په دې پسې مه ګرځئ، چې جرم څنګه پېښیږي،

 پر دې فکر وکړئ، چې جرم ولې پیښیږي!

(د ټولنپوهنې له نظره د شکنجې عوامل او پایلې)

لومړۍ برخه

شکنجه د بشریت د ټولنیز ژوند یوه لرغونې توره لکه ده؛ څومره چې د تاریخ حافظه کار کوي، ګورو چې یو انسان بل انسان شکنجه کړی دی او د خپل دغه عمل لپاره یې د ګنهکارانو د مجازاتو، د حقایقو د رابرسېره کولو ، کسات اخیستلو یا پر دوښمن د خوا سړولو دلایل راوړي دي؛ د لرغونو انسانانو  د هستوګنې په خورا زړو مغارو کې داسې انځورونه لیدل شوي دي، چې د انسان په لاس د بل انسان د شکنجې نښې ښيي، یو شمېر لرغونپوهان په دې باور دي، چې حتی د تاریخ په ځینو دورو کې انسانانو د ځینو عقایدو پر بنسټ خپل قربانیان شکنجه کول او فکر یې کاوه چې د خپل معبود په لاره کې د بل انسان شکنجه قرباني ګڼل کیږي .

لرغوني هنرونه او راپاتې شوي سرودنه یا ادبي لیکنې ښيي، چې انسانانو له شکنجې سره عجیب روحي تړاو درلوده، د شکنجو کیسې، کرکې او یا ورته دلایل موندل په دغو اثارو کې ګورو.

په لرغوني بابل کې د اوروک پاچا ګېلګمیش به د خپلو خلکو تر منځ د ودونو پر مهال هره ناوې په لومړۍ شپه خپلې ماڼۍ ته بووله او شپه به یې ورسره تېروله، دا یوازې د هوس او جنسي غریزې خبره نه وه، بلکې ګېلګمېش خپله برترې او زور پر خلکو په جبر مانه، چې د شکنجې له دلایلو څخه یو دا هم ګڼل کیږي؛ په هندي او چینايي زړو روایاتو کې د شکنجې ډیرې کیسې لیدلای شئ او د مصر د لومړنیو فرعونانو دربارونه هم له شکنجې تش نه وو.

شکنجه په تېره بیا د سیاسي مخالفینو، اسیرو سرتیرو، مریانو، مینځو، زندانیانو او بېوزله مجرمینو لپاره د مجازاتو، کسات یا خوا سړولو لپاره عادي عمل ګڼل کېده، په زاړه یونان او روم کې د مریانو د شکنجو ورځنیو پېښو د سپارتاګوس پاڅون را وخوځاوه او د ټرای له ژوندي پاتې شویو ښځو څخه د یونانیانو د کسات اخیستنې لپاره ترسره شوې شکنجې مشهورې دي.

زموږ د تاریخ په اوږدو کې هم ګڼې پېښې لیدل شوي، چې د شکنجو د تورو روایتونو کیسې له ځانه سره لري. د بیهقي په تاریخ کې لولو، چې غزنوي دربار څنګه هوښیار او مدبر وزیر حسنک تر شکنجو وروسته وواژه او کله چې چنګېزي لښکرې راننوتې نو د پراخو وژنو تر څنګ یې د شکنجوګڼ ډولونه پر دې ولس وازمویل، نادر افشار خپل ننګیالی دوښمن سیدال خان ناصري په اورورینو سیخونو وداغه او سترګې یې پرې راوویستلې؛ په راوروسته پېړیو کې د قدرت او کسات لپاره ان خپلوانو او کورنۍ غړیو یو د بل سترګې راوویستې، او په سیاچالونو کې یې واچول؛ د امیر عبدالرحمن د دورې په اړه د نامتو لیکوال محمود طرزي یادښتونه ښيي، چې څنګه یې د خپل تربور غازي محمد ایوب خان پلویان او هر بل هغه څوک چې د ده مطلقه واک ته یې زیان پېښولای شو تر شکنجو لاندې راوستل .

تر دې وروسته هم د بېلابېلو سیاسي، ایډیولوژیکو لاملونو پر بنسټ د شکنجو بېشمېره کیسې راپېښې دي، چې د دې لیکنې په اوږدو کې به پرې خبرې وکړو، خو لومړی راځئ د یوه نړیوال تعریف پر بنسټ شکنجه وپېژنو:

د ملګرو ملتونو د ۱۹۸۴ کال د شکنجې د منعې د نړیوال کنوانسیون لومړۍ ماده شکنجه داسې راپېژني:

هر هغه عمل چې  په لوی لاس پر یوه فرد جسمي یا روحي درد او رنځ راوستلای شي شکنجه ګڼل کیږي، په تېره بیا چې دغه عمل د اطلاعاتو د ترلاسه کولو، یا اعتراف اخیستنې لپاره وي یا هم د یوه داسې عمل په وړاندې د سزا لپاره تر سره شي، چې یو شخص په خپله یا کوم بل چا ترسره کړی وي یا یې پر کولو تورن وي. هغه عمل هم شکنجه ګڼل کیږي، چې په وسیله یې یو شخص یا کوم درېيم وګړی کوم عمل ته مجبور کړای شي؛ د هر ډول تبعیض پر بنسټ ځورونه هم شکنجه ګڼل کیدای شي، په تېره بیا چې داسې ځورونه یا د درد او رنځ ورپېښول، د یوه مقام یا د رسمي صلاحیت خاوند لوري له خوا مخامخ یایې په هڅونه، رضایت او منښت تر سره شي، د قانوني حکم یا ذاتي عمل څخه رامنځته شوی درد یا رنځ شکنجه نه ګڼل کیږي .

په ۱۹۸۷ کال کې د شکنجې د منعې هوکړه لیک (UNCAT)  د هرډول ځورونې او غیر انساني چار-چلند د له منځه وړلو غږ پورته کړ او د نړۍ له هېوادونو څخه یې غوښتنه وکړه، چې  له دې هوکړې سره ملګري شي، دغې معاهدې په تېره بیا د دولتي شکنجې په ټپه درول وغوښتل او د داسې اعمالو عاملینو ته یې د مجازاتو غوښتنه وکړه .

 شکنجه د یوه انسان له خوا د بل انسان د ځورونې لپاره ارادي عمل دی، په تېره بیا داسې کړنه ده چې د ځانګړو غوښتنو پر بنسټ تر سره کیږي.

په دې بحث کې به پر دې ډیر نه تم کیږو چې په نړیواله سطحه له شکنجې سره حقوقي چلند څه ډول دی؛ راځئ دې ته ځير شو، چې شکنجه ولې شته؟ ټولنیز، رواني او تاریخي سرچینې یې څه دي؟ او ولې لاهم مدني نړۍ ورڅخه ځان نه شي ژغورلای؟

ولې شکنجه؟

د انسان لویه ځانګړنه عاطفه او زړه سوی دی، پوښتنه داده چې ولې همدغه عاطفي او مهربانه موجود د خپل همنوع په وهلو-ډبولو لاس پورې کوي؟ هډوکي یې په وهلو ماتوي، په اور یې سیځې، غوښې یې څيري، بریښنا ور کوي، نوکان او غاښونه یې باسي، ټپي بدن یې په مالګه کې ننباسي، یخې اوبه پرې اچوي، ساه یې بندوي، بېخوبي ورکوي، په تورو تیارو بدبویه کوټو کې یې اچوي، تېل داغ کوي یې، تر درنو ډبرو لاندې یې څملوي، تاوده لمر یا سړې هوا ته یې بربنډ تړي، جنسي تیری پرې کوي، بربنډوي یې، اهانت ورته کوي، تحقیروي یې، تر رواني فشارونو لاندې یې راولي او د یوه قرباني په څېر یې تر خپل بشپړ حاکمیت لاندې راوستل غواړي.

ولې همدا اشرف المخلوقات تر دې بریده سخت زړی کیږي، چې غواړي د بل انسان په دردمنو سترګو کې د بیچاره ګۍ، خوارۍ، ذلت او زاریو اوښکې وویني، د هغه په ځګېرویو، ساندو او چیغو کې د خپل زور ننداره وکړي او د هغه له هرې کریغې سره دی کړس-کړس وخاندي او خوند ترې واخلي؟

آیا شکنجه کوونکی له خپل قرباني څخه کوم څه غواړي؟

لا تر اوسه شکنجې ته د لاس غځولو لاملونه داسې شمېرل شوي دي:

۱-د اعتراف اخیستلو لپاره شکنجه:

 دا تر ټولو معمول ډول دی چې له پخوا څخه پر تورنو، شکمنو یا مخالفو وګړیو د دې لپاره درد او رنځ تپل کیږي، چې شکنجه کوونکي ته د هغه د اړتیا وړ معلومات ورکړي او یا هم هغه کړنه ومني چې ده ته پرې جزا ورکول قانوني بنسټ ومومي او ګواکې یو حقوقي بهیر بشپړ شي.

۲- کسات:

 ډیر ځله لیدل شوي دي چې شکنجه کوونکی له خپل قرباني څخه د هغې ځوریدنې یا زیان لیدنې کسات اخلي چې دی یا د ده خپلوان او پلویان له قرباني یا د هغه له خپلوانو او پلویانو څخه ځورېدلي وي، په جګړو کې د اسیرانو، په کورنیو دوښمنیو کې ښکېلو غلیمانو، د سیاسي مخالفینو یا اقتصادي سیالانو، یا هم څارګرو او جاسوسانو ځورول او شکنجه کول د همداسې کسات له امله عملي کیږي.

۳- ایډیولوژیک او عقیدوي لامل:

 ډیر ځله یو شخص ځانته حق ورکوي چې یو بل انسان د دې لپاره شکنجه کړي، چې هغه د ده په څېر فکر نه کوي، یا یې عقیده او باور بل ډول دی؛ په منځنیو پېړیو کې د کلیسا کشیشانو په سلګونو زره اروپایان د دې لپاره له ډول-ډول اوږدمهاله شکنجو لاندې راوستل چې د دوی له عقیدوي لارښوونو او احکامو څخه به یې سرغړونه کړې وه.

ایډیولوژیکې شکنجې اوس هم شته او له بده مرغه زموږ ټولنه یې لا هم قرباني ده.

۴- د حاکمیت د تمثیل لپاره شکنجه:

 زورواکي او دیکتاتور رژيمونه ددې لپاره د شکنجې سیاست ته مخه کوي، چې خلک په اصطلاح (رعیت) کړي؛ دا شکنجه د حاکمیت پښې په زجر او ډارولو ټینګوي او خلکو ته پيغام ور کوي، چې که د سرکار امر او غوښتنه ونه مني نو له رنګارنګ دردونو او رنځونو سره به مخامخ شي.

۵- ډار اچونه (تروریسم):

 ډیره ځله شکنجه د سیاسي غوښتنو، واکغوښتنې، یا حکومتونو د را پرځولو لپاره د یوې سیاسي وسیلې په توګه کارول کیږي او د دې لپاره چې د یوه حکومت او خلکو تر منځ واټن ډیر کړي یا په بله ژبه حاکمیت کمزوری، بې پروا او ماتېدونکی وښیي، خلک شکنجه کوي او په دې توګه له حکومت څخه باج اخلي.

۶- شکنجه د مجازاتو د یوې برخې په توګه:

 په ځينو حقوقي سیستمونو کې د عادي بند تر څنګ شاقه اعمال او شکنجه د مجازاتو یوه برخه ګڼل کیږي، دا په دې مانا چې پر یو محکوم باندې د هغه د مجازاتو د یوې برخې په توګه شکنجه تر عدلي پریکړې وروسته هم تحمیلیږي او په دې توګه شکنجه کوونکي فکر کوي، چې دغه مجرم باید د خپلو ناسمو اعمالو لپاره شکنجه وزغمي.

۷- رواني ناروغي (سادیسم):

 یوه برخه شکنجې د دې لپاره عملي کیږي چې یو شخص یا ډله په رواني ناروغیو اخته وي او د بل انسان له ځورولو څخه خوند اخلي؛ داسې هم لیدل شوي چې دا ناروغان د خپل فردي حاکمیت او ځواک د تمثیل لپاره نور انسانان ځوروي، یا یوازې د غریزي خوند لپاره دا کارکوي او یا هم جنسي ستونزه لري، ډیرې کمې پیښې داسې هم لیدل شوي چې قرباني په خپله خوښه ځان شکنجې ته سپاري، البته دا ډله افراد هغه کسان دي، چې د مازوخیسم په رواني ستونزه اخته وي.

۸- جرمي جنایي او د مافیايي ګټو لپاره شکنجه:

 انسان تښتونه (اختطاف)، یرغمل نیونه، غلا او جنايي پیښې هم د شکنجې لامل ګرځېدلي دي، ډير ځله هغو ډلو چې د پیسو اخیستلو یا بل کوم هدف لپاره انسان تښتونه وکړي، نو د دې لپاره چې خپل قرباني یا یې خپلوان تسلیمېدو ته اړ کړي، هغه شکنجه کوي؛ داسې شکنجې زموږ په هېواد کې همدا اوس هم روانې دي.

جلادان یا شکنجه کوونکي د خپل فردي عادت له مخې هم د قرباني په لټون پسې راوځي او په دوامداره توګه غواړي تل قرباني ولري.

 پورته ټول عوامل په ټولنه کې د انسانانو د اقتصادي، رواني، سیاسي، عقیدوي، ټولنیزو او تاریخي اړیکو زېږنده دي.

نور  په بله ګڼه کې….

بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۳) ګڼه\ چارشنبه\ميزان ۹\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *