بدلون اوونيزه دريمه ګڼه

یوه پاچا چي د يوه ښاري له یوه کاره خوښ سوی وو، نو یې هغه ته اختیار ور کړ، که تر لمر لوېدو وړاندي پر هر څومره ستره فاصله باندي دایره بشپړه کړې، نو هغه ټوټه مځکه به د هغه وي او که یې تر لمر لوېدو وړاندي دایره بشپړه نه کړه نو هیڅ به هم په لاس ور نسي.

دا یې واورېدل او سړی رهي سو …په تلو-تلو کي ورباندي ماپښین سو، فکر یې وکړ، چي اوس نو په کار ده د ستنېدو سفر پیل کړي، خو حرص ورباندی غالب سو، فکر یې وکړ، اوس لا وختي دی راسه لږ لویه دایره را و ګرځوه… چي بیا ورته د ستنېدو خیال راغی، نو مخته یې یو ښکلی غر په سترګه سو، فکر یې وکړ، راسه دا غر هم په خپله شتمني کي شامل کړه.

مطلب دا چي سړي په ستنېدو کي خورا ناوخته کړ؛ داسي ښکارېده لکه لمر چي دده سره د منډي سیالي نیولې وي؛ دی چي به څومره ګړندی د دایرې د پیل نقطې ته ور لنډېدی، لمر هم په همغه سرعت لویدځ ته نژدې کېدی.

تر مازیګر وروسته لمر د غروب پر سر ولاړ وو او ورو ورو کښته کېدی چي سړي منډه نوره هم ګړندۍ کړه، ځکه هر څه له لاسه و تلی ګڼل کېده؛ اوس هغه د خپل حرص څخه تېر وو، مګر ډېر ناوخته سوی وو، په منډه-منډه کي یې سینه له درده چاودله، خو یوه لار یې لرله، منډه او خورا تېزه منډه…

اخر لمر ولوېدی، سړی پر داسي ځای را ولوېد چي سر یې د پیل له نقطې سره او پښو یې د ستنېدو دایره بشپړوله.

په دې ډول د هغه جسد دا نیمګړې دایره سره و نښلوله.

پر کوم ځای چي هغه لوېدلی وو هملته ښخ کړل سو او پر شناخته یې ورته ولیکل:

(( ددې کس اړتیا بس دومره مځکه وه، څومره کي چي یې قبر دی))

الله تعالي هم دې اړخ ته اشاره کړې ده

(ولعصر ان الانسان لفی خسر)

ژباړه:قسم دی په زمانې چي انسان په زیان کي دی

زموږ دایرې ډیري ستري سوي وي.

(انا لله و انا الیه راجعون)

درځئ د بیرته ستنېدو په اړه فکر وکړو.

که تر الله تعالي پوري مو دا دایره بشپړه کړه نو (جنت)

او که په لاره کي راباندي ماښام سو نو…

(خسر الدنیا والاخره!…)

ژباړه: دنیا او اخرت به مو په زیان کي وي.

بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۳) ګڼه\ چارشنبه\ميزان ۹\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *