نېټه : ١٣٩٣-١١-٢٤
کندهار، افغانستان- په ډېري خواشينۍ سره خبر سوم چي د هيواد او ملت دښمنانو په کندهار کي دسولي شورايو فعاله غړۍ حاجي شيرين آغا په شهادت رسولى .
انا لله وانا اليه راجعون
د ملت ځناورو دښمنانو تېره شپه اته بجې دکندهار ښار دڅلورمي امنيتي حوزې اړوند دمسجد قبا په سېمه کي حاجي شرين په داسي حال کي چې دالله ج په عبادت بوخت وو دسولي او هيواد ددښمنانو له لوري په شهادت ورسيد .
د وطن د دښمنانو دا اعمال چې په تېرو ديارلسو کلونو کي يې د افغانانو ويني وزبېښلې، نور دې ملت ته د زغملو نه دي. دوى هم اسلام بدنام کړ او هم يې انسانيت وشرماوه. د دوى دغه ډول اعمال چي هره ورځ افغانان وژني ، نه په دين کي ځاى لري، نه په انسانيت کي. دوى نه يوازي له افغان دولت سره دښمني رااخيستې، بلکي د ټول ملت په مقابل کي ولاړ دي او هره ورځ افغانان شهيدانوي وسله وال مخالفين تل هڅه کوي چې دسولي پروسه دخنډ او ځنډ سره مخ کړي خو دوى به هيڅ کله خپلو اهدافو ته به ونه رسيږي او افغان دولت ددوى هر ډول پلانوبه شنډ کړي .
کندهارولايت مقام او دلته مېشت قومونه او د سيمي مخور به د مرحوم هغه خدمتونه او ستړياوي چي دسولي په برخه کي تر سره کړي ياد ساتي او تل به ورته په احترام قايل وي .
کندهار ولايت مقام شهيد ته د فردوس جنت، دوستانو او اهل بيت ته يې د الله تعالی له درباره د زړه صبر غواړي. ولايت مقام په دغه درانه او ژور غم کي د ټول کندهاري ولس په استازيتوب ځان شريک ګڼي او د شهيد کورنيو ته د خپل تسليت مراتب وړاندي کوي.