پوهيالى رباني وحدت

ټول افغانان  په یوه کشتۍ کې سره ناست یو،.ددې کشتی په  ډوبیدو او ساحل  ته  په  رسیدو پورې  د هر افغان  سرنوشت تړلی دی ؛خو له بده مرغه د تیرو څو لسیزو راپد ېخوا دا کشتۍ د لوي  سمندر په منځ  کې  د وخت  خونخوارو طوفانونو را ایساره کړېده ، نوموړي مهلک  سمندري  طوفانونه  په خپل  ټول  توان او ځواک  هڅه کوي ،چې  دا کشتۍ  ډوبه  او ټوله سوارلي یې د سمندري  ژويو  خوارک شی. کله چې دا کشتۍ  د ساحل  په لوري  حرکت پیل کړي، غاړې  ته  لا نه وي رسیدلي، چې  د سمندر بې رحمه  او ځواکمنې  څپې  یې  بيرته  د سمندر منځ  ته ور ټیل وهي .د کشتۍ چلوونکو تیروتنه  او حماقت  داده، چې ځیني وخت  د سمندر د طوفاني  څپو د موسم  پرمهال  د ساحل  په  لوري  حرکت  پیلوي . که مونږ د سمندر د طوفاني  موسم د بدلیدو  توان  نه لرو ، دومره  خو کولای شو،چې  داسي  کشتي چلونکی  پیدا کړو تر څو ساحل  ته د  وتو لنډې لارې او د سمندر د طوفاني موسم  په اړه مالومات ولري.

افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، هر افغان  ددې ګډ کور پر وړاندې  ایماني ، حقوقي او  وجداني مسووليت لري . ددې ګډ کور ابادول ، سوکالي ،خپلواکي ، پرمختګ ،ثبات، امنیت او نیمګرغي  هغه  وخت شوني ده، چې د افغانانو ترمنخ  د قومي، ژبنیزو او  سمتي  تعصبونو، توپیرونو، کرکې او نفرت جوړشوي  د ېوالونه  له بیخه  ونړول شي او ټول افغانان  یو بل  ته  د ورورولۍ او همکارۍ  رښتیني لاسونه  ورکړي،هغه سیاستوال او مشران له ټولنې  وشړل شي، چې د تعصب  او نفاق په بل شوي اور باندې د خپلو شومو موخو لپاره  تیل  پاشي او د هغو سیاستوالو  ننګه او ملاتړ وشي ،چې فکر ، احساس او سیاست يې ملي وي .

استاد  پوهیالی رباني وحدت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *