موږ د وخت د تیزو څپو سره د بهیدو پر ځای همیشه د هغه په مخ کې بندونه تړو او داسي فکر کوو چې ګواکي زموږ پر بې ځایه مخالفت به وخت تم شي، د اوبو دغه تیز بهیده به زموږ له ویري خپل رخ بدل کړي او یا به دنیا زموږ فکر خپل کړي. خو دې ته فکر نه کوو چې د وخت سمندر یوازي هغه له ځان سره وړي چې د لامبو وهلو له هنر سره بلد وي او د خونریزه څپیړو د زغم طاقت او له هغو سره د جنګ همت ولري. او چې کوم بدبخته غواړي خو چې په سمندر کې و اوسي خو لامبو وهلو ته یې زړه دریږي نو بیا دغه مخ پرتي څپې داسي مړي د وخت له سمندره په ایسته شړلو کې ډیر وخت نه اخلي. بند هیڅ وخت د تیزو څپو مخه نشي نیولای، برعکس د څپو شدت ته لا زور ور په برخه کوي.

له غرب سره هم زموږ له پخوا راهیسي څه داسي د خواښې او انږور برخورد راروان دی، د هغو پخو ډوډیو ته مو پلو نیولی وي او هم ورباندي سخت تنقید کول خپل حق بولو. پر ښو یې تله تیروو او بد یې په زره‌بین لټوو، او که یې بد په ګوتو راسي نو یې داسي پورته پورته کوو لکه زموږ لمني چې په شیدو میځل شوې وي. د خپل وقار ساتلو لپاره شپه ورځ د هغوئ په خامیانو پسې ګرزو. نور خو لا نور د غربي فیسټیولز څخه خو د بن په څیر بد وړو، تر دې ځایه چې ددې لفظ د ړنګولو لپاره د اسلام دغو شیدایانو ۱۴ فبروري ته د یوم حیاء نوم ورکولو فیصله کړې.

ګواکي د میني له نامه سره د خپلي دوښمنۍ د ساتلو انداز دا هم څرګنده کړه چې هر انسان د هغه شي اهتمام کوي د کوم شي چې په هغو کې کمي لیدل کیږي. دا چې که غرب نن مینه نه لري نو شرق حیا نه لري. کنه نو که مقصد له غرب سره د سیالۍ وي نو بیا ولي یوازي همدا ورځ لمانځنه؟ کله چې غرب سپوږمۍ ته وخوت تاسي مریخ ته ولي نه ولاړاست؟

د غرب د ایجاداتو او تخلیقاتو سره د سیالۍ په مخ کې مو دا حس ولي منجمد شي؟ غرب خو د خپلو ټولو وګړو د انساني حقوقو په خاصه توګه د اقلیتونو د برابرۍ پر حقوقو هم سخت ولاړ دی او کار ورته کوي، نو دلته مو ولي د اسلامي غیرت سرسخت اظهار ویده شي؟ غرب خپلو ټولنو ته د قانون عزت کول ورښودلی دی، پدې راسته کې ستاسي جوش جزبه ولي په حالت د نزع کي وي؟ او بیا په شرق کې ټول کال د بغض او کرکي دا ورځي د یوه عبادت په توګه لمانځل کیږي، کله تر یوه عنوان لاندي او کله تر بل. د ښځو خو خبري لا مه کوئ، هغوئ که په کورونو کې وي که په څلورلارو، که ادارې وي او که د انصاف درګاوي؛ ذلت او رسوایي ددوئ مقدر دی. سر و کال وهل خالصتاً اسلامي او کلتوري خو که یوه که یوه ورځ له هغوئ سره د میني د اظهار وي هغه غیر شرعي ده.

اکثره بیا په خندا دا جواز هم وړاندي کوي چې که د میني ورځ وي نو ولي یوه ورځ ده، یعني ولي ۱۴م د فبروري؟ د هیڅ شي یا جذبې ورځ لمانځل پدې معني نده چې هغه دې یوازي تر هغې ورځي پوري محدوده وي. د یو شي یا جذبې د ورځي لمانځل د هغه د ارزښت راپورته کول دي. که د سرطان د مخنیوي لپاره یوه ورځ ځانګړې سوې وي نو ددې دا معني نده چې سرطان د کال په نورو ورځو کې نه رامنځته کیږي، مقصد یې ستاسي توجه مرکوز کول دي. که د انساني حقوقو فعالان یوه ورځ د انسانیت په نامه نوموي نو دا پدې معني نده چې نوري ورځي د انساني حقوقو مراعتول حرام دي. که یوه ورځ د سولي په نامه وي دا معني نلري چې نوري ورځي انسانان وژنه. که یوه ورځ د مور په نامه لمانځل کیږي دا معني نه لري چې نوري ورځي مور په لغتو وهه. او همدا رنګه د کارګرانو ورځ لمانځل پدې معني نده چې نوري ورځي په کارګر ظلم روا دی.

تر کومه ځایه چې د میني د ورځي د لمانځلو خبره ده نو د میني غوندي یوه عظیمه جذبه مخصوصول فقط یو سطحي فکر دی. د میني لفظ په خپل ذات کې ډیر وسعت لري، دومره ژوروالی دی پدې کوچني لفظ کې چې د انسان له اولنۍ سا تر وروستۍ سلګۍ پوري په انسان کې که کومه ریښتنې جذبه وي نو فقط د همدې میني ده، که په هر رنګ کې وي، که په هره رشته کې وي او که په هر تعلق کې وي.

د خالق او مخلوق تر منځ که څه وي نو فقط مینه ده، د انسان او انسان تر منځ هم که څه وي نو همدا مینه ده. حتا اوس خو د انسان او بې زبانه حیوان تر منځ هم دې لنډ لفظ د یو ښایسته پل په جوړولو دا ثابته کړه چې بس همدا مینه فطرت ده او د ژوند حقیقت.

اوس دا د هر انسان خپل خپل فکر دی او خپل خپل انداز چې که دوئ وغواړي دا لفظ محدود کړي او پدې کې انفرادیت ځای کړي او که وغواړي چې ددې په وسعت کې دومر ژور ولاړ سي چې اجتماعیت هم پکښي ځای کړي، که وغواړي چې یوازي یې تر خپلو ذاتیاتو محدوده کړي او که یې په ټولنیزه توګه خپره کړي، که غواړي چې خپل ذات یوازي تر یوه انسان محدود کړي او که ټول کاینات په خپل ځان کې رانغاړي. که غواړي چې دغه ورځ د خپل محبوب په نامه کړي او که غواړي چې ژوند خپل محبوب کړي او له ژوند سره تړلې پر هره انساني رشته مینه خپره کړي.

One thought on “ویلنټاین ډې، د میني ورځ/ غوټۍ سپېڅلې ”
  1. ګرانو لوستونکو!
    سلامونه او نېکې هیلې درته ډالۍ کوم.
    مینه یوداسې شی ده چې په حقیقي او واقعي تعبیر باندې هیڅکله یوازې د فبروري د میاشتې په ۱۴ پورې نشي ورټړل کیدای، هره ثانیه او هر شېبه مینه، مینه ده. مونږ ته مینه غربي پوهانو او یا په سړک باندې زیږیدلو نه ده را پيژندلې. مینه د نړۍ د هرکلتور او په هرځای کې د انساني ژوندانه د بهیر یوه ښکلې او ځانګړې ارزښتناکه برخه ده. له مینې پرته د خپل خدای سره هم د وخت تېرول بې معنی دي. مګر دغه مینه چې هرڅوک ورته خپل او له خپل ژوندانه او چاپېریال سره سم جلا جلا معناوې لري، باید داسې نه وي چې د نورو مینه ترخپلو خواهشاتو او غوښتنو قربان کړي. که مونږ مینه لرو نو نور هم مینه لري خو زمونږ مینه باید د الله تعالی له لارښوونو سره سمه او په شرعي اصولو برابره مینه وي. که نه، نو مینه ډیر ځله خپل خاوند وژني او دنورو لپاره هم خورا زیاتې بدبختۍ زیږولای شي. الله تعالی مودې د داسې مینې څښتن کړي چې له یوې خوا پرې زمونږ ژوند روښانه او ښکلی وي او له دې سره نور مخلوق هم راسره خوښ وي او په پای کې د الله تعالی مینه او سعادت مو هم په برخه شي او دقیامت په ورځ د الله تعالی په مینه معامله راسره وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *