تاند- د امریکا ولسمشر پاکستان په دې وستایه چې له افغانستان سره یې اړیکې ښې کړي دي.
د افغانستان او پاکستان اړیکې په وروستیو کې مخ په ښه کېدو دي.
ویل شوي چې دواړو هیوادونو په خپل منځ کې پوځي او استخباراتي همکارۍ ډېرې کړي او د لومړي ځل لپاره افغان امنیتي ځواکونه د روزنې لپاره پاکستان ته لېږل شوي دي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د پاکستان صدراعظم نوازشریف ته وویل چې متحد ایالتونه له افغانستان سره د پاکستان د مثبتو اړیکو ستاینه کوي.
د پاکستان د صدراعظم دفتر دفتر په یوه اعلامیه کې نن وویل چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د پاکستان صدراعظم نوازشریف نن د سیمې د حالاتو او دوه اړخیزو اړیکو په اړه ټېلفوني خبرې وکړې.
اوباما نوازشریف ته هند ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړل او په شمالي وزیرستان کې یې د سختدریځو پر ضد د پاکستان د پوځ عملیات وستایل.
د افغانستان او پاکستان اړیکې په وروستیو کې، په تېره بیا په افغانستان کې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته د پخوا په پرتله خورا نژدې شوي دي.
د دوو هیوادونو ترمنځ پوځي همکارۍ او هماهنګۍ هم ډېرې شوي دي.
پرون د پاکستان د پوځ ویندوی جنرال صاصم بجوا وویل چې افغانستان د پېښور د پوځي ښوونځي د حمله کوونکو په نیولو کې له پاکستان سره مرسته کړې ده.
بجوا د افغان چارواکو د همکارۍ مننه وکړه، ویې ویل چې د دواړو هېوادونو استخباراتو په دې قضیه کې په ګډه کار کړی.
د پاکستان د پوځ ویاند زیاته کړه چې په تورنو کسانو کې د پېښور د یوه جومات خطیب مولوي عبدالسلام هم شامل دی چې د پاکستان له حکومت څخه یې تنخواه اخیسته.
د پاکستان د صدراعظم د دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي چې نوازشریف د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره په نیم ساعته ټېلفوني خبرو کې ښاغلي اوباما ته وویل چې هیواد یې هند ته د امنیت شورا د دایمي غړيتوب له ورکولو سره مخالف دی.
ده وویل هند د دې چوکۍ مسحق نه دی ځکه چې دا هیواد د بشري حقونو سرغړونې کوي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د هند په وروستي سفر کې ویلي و چې متحد ایالتونه هند ته د امنیت شورا د دایمي غړیتوب د ورکولو ملاتړ کوي.