نثاراحمد صالح

بدلون اوونيزه دريمه ګڼه –

تاسو به انتظار یاست چي زه به د ټولو ستونزو حل درته بیان کړم، خو د ټولو حل ما خوار ته هم نه دی معلوم، مګر

ځیني ناخوالي، چي کور یې پر چرګه را بار کړی، زه پر هغوو او لاملونو یې بحث کوم، موږ د اولنو (پخوانیو) خلکو په نوم ځیني پخې/ګټوري او ځیني اومې/زیانمني خبري، متلونه او ابیات لرو، چي پر ځینو به زه نن لنډکی بحث ولرم، که مي خبري کږې وږې وې، انتقادي جواب مو په بدلون کي راته ولیکئ. زما توجه دا ځینو لړلو خبرو ته هغه وخت واوښته، چي د ناخوالو پر حلچارو مي فکر کاوه، له یوې خوا

لویه بلا(بېسوادي) او له بلي خوا لاندي د اولنو په نوم زهرجني خبري سره یو سوې او زموږ کورګی یې لولپه کړ.

(ښه مه کوه، بد به نه در رسیږي)

 دا هغه متل دی چي هم د اسلامي بیاناتو او هم له ملي مسائلو سره سخت په ټکر کي دی، زه یې پر ملي مسائلو تم کیږم، انسان پیدا د ښو لپاره دی، انسانیت او سړېتوب دا نه دی چي سړی خپل ژوند وژغوري، (خړو مړه، خړو بیده) او نور ټول عالم ته شا ور وګرځوي، که پر همسایه اور بل وي، د

مدد اوبه مه پر اچوه، که یو انسان اوبو اخیستی وي د ژغورلو لاس مه ورغځوه، که یو څوک له لوږي مړ کېدی، یوه

ګوله ډوډۍ مرسته مه ورسره کوه او که یو سړي پر سړک د مرګ لپتکي وهلې، د روغتون تر دروازې یې مه رسوه! دا ټوله هغه بیانونه دي چي په ژغورلو کي یې هر انسان ستر مکلفیت لري، خو که د پورتني متل پر ناوړه لار قدم اخلو، نو باید چي هیڅ یو ښه هم له پورتنیو خلکو سره ونکړو، چي اصلآ غیر اخلاقي، غیر انساني او غیر اسلامي کړنه ده، د انساني خلقت یو حکمت دا دی، چي انسان او د هغوی روزمره ژوند یو په بل پوري پیوند دی؛ دا پیوند له پیله له اخلاقیاتو پیلیږي، اول یو ځوان بل ته سلام وايي، وروسته تبسم او مینه وړاندي کوي، په ښه نوم یو بل یادوي، بالاخره ملګري، دوستي او رفاقت رامنځته کیږي، بیا نو همدا دوه کسان د ژوند په ټولو امورو کي یو د بل په درد، دردمن او په غم، غمجن وي، نو که د ښو فلسفه تعقیب کړو، دې نتیجې ته رسیږو چي ښه کول د بشریت د صحیح لاري لومړنۍ زینه ده، که انسان پر دې مقدسه لار د میني پل کېښود، بختور دی او کنه نو سیاه بخته دی او بس! اوس نو داسي په لسګونو عبث خبري، متلونه او ابیات لرو چي زموږ افغانانو ژوند یې د خفګان لامل ګرځولی. بل مثال هم درته لیکم، خو پر دې بیا تاسو غور وکړئ چي موږ یې څونه د نفرت کومي ته ټېل وهلي یوو! وایي:

 تربور د تیارې موږی دی.

 بل ځای بیا په ډیره جګه غاړه وایو:

 تربور ته مي بې وروره مه کړې، ورور ته مي بې زویه. دا چي یوازي دغه دوو متلونو موږ څونه دربدره کړې یو، یو خدای ته معلومات سته، اساسي خبره مي دا ده چي، زموږ لپاره نور ښايي چي د زغم، میني او عفوي ماحول خپل کړو، که ښه نه وي انسان، انسان نه دی، که مینه نه وي، سړیتوب نور پر ځکندن دی او که زغم نه وي پر نه خبره به یو و بل سره خورو لکه نن سبا چي همداسي یوو او ټوله دنیا مو داسي تماشا کوي، ته به وايي د نړۍ تر ټولو لوی سرکس افغانستان دی، د افغانانو د ویښتیا په هیله.

بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۳) ګڼه\ چارشنبه\ميزان ۹\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *