خبریال: میرویس جلالزی- د پاکستان او چین عالي رتبه چارواکو په سویلي اسیا کې د ستراتیژیک بلانس د برابرولو پر سر هوکړه وکړه.

د پاکستان او چین حکومتونو عالي رتبه چارواکو دغه هوکړه په اسلام آ باد کې کړي ده. د هوکړې له مخې به د سویلي اسیا دغه دوه مقتدر هیوادونه په دغه سیمه کې له سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو نیولي بیا تر نورو ټولو هغو برخو باندي په ګډه کار کوي چې له مخې یې په سویلي اسیا کې ستراتیژیک بلانس برابریدای شي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یس اسلام آباد ته په خپل سفر کې د دغه هیواد د ملي امنیت له سلاکار سرتاج عزیز سره د لیدني کتني پر مهال په سویلي اسیا کې د لانجمي سیمي افغانستان پر امنیت هم خبري کړي دي.

د پاکستاني چارواکو پر وینا چین اوس تر بل هر وخت لیواله دی تر څو په دغه سیمه کې د افغانستان د لانجې لپاره یوه سولیزه حل لاره ومومي.

چین چې له افغانستان سره اوږده خو ستونزمنه غرنۍ پوله لري په دې لټه کې دی چې د بهرنیو سرتیرو له وتلو وروسته دغه پوله سخته وڅاري او د افغانستان او پاکستان له خاوري خپلو سیمو ته داورپکو له ور اوښتلو مخ نیوی وکړي.

چینایي سیاست وال ویره لري چې د خارجي لښکرو په وتلو سره به افغانستان ډیر نا امنه شي او هغه ترهګر چې د دوي په خاوره کې له ایغورو بیتلون غوښتونو سره اړیکي لري به وکړای شي په اسانۍ د افغانستان له خاوري په چین کې عملیات تر سره کړي او دغلته آرام بستر ولري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څخه یوه خپره شوي خبر پاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو د سیمزو همکاریو پراخوالی او د استخباراتي معلوماتو شریکول ډیر اغیزناک وبلل او هغه يي په سویلي اسیا کې د ستراتیژیک انډول د انفاظ لپاره ډیر مهم عناصر په ګوتو کړل.

په بیان کې همدا راز ویل شوي چې دواړو لورو د ملګرو متلونو د امنیت په شورا هم خبري کړي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سر تاج عزیز د چین بهرنیو چارو وزیر ته ویلي چې دوي سولیز ګاونډیان غواړي کوم چې د افغانستان اقتصادي او پرمختیايي پلانونو ته خطر نه پیښوي .

دواړ لورو همدا راز د هغو هڅو ملاتړ هم وکړ چې په افغانستان کې د سولي او ثبات لامل ګرځي.

پاکستان چې په افغانستان کې له مهموس یاسي لوبوکونکو هیوادونو شمیرل کیږي له چین سره کلکي اقتصادي اوسیاسي اړیکي لري.

چین په دې ورستیو کې دې ته لیوالتیا ښولي چې د افغانستان د سولي په پروسه کې له افغان حکومت سر مرسته وکړي او تیره میاشت د طالبانو یو پلاوی هم چین ته تللی وو تر څو له افغان دولت سره د سولي لپاره خپل وړاندیزونه له چینايی لوري سره شریک کړي.

د افغان دولت یوه پلاوي هم تیره میاشت چین ته سفر کړی وو تر څو له طالبانو سره د منخګړیتوب لپاره د چین د مرستي غوښتنه وکړي.

د نوي ادارې په رامنځ ته کیدو سره له چین او پاکستان سره د افغانستان اړیکي یوه نوی پړاو ته ننوتي دي.

ویل کیږي چې ډاکټر اشرف غني احمدزی له چین او پاکستان سره په اړیکو کې د حامد کرزي د بهرنۍ پالیسیو ملاتړ نه کوي او له هڅو یي داسي ښکاري چې د پاکستان پر وړاندي د نرم دریځ د غوره کولو  په لټه کې دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *