نجلۍ د ځنځير تر دوو کړيو قلف تاو کړ، راکش يې کړ، مړ يې خوشې کړ، اوږدې ساه ته يې د هلک شونډې وېړې شوې.

ځوان زړه ته ورته پوکاڼه په لاس کې نيولې وه، نجلۍ ورباندې نوک څرخ کړ، شونډې يې پرانيستې، پر هلک ورټيټه شوه، پړک شو او د هلک پر مخ د ژاولو پوکاڼه وچاودېده.

په عمر پاخه سړي توره درېشي اغوستې وه، يو لاس يې د مېرمنې تر ملا تاو کړی و، په بل کې يې د هغې چپ لاس لوړ نيولی و، جوړه وڅرخېده، پر ځمکه دوه پښې پاتې شوې، خرپ شو او د سړي پر مخ د شونډو سره نښه پاتې شوه.

لېوني لاسو ته وکتل، کږې وږې ليکې يې تر پايه تر سترګو تېرې کړې، ليکې تتې شوې، پر ورغوو دوه رڼه څاڅکي ولوېدل.

پر بالښت يوه غېږ زلفې پرتې وې، نرۍ ګوته د موبايل پر څو تڼو چټکه وڅرخېده، پر ژېړه پرده وليکل شول، “لېونيه مور ويښه ده، زنګ و نه وهې.” موبايل ورېږدېده، پيغام راغی.

چې در په ياد شم سلام اخله

ما به دلې پر تندي ايښي وي لاسونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *