تاند- د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش ورور جیب بوش، چې پخوا د فلوریدا ګورنر و، وايي چې له دې سره ټعلاقه نه لري چې د افغانستان او عراق د جګړو په اړه خبرې وکړي.
ده وویل چې له دې دوو جګړو سره په ځانګړي ډول په دې خاطر هم نه غواړي چې خبرې وکړي چې د ده له ورور پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش سره تړاو لري.
د افغانستان او عراق جګړې د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش د ولسمشرۍ په دوره کې پیل شول. بوش په دې ملامت ګڼل کېږي چې د افغانستان جګړه یې لا پای ته نه وه رسولې چې پر عراق یې یرغل وکړ.
د بلومبرګ پالیټیکس د راپور له مخې، کله چې له جیب بوش څخه په شیکاګو کې د بهرنۍ پالیسۍ په باب خبریالانو پوښتنه وکړه ، ده وویل:«نه غواړم چې د ماضي په اړه وږغېږم. زه د راتلونکې په اړه خبرې کوم. زه په حال کې اوسم. نه غواړم چې د تېرو وختونو په اړه څه ووایم.»
د فلوریدا پخواني ګورنر جیب بوش وویل، که یې پرېکړه وکړه چې د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ځان کاندید کړي، انتخاباتي کمپاین به یې د دې پر ځای چې پر ماضي تمرکز وکړي پر مثبتې راتلونکې تمرکز وکړي.
یوش همداراز د اسلامي دولت د سختدریځې ډلې پر ضد د جګړې په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.