د پوهنې د رهبری هیئت پیغام
۲۵ سلواغه ۱۳۹۳
افغانانو د آزادۍ د معرکې په ډګر کې د مېړانې لرغونی او تلپاتې تاریخ لري له همدې کبله زموږ هېواد ته د یرغلګرو امپراطوریو د هدیرې نوم ورکړل شوی دی چې د پخواني شوروي اتحاد د یرغلګرو پوځونو په مقابله کې زموږ د مومن او پياوړي ولس پاڅون، قرباني، ملي او سرښندونکې مبارزه او بالآخره د سره پوځ ماته او د پخواني شوروي اتحاد دړې وړې کیدل د دې ادعی د پخلي لپاره ښه دلیل دی.
ډیر خوښ یم چې د سلواغې د ۲۶ مې نېټې د رارسېدو په مناسبت چې د افغانستان څخه د یرغلګرو پوځونو شرمېدلې ماتې د ۲۶ مې کلیزې سره برابره ده، د هېواد متدین، نجیب، پیاوړي، اتل او سرلوړي ملت ته په داسې حال کې د تبریکۍ مراتب وړاندې کړم چې زموږ هېواد د ژوند په مختلفو برخو کې د ترقۍ او علمي پرمختګ په لاره برابر شوی او د خپلو هېوادوالو پر مېړانه، سرښندنه، جهاد او مبارزه ویاړي او د آزادۍ د لارې د شهیدانو سپېڅلو ارواحو ته درود لېږي.که څه هم چې د پخواني شوروي اتحاد یرغلګرو پوځونو زموږ د مومنو هېوادوالو د ملي پاڅون په مقابل کې ماتې وخوړه او له افغانستان څخه ووتل، خو زموږ په هېواد کې یې خپلو بربنډو لاسوهنو ته دوام ورکړ او د تېرو څه د پاسه دریو لسیزو ستره غمیزه یې په دې هیواد کې له ګڼو ورانیو سره یو ځای و غزوله چې د دې خاورې د مادي او معنوي شتمنیو زیاته برخه یې د خپلو ناوړه او یرغلګرو هیلو قرباني کړه. همدارنګه افغانانو ته یې داسې یو هېواد په میراث پرېښود چې د ژوند هره برخه یې ورانه شوې او بیا رغولو ته اړتیا لري. موږ په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ماتې خوړلو پوځونو د وتلو د ۲۶ کلیزې د جشن نمانځنه کوو، د خپل هېواد د هراړخیزې آبادۍ کاروان ته د ګړندیتوب ژمنه یو ځل بیا تازه کوو څو افغان مېړنی ولس د عصر د غوښتنې سره سم د پوهنې او تخنیک په لوړو معیارونو سمبال شي او دا کار یوازې په هیواد کې د زده کړې د عمومیت او د پوهنې له نظام سره د افغان ولس د بشپړې مرستې او همغږۍ له لارې ممکن دی. نو راځی چې د پوهنې د نظام په پياوړي کولو، د زده کړې د بهیر په عام کولو او له پوهنیزو موسساتو، ښوونکو او زده کوونکو سره په ملي کچه د مرستې، حمایت او دفاع له لارې خپل ولس د ځواکمنو ولسونو په کتار کې و دروو.
په درناوي
د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست