یوه ماشوم له خپل پلار نه پوښتنه وکړه.
پلار جانه په یو ساعت کې څومره پیسې اخلې؟
پلار یې چې ډېر ستړی و، زوی ته يې په قهر وویل زما تنخوا څه کوې؟
زوی وویل هسې پوښتنه مې وکړه!
پلار یې ځواب ورکړ ۲۰ ډالره.
زوی ورته ویل ۱۰ ما ته راکوې؟
پلار یې په قهر شو ورته یې وویل لس مې پرون درکړي اوس نورې څه کوې، ژر لاړ شه ويده شه، سبا به وختي ښوونځي ته ځې.
ماشوم پرته له دې چې څه ووايي، د خپلې خونې پر لور لاړ، کله چې ماشوم د پلار له خونې وووت، نو پلار یې له ځانه سره وویل!
هسې مې ورته بد رد وویل، هسې نه چې پیسې یې ضرور پکار وي، قلم، کتابچې او د ښوونځي د لارې کرایه به یې نه وي؟
پلار د زوی د خونې پر لور حرکت وکړ، چې خونې ته ور ننووت زوی د خپل خوب پر کټ ناست دی، پلار یې ترې وپوښتل زویه نه یې ویده شوی؟
زوی ځواب ورکړ نه پلار جانه خوب نه راځي.
پلار یې لس ډالره له جېبه راویستل او ماشوم ته یې ونیول، زوی خپله بټوه راواخېستله او د هغه لسو پیسو سره یې یوځای کېښودل کوم، چې پلار یې پرون ورکړي وو، پلار یې چې لس نورې پیسې ولیدلې بیا ورته په قهر شو ورته یې وویل دادي لس روپۍ خو لرې نورې څه کوې؟
زوی ځواب ورکړ پلاره ساعت په شل روپۍ دی په لس روپۍ نه دی؟
پلار يې وویل ساعت! په ساعت څه کوې؟
زوی ځواب ورکړ پلار جانه له دندې ډير ناوخته راځې او هغه وخت زه ویده وم، نو سبا یو ساعت درته اخلم، هغه به دفتر ته درسره وړې کله چې د مازدیګر ۴ بجې کېږي تا ته زنګ کوي بیا به کور ته راځې!
ژباړه: حسیب نورمل