميزه او مرض ډير ښه تشخيص کړی او د هغو کسانو شرافت، چې په بيزوواني د خلکوسات تېروي، پر دغو کسانو او سياستوالو ډير اوچت بولي چي د خپلو ناانساني سياسي ګټو په سلسله کې د انسانانو په عواطفو، سپېڅلو احساساتو او اسکېرلي ژوند لوبې کوي.

د ودان افغانستان ګوند د سياسي طرزتفکر په هسته کې چې انسان او افغان-انسان استوګن دی، نو د سياسي کار و پيکار قاعده يې د بشر لوړ شان دی، موږ د استاد الفت د دغه انساني فکر د رڼا په پلوشو کي مبارزه کوو، هر هغه سياسي جريان چي د سياسي تفکر اساس يي دافغانستان او افغان-انسان دحيثيت ساتني پر هدف ولاړ وي موږ ورسره ملګري او دی مو ملګری دی خو هغه سياسي لوبې چي د افغانستان په پنځه زره کلن واحد او پولادي وجود کي درزونه رامنځته کوي، د يوموټي افغان ولس په عظيم الشان پيکر کې زخمونه جوړوي او د افغانانو په منځ کې د ټيټ و پاس نقشې راباسي، زموږ لپاره تر ټولوټيټ بهيرونه دي، بيزووان څه چې بيزو هم په مراتبو زيات شرافت پر لري.

کاسبان د خدای دوستان او موږ د خدای د دوستانو دوستان ، حاميان او د دوی د بشري حيثيت داعادې ملاتړلي مبارزان يو.

د دنيا ښکلاوځلا د کسب وکار نتيجه ده، کاسب جوړول کوي نه ورانول، کاسب د انسان د هوساينې عامل دی، نه د انسان وژنې، کاسب د بشري خير-ښېګڼي اتل دی، نه د ويني تويوني او کاسب د انسان د کلمې په اصلي مانا انسان دی.

موږ ته د هلمند د غنمو او بغلان د وريجو بزګر ځکه تر هر چا محترم دی، چي رزق راکوي او د پنجاب له احتياجه مو بي نيازه کوي.

د ننګرهار د بړو جولا ځکه تر ډيرو راته پتمن شخص دی چي شرم او ستر مو راساتي .

د لغمان و وردګو ډم په دې راته دروند دی، چي په ستړې ورځ مو د ستړيا ټول بوج ته ده اوږه ورکړې وي .

د کندهار جت ځکه اوچت بولو چي د غمزده ښځو د ښاديو محافلو ته مو په غم شړونکو دريو سره سندريز پرداز ورکوي او د دوی په غلبېلو سره له خپلو غلو-دانو څخه خاورې خځلې بېلوو.

د سمنګان، مزار، جوزجان، فارياب او سرپل قالين اوبدونکی ځکه شريفترين بشر دی چې يوازي د ده قالين په نړۍ کي افغانستان پر لومړي مقام را وستلای شي .

د ټول وطن سندرغاړي له دې امله تر هر چا ستر دي چې د هر څومره سترو انسانانو په مجلس کي تر ټولو بر ناست وي او انساني ارواوو ته د ښادنامو غذا برابروي.

د باميان پلنډي په دې خاطر راته دکرامت علامت دی چي د رزق و روزي پېټي مو کورو ته را ځغلوي .

د غزني باغلي والا په دې سبب راته د ژوند نمونه ده چي د (تاوده باغلي) په ناره سره مو په وجود کې ګرمي او تحرک ايجادوي .

دې ټولو کيسو ته به سپک په سپکه سترګه ګوري مګر موږ ته دا هرکس ځکه د احسن تقويم د داستان صريح ثبوت دی چې دوی کارګران او کاسبان دي او زموږ ملت ومملکت کسب وکار ته ضرورت لري. ځکه نو زموږ سياسي مبارزه هم وطن او خلکو ته د تعهد پر بنسټ د کسب وکار د تعميم لپاره پر علمي اساساتو روانه ده، د کاسب درنښت مولوی امتياز، ځانګړنه او وياړدی، دا روښانتيايي معراج ته د رسېدولپاره د انساني خرد حکم دی او زموږ سياسي کړنلارې د عقل پر بنسټ استحکام موندلی دی، نه دانسان د شان سپکولو او لوبولو.

چې ساتي بيزوګان او ټوله ورځ شادي بازي کا

ډير ښه دي تر هغو چي په انسان لوبې کوي .

لومړی کال (۳) ګڼه\ چارشنبه\ميزان ۹\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *