بدلون

بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۵) ګڼه\ چارشنبه\ميزان ۳۰\ ۱۳۹۳

نوی منتخب ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني احمدزی په افغانستان او دنیا کې د یوه ځیرک، کارګر، غوڅ او جدي شخص په صفت جالبه پېژندنه لري، هغه د دوهمې کچې نړیوال متفکر نوم هم ګټلی دی.

ډاکترغني په نړۍ کې د ناکامو هېوادو د پرمختګ لپاره د یوه دقیق او کامیاب ستراتېژیست شناخت حاصل کړی؛ داسې هم ویل کېږي چې د چین او روسیې د اقتصاد بیارغونې او پرمختګ لپاره د ده نظریاتو خاص اغېز لرلی دی او ډېرې نورې خبرې.

ډاکترغني چې کله په افغانستان کې د مالیې وزارت متصدي وو نو د آسیا تر ټولو کامیاب مالیه وزیر وپېژندل شو، دا په یوه کړکېچن هېواد کې ډېره پاموړ پېښه ده.

په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کلونو کې چې هغه د خپل کمپاین لپاره کومې کړنلارې ترتیب او عرضه کړې نو د نورو کاندیدانو له منشورو سره یې د علمي-عملي ژورتیا له اړخه د ځمکې و آسمان واټن لاره.

د میزان پر اوومه د هغه جامع او هر اړخېزې وینا ته په کور دننه او دباندې کتونکي ګوته په غاښ شول.

اوس چې یې د رسمي دندې له پیل څخه درې اونۍ تيرېږي، په یوه سلسله داسې اصلاحاتو یې لاس پورې کړی چې ډېری څېړونکي یې انقلابي اقدامات بولي، ځینې بدبین کسان یې پایلې خطرناکې اوغیرعملي بولي خو د ټول افغانستان په بره او اوږدو کې یې د هیلو او ډاډ عجیبې بیسارې څپې راپورته کړي دي چې د ده ډېر شمېر سیاسي مخالفان یې هم دې اعتراف ته اړایستلي او وایي، که ولسمشر خپلو فرمانو او شعارو ته په عملي زمینه کې اثبات او ثبات ورکړي نو دی به د افغانستان تر ټولو ستر او قهرمان واکمن وي او دغه جنګځپلی تاریخي هیواد به د تمدن، عزت او پرمختیا هغو مدارجو ته ورسوي چې چا به په خوب هم لیدلي نه وي.

له بلې خوا د جمهور رئیس قاطعیت د افغانستان هغه غله، رشوت خواره، عاصبان، قاچاقبر او د وطن و ملت بدناموونکي د وارخطایۍ پر داسې نړېدونکي پاڼ درولي دي چې د ژغورنې هېڅ مخه نه ویني.

د هېواد نور غله خو پريږده، هغه بدنامې څېرې چې د ټاکنیز کمپاین په وخت کې پر اشرف غني راټولې او پر دغه مفکر شخص یې د یوازني جدي اعتراض دلیل رامنځته کړی وو، هغوی ته هم ځمکه ځای نه ورکوي ځکه هغوی هم د دغه عالم واکمن د حکومتي ترازو په تول کې پوره نه خيژي په دې خاطر نو د ده شاوخوا ته د نژدې کېدو جرئت نه شي کولای او د خپل فرعونیت د زوال په تل کې ځانونه محسوسوي.

دغه ټول مثبت لوري ته د چټک تګ او لویو امیدو سره-سره ډاکتراحمدزی باید پوه وي چې دی د خپل ژوند تر ټولو لویې ازموینې ته ولاړ دی، هغه چې تر اوسه یې کومه جدي ناکامې نه ده تجربه کړې، نو باید د خپل رعب او پرتم ساتنې لپاره ګام پر ګام خپل ټول فرامین تعقیب او تطبیق کړي، په دې ډول سره به یې د ټول ملت زور مل، د ظالمانو او وطنفروشانو ځواک اوبه- اوبه وي؛ که خدای مکړه په خپل اعلان کړي جدیت او قاطعیت کې لږ هم کوم کورني یا باندني فشار نه تسلیم او د انعطاف لار په خوله ورکړي نو په دې توګه به زورواکي داړه ماران بیا زړور شي او هېڅکله به د ډاکتر دقیقې ستراتېژۍ د پلې کېدا بستر ونشي موندلای.

خو موږ باور لرو چې ډاکترغني دغو ټولو نزاکتو او حساسیتو ته متوجه دی او ان شاءالله داسې به نه کوي چې د ډارنو او ډارېدلو خائنانو او جنایتکارانو له زړو، د قانونیت ورننوتې اوخۍ بېرته راوباسي، د افغان انسان د آرزوګانو پر آسمان د ویښتیا لپاره د روښانتیا لمر پر راختو ښکاري او پر ټول افغانستان د نوی بدلون زیری کوي.

راځئ چې ټول یې د ورورۍ په یوه آواز هرکلي ته ور ووځو!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *