اجمل خټک په ١٩٢٥میلادي کال د اپريل په مياشت کې د پښتونخوا د اکوړه خټک په کلي کې نړۍ ته سترګې غړوولې، اوپه ۲۰۱۰ کال د فبروري په اوومه نيټه په همدې ځای کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې. د ښاغلي اجمل خټک شخصيت، انسانیت، او محبت بېلا بېل اړخونه لري نوموړی دسیاست ، صحافت ، ادب او دزده کړو په ډګر کې دغوره چوپړتیاوو له اړخه یې دلر اوبر ټول پښتانه پېژني.
چې غليم مې ژبه پرې کړلـه اوږده شـوه
چې اوږده شوه هومره لا پسې تيره شـوه
اوس که نر يې نوغوږونه دې خپل پریکړه
چـې زمـا نغـمـه سـړه نه شـوه توده شـوه
اجمل خټک دسیاست په ډګر په سیاست پوه،مبارز ،غیرتي ، حق اخستونکی ، پېژندونکی او ورکوونکی وو، دخپل ولس دغیرت او ژوند چیغه یې په باربار رسوله دزندان تورو تمبو ته ولاړ جلاوطنۍ ته اړشوو خو لدې راز هڅو وانه وښت.
ډیر کلونه یې د خپل قوم د ویښولو او د جابرو واکمنو پر وړاندې د خپلې چیغې د پورته کولو هڅې وکړې. په دې لاره کې په وار وار زنداني شوو.
راډک شو زړه ایسارولی نه شم.
خوله ماته ښه ده خو ګنډلی نه شم.
اجمل خټک ١٩٧٣ کال کې دوخت جابرو د خپلې خاورې پرېښودو ته اړ کړنوموړي اتلس کاله په کابل کې تېر کړل ، دخپل ژوند يوولس کلونه دنظربندۍاو دجيلونو دتورو تمبو تر شا تير کړي خو ولې دغې سياسي، واقعي مبارز ددومره سختیو سره سره دحق ناره نه پرېښوده په جرئت یې دمظلوم په وړاندې دظالم ،دحق لرونکي په وړاندې دحق پټوونکي په جارغږ پورته کوو.
اجمل خان خټک د پینځه اتیا کلن عمر ډیر پسرلي او خزانونه په چیغو ، نارو ،تېر شول د خپل قوم له پاره یې د خپل حق او ښه ژوند غوښتنه کوله. اجمل خټک په سیاسي ډګر کې د ولسي جرګې تر غړیتوب او د عوامي نيشنل پارټۍ تر مرکزي صدارته مسؤولیتونه ترسره کړي. ارواښاد له کابل څخه روسيې، جرمنې، چکسلواکيا او هند ته سفرونه وکړل. نوموړي غوښتل دانسانیت او سړیتوب مزی ترهر چا ورسوي او دا اړیکې دنړۍ دخلکو سره قوي کړي.
د خدايي خدمتګارانو دغه لاروي په خپل ژوند کې ډیرې ستړې او سختې قبولې کړې، خو نه یې په خپله د کوم مقام غوښتنه کړې او نه یې هم د خپل قوم له نورو خلکو بیل او لوړ ژوند غوره کړی.
اجمل خټک هم له هغو کسانو و، چې خپل ژوند یې د خپل قوم ویښولو ته وقف کړ، په دې برخه کې یې ډیرې ستونزې، زندانونه ولیدل، که څه هم نوموړي ته د لوړ مقام دورکولوغوښتنې وشوې ، د نړۍ په هر هیواد کې د ژوند کولو اسانتیاوې ورته وې، خو ده یوازې او یوازې د خپل قوم خوشالي غوښته او د همدې موخې د ترلاسه کولو له پاره یې خپل خوږ ژوند تریخ او نورو ته یې دخواږه ژوند لپاره په شپه او ورځ مبارزه کوله .
ستا په رضا زما رضا ده ربه
کاڼي هم نس پورې تړلی شمه
چې بل ښامار په خزانو ووینم
اخر انسان یم څنګه غلی شمه
دصحافت په برخه کې یې دژورنالیرم داصولو ، اخلاقو او حقونو پوره پیروي کوله او دژورنالیزم ارزښتونو ته په کتو سره یې دلیکوالۍ ،کرکتنې ، سمونې دنده په پوره رسالت تر سره کړې . ښاغلي اجمل خټک ديو صحافي په حيث هم خپله ځانګړې پيژندګلو درلوده او د ژورنالیزم له لارې يې دخپل اولس او خاورې دپاره خدمتونه ترسره کړي .
پخپل اوږد صحافتي ژوند کې ښاغلى خټک دبيلابيلو ورځپاڼو، مجلو او اووۀ نيزو سره کار کړی دی.
دادب په ډګر کې اجمل خټک په بنسټیز ډول هغه پرمختګ خوښونکی ځیرک شاعر دى چې کلام يې دشعريت په اوچت مقام ولاړ دى او دفکري ارزښتونو ستنې يې پياوړې دي. ښاغلی ایاز داودزی وایي (( دهغه تخلیقي اوشاعرانه دماغ پښتوادب ته یونوی خیال اونوی جهان وروبخښلو.داجمل خټک شاعرۍ د ژوند قافلې راویښي کړې دمنزل احساس یي ورپه ګوته کړ.اودهغوپه رفتارکې یي لکه درواني ویني ګرمي اوتیزي راوسته )) او همدا راز ښاغلی سلیم راز وایي((داجمل خټک شاعرۍ دشلمې پیړۍ وروستۍ نمیایي پښتون سیاست اوپښتوادب متاثرکړی.په سیاست اوادب یې یوشان اثرات مرتب کړي اوپه عاموخلکوکې یې دانقلابي یون ، بدلون جذبه ،ولوله اوحوصله پیداکړې ده.))
د ده لومړنۍ درې شعري ټولګې (ټکرې، لمبې، لوخړې) دظالمو استبدادي کړیو دتوطیوښکاراو ورکې شوې، او له اولسو چاپ شویو اثارو یې (د غیرت چیغه، دژوند چیغه دا زه پاګل وم؟، کچکول، ژوند او خوند، ګلونه تکلونه، ګل پرهر، افغاني ننګ، د سپین غر د سره اونور…) دي، چې زیاتره یې شعرونه او لږ یې نثر او کیسې جوړوي، ډېره برخه یې په کابل او نوریې پښور کې چاپ شوي .
نوموړی ديو شاعر، ژورنالست او سياستمدار نه علاوه د لوبیزو سرګرميو سره هم نیږدې پاتې شوى ، او دخپلې ځوانۍ په دور کې دفټ بال او والي بال يو ښۀ لوبغاړى و. دلوبو سره دمينې له امله يې نن هم په اکوړه کې خپلې حجرې ته مخامخ يو لويې ميدان ولسي لوبو ته وقف کړی دی.
نوموړي ادب دخوند ترڅنګ دسیاست لپاره اړین ګڼلو او دلیکلو او شاعرۍ له لارې یې دمبارزې بنسټیزاړخونه په اغېزمنه توګه رسول.
اجمل خان خټک یوازینی آرمان دا وو چې خپل قوم یې په په علم سمبال په آرامۍ ، سوکالۍ ، سوله ، آزادۍ ، کې ژوند ولري ولې ! دژوند په مبارزه کې دې هیلو ته ونه رسېد دا اړتیا دټولو ده چې آرام ، سوکاله ، او عزتمن ژوند ولرو پدې برخه کې دخټک دلارې تعقیب دنوموړې غوښتنه ده .او ورته رسېدل به هغه وخت شووني وي چې دنېلسن مانډیلا په خبره مبارزه خپل ژوند وګرځوو.
د لویو لویو قدرتونو ربه!
یو تمنا ده اوریدی شې کنه
ستا د سکڼي سکڼي ماښام نه لوګی
د چا د زړه لوګی لیدی شې کنه
ستا د سیلو او توپانونو په مخ
یو اسویلی دی درلیږل یې غواړم
ستا د څپو څپو سیندونو په نوم
لیمه راډک شو څڅول یې غواړم
یا ربه بریالیتوب
رحمت ګل عمري دژورنالیزم استاد
۲۴/۱۱/۱۳۹۳