تاند- د سوریې جنوب د دغه هیواد د ولسمشر بشار اسد د پلوي ځواکونو او یاغیانو د جګړې پر یوه نوي میدان بدلېږي او د سوریې رژیم تر ډېره پر بهرنیو ملېشه ځواکونو اتکا کوي.
د بیزنس انسایډر ورځپاڼې د راپور له مخې په وروستیو اوونیو کې د سوریې د حکومت مخالفانو پر پلازمېنه دمشق او شاوخوا لمنو یې بریدونه زیات کړي څو د پلازمېنې امنیتي کمربند مات کړي خو د سوریې حکومت د دې لپاره چې خپل دښمنان په شا وتمبوي د هغوی پر ضد په جګړه کې له ایرانیانو، افغانانو او عراقیانو کار اخلي.
ویل کېږي چې ایران په سلګونو افغان شیعه ګان سوریې ته لېږلي چې د بشار اسد د رژیم دفاع وکړي.
په ۲۰۱۱ میلادي کال د سوریې د کورنۍ جګړې له پیله په دغه هیواد کې بهرني جنګیالي په جګړه کې بوخت دي. دا ځواکونه توانېدلي چې پلازمېنې ته د اسد د رژیم د مخالفانو د ننوتو مخه ونیسي.
د سوریې د بشري حقونو د څارونکې ډلې په وینا اسد ته وفادار ځواکونه له خپلو مخالفانو سره سخته جګړه په مخ کې لري.
په دمشق کې د ایران په ملاتړ بهرني ځواکونه اوس د پلازمېنې په لمنه کې د دومان په شان سیمو ته، چې د جګړې لومړۍ جبهه ده، لېږل شوي دي. په دې سیمه کې په تېرو ۱۰ ورځو کې لږترلږه ۱۵۰ ملکیان وژل شوي دي.
د اسد د رژیم د ملاتړ لپاره د ایران په مرسته پر افغانستان، ایران او عراق سربېره د نړۍ له نورو هیوادونو لکه لبنان څخه هم شیعه جنګیالي دمشق ته رسول شوي دي.