نن د فبرورۍ څوارلسمه ده. دا ورځ په لویدیزه نړۍ کې د ویلنټاین ډی یا دعاشقانو د ورځې په نوم، د سرو ګلابو، نصواري رنګي چاکلیټونو او د ګلابي پوست کارتونو په استولو سره لمانځل کیږي. دا ورځ  د نخرو، نازونو، مکیزونو، کرشمو او نڅاګانو مهال وي. هره خوا مستي وي، شباب وی او خمار. مبارکۍ وي،غاړه غړۍ وي او یو بل ته ډالۍ.

د دی ورځې تاریخچه او ریښې د حضرت مسیح علیه السلام له پیدايښت څخه تر اولس پیړیو وړاندی پوری غزیدلی دي. د پخواني یونان بت پرستو خلکو به د ګڼ شمیر خدایانو د سپیڅلتیا تر څنګ، د فبرورۍ د میاشتې په نیمایي کې د ښیرازۍ د معبود په نوم چې (لوپر کالیا) نومیده، د یو مذهبي اختر تابیا کوله. د لمانځنې او عبادت پدغو درې ورځنیو میلو کې به ځوانو هلکانو د کمیسونو په لیستوڼو باندی د خپلو معشوقو نومونه انځور کړي وو، سره بکسونه به یی له ځان سره ګرځول، سندرې به یی ویلې او تحفې به یی ورکولې.

خو په معاصر وخت کې د ویلنټاین په هکله دوه تاریخي روایتونه ډیر شهرت لري: لمړی دا چې په دریمې میلادي پیړۍ کې د یوې کلیسا راهب چې سینټ ویلنټاین نومیده، پخپلې ملګرې راهبې باندی مین وو. ویلنټاین راهبي ته وویل چې ما خوب لیدلی که زه او ته د فبرورۍ په څوارلسمه یوځای او په ګډه شپه تیره کړو نو پدي کې هيڅ ګناه نشته. څرنګه چې په کاتولیکي مذهب کې راهب یا راهبه  نشي کولای پخپلو منځونو کې او یا هم له دویم شخص سره جنسي اړیکې ونیسي، نو هماغه وو چې دوئ دواړه ووژل شول او بیا په ۴۹۶ میلادي کال کې د پاپ ګلاسیو د فرمان له مخې، راهب ویلنټاین ته د مینې د شهید لقب ورکړل شو چې بیا وروسته دغه ورځ، د مینې یا دعاشقانو د اختر په نوم ونومول شوه.

او دوهم روایت دادی چې د روم امپراطور دوهم کلاډیوس، د خپل لښکر  پوځیان او صاحب منصبان له واده کولو څخه پدی خاطر منع کړل چې واده شوو افسرانو په سمه توګه خپله دنده نه اجرا کوله. نو پدغه مهال د کلیسا یو تن راهب چې سینټ ویلنټاین نومیده د امپراطور له حکم څخه سرغړونه وکړه او د څو تنو عسکرو  د نکاح تړلو په جرم بندي او هلته  د زندان د مشر په لور مین شو. پادري ویلنټاین به هغې ته تحفې استولې چې بلاخره د امپراطور حوصله تنګه او نوموړی یی د فبرورۍ په څوارلسمه نیټه اعدام کړ.

 په منځنیو پیړیو کې د انګلستان د سترګه ور ادیب او ناول لیکونکي، شکسپیر د لیکنو او شعرونو په وجه د فبرورۍ څوارلسمه نه یواځې دا چې په انګلستان او اروپا کې د مینې د ورځ په نوم د شهرت خپل اوج ته ورسیده، بلکې د متحدو ایالتونو په ګډون، لاتینې او جنوبي امریکا ته یی هم سرایت وکړ.

په نولس سوه شپاړسم میلادي کال کې، د چاپ یوې امریکایي کمپنۍ چې هولمارک نومیږي، د دې ورځې په مناسبت یو ډول ځانګړي کارتونه جوړکړل چې په ډیرې چټکۍ سره یی د امریکا د میزوري له ایالت څخه د ټولې نړۍ بازارونو ته لاره پيدا کړه. د یوې خبري سرچینې د معلوماتو له مخې، سږ کال به له یو سلو دوه دیرش ملیونو څخه زیات کارتونه توزیع او ډالۍ شي. او یواځې امریکایان  به ددی ورځې په اوږدو کې په کارتونو، ګلانو او نورو اړونده تحفو باندی نژدې اتلس ملیارده ډالر مصرف کړي چې د افغانستان د دوو کالو له عمومي بودیجې سره برابریږي.

هیڅ شک نشته چې مینه عقیده ده، عبادت دی. مینه احساس دی،عاطفه ده. مینه ارا ده ده،  ولوله ده.  مینه ژوند دی، هڅه ده، سکون دی. مینه ساز دی او اواز دی. مینه طرب دی او مطرب دی.  مینه هیله ده، اروز ده. مینه عزم دي، تکل دی. مینه وفا ده، هم  وصال دی. هم جانان دی، هم قیام دی هم پیغام. مینه ښکلا ده، هم ځلا ده. مینه حق دي، حقیقت دی. د فطرت غوښتنه، د کائناتو غبرګون. مینه ډیوه ده، هم رڼاده. او د کوم ټټر په پنجره کې چې بندیوان زړه له مینې او سوز خالي وي، هغه ته بیا د غوښې ټوټه نه، بلکې توره بکره ویل کیږي. او د شاعر په ژبه، څوک چې له مینې منکر وي، هغه ته د جمال کافر وایی.

خو ډیره جالبه او حتی د افسوس خبره دا ده، ځمونږ اکثره ځوانان او پیغلې چې دا ورځ لمانځي او په ترڅ کې یی یو بل ته د مبارکۍ ایمیلونه، پیغامونه او سوغاتونه استوي، پدی ندي آګاه چې ویلنټاین په لاتیني ژبه کې مینې ته وایی او که هغه د یوعیسوي راهب نوم یا د پخواني رومن معبود وو !؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *