بدلون اوونيزه \ لومړی کال\(۵) ګڼه\ چارشنبه\ميزان ۳۰\ ۱۳۹۳
نه یوازي دا چي عامه اداره له سیاست څخه بیله کړي بلکي د اجراییه ، مقننه او قضاییه قوې تر څنګ عامه اداره هم د دولت څلورمه پایه وګرځوي .
د پالیسي په جوړولو کي د عامه ادارې ډېرېدونکی رول
په ډیمکراتیکو هیوادونو کي کله چي واک له یوه ګوند یا ډلي څخه بل ته انتقالیږي نو واک ته رسیدلې ډله یوازي په سیاسي پوسټونو لکه وزارت ، ولایت او سفارت کي خپل خلګ ځای پر ځای کوي او د عامه ادارې به تخنیکي او مسلکي پوسټونو لکه معینانو ، کارپوهانو ماهیرینو کار نلري او هغه نه تبدیلوي ځکه چي هغه تر ډیره بې طرفه خلګ وي او هغوئ هغه مسلکي کسان دي چي اداره باندي چلیږي او په نوموړې برخه کي پوهه او مهارت لري . د قانون پر اساس خو پالیسي د اجرایه مشرانو او یا هم د نوموړو د ګوندونو او ډلو لخوا جوړیږي او د عامه ادارې مامورین چي یوه بې طرفه ډله ده عملي کیږي . خودا چي دغه د عامه ادارې مامورین زیاتره وخت د اجرائیه مشرانو سره د پالیسیو په جوړولو ، د پالیسیو د عملي کولو لپاره د علمي پروګرامونو په ترتیب او دیزاین کي مرسته کوي او د شته پالیسیو د بدلون لپاره وړاندیزونه کوي نو تر ډیره دوئ د پالیسیو په جوړولو کي رول ترلاسه کړی دی . په دې اساس نو ویلایسو چي، عامه اداره چي پخوا یې د پالیسي عملي کول دنده وه اوس دپالیسي په جوړولو کي رول او تاثیر لري .