بدلون اوونیزه \ لومړی کال\(۵) ګڼه\ چارشنبه\ميزان ۳۰\ ۱۳۹۳
مسلک مي زراعت دی، د شعر سره مي مینه طبیعي ده خو نثر هر ژوندی انسان باید ووايي او ولولي! زما ځیني ملګري شاعران دي خو داسي شاعران چي هم خپل وخت ضایع کوي او هم د نورو.
د مکتب په دوره کي به مو هر مضمون پایڅې را رېږدولې خو یوازي د خوارکۍ پښتو مضمون به په باک نه راتلئ، نن سبا چي د پښتو ژبي په خوږوالي، سختوالي، اهم والي او ضروریاتو باندي غور کوم، نو دې نتجې ته رسیږم چي زموږ په مکاتبو کي اساسي ستونزه د پښتو په استادانو کي ده او بس!
زه دا منم چي د ژبي سختوالی عیب دی او پښتو ژبه سخته هم ده، کله چي یو خارجي افغانستان ته راسي په فاړسي کي توتلی وي خو په پښتو کي ګنګوړه، علت یې دا دئ چي یو خو پښتو سخته ده او بل د پښتنو خپله نده زده.
یو ځوان ته چي ووایه چي ستاینوم(صفت) تعریف کړه درته لاجوابه به سي خو په انګلیسي کي به یې اجیګتیو داسي پیاد وي لکه اوبه، زموږ په مکاتبو کي پښتو د درېیم لاس مضمون دی، هغه استاد چي ښه ټمبل وي، بیا نو وای ته د پښتو معلم یې. ځیني وخت داسي هم سویدي چي د پښتو په استاد ډرۍ وهل کیږي، دا مشکل خو اخلاقي کمزوري ده خو استادان هم ملامت دي، که دوئ چي څنګه ښايي هغه ډول پښتو تدریس کړي او هر اړخ یې وسنجوي، زه په ګرنټي درته وایم چي هر زده کونکی مجبور دی چي د ریاضي او کېمیا په شان یې زده کړي!
ژبه د هري فاکولتې او رشتې د ماهر لپاره ضرور ده، که یو ډاکټر هر څونه تکړه سي او کتاب ولیکي، خو چي د لیکلو ژبه یې غیري معیاري، پټوخه او سخته وي، طبیعي ده چي هیڅوک به یې ونه لولي، نن سبا چي زموږ په پوهنتونونو کي محصلین د سرخوږي سره مخ ديو اساسي علت یې د استادانو د پښتو ژبي پوره کمزوري ده، که دا استادان لږ زحمت پر ځان تېر کړي، هم به یې ژبي ته خدمت کړی وي او هم به یې زحماتو ځای نیولی وي.
په مکتب کي د پښتو استاد وي، املاء او انشاء یې نه وي زده، په شعر نه پوهیږي، د نثر تعریف او اهمیت ورته معلوم نه وي او د ژبي ضروریات نسي تشریح کولای. کله چي یو ځوان له مکتبه فارغه کیږي پر شعر بد وايي، چي هر څونه ښه شعر وویني د کرکي اعلان یې کړی وي، علت یې دادئ چي په مکتب کي استاد شعر هغه سي ندئ تشریح کړئ، څنګه چي ښايي!!
ما په پوهنتون کي په وار،وار اعتراض کړی چي زموږ ۹۵ فیصده چیپټرونه د ژبي له کبله نیمګړي دي، خو دا خبره مي ځکه پر استادانو بده لګېدلې، چي هغوئ خپله د ژبي د (یې) ګانو له زده کړي محروم دي، زما دلیل دادئ، چي اوس خو پښتانه یوو، پښتو مو ژبه ده او لیکني په کوو، چاره نه لرو، کله چي چاره نلرو، نو باید زده یې کړو.
ستاسو د ژبي زده کړه په زرهاو خلکو ته ګټه رسوي
د ودان افغانستان په هیله