د زابل ولایت یو شمېر مېرمني وايي چې په دې ولایت کې د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي پيښي زیاتي شوي خو دولت یې د مخنیوي لپاره تر اوسه پوري کوم اقدام ندي کړي.
دغه لسګونه مېرمنې چې نن د دې ولایت د ښځو چارو په ریاست کې راټولې شوې وي او د خپلو حقوقو د غوښتنې په اړه یې شعارونه ورکول په پرونۍ پيښه کې يې د دریو مېرمنو وژل کیدو د تاوتریخوالۍ ښکاره بیلګه وبلله
تېره ورځ د کلات ښار اړوند د رسالې په کلي کې یو تن چې د چارواکو په خبره عصبي ناروغي یې درلوده او په نشه يي توکیو روږدی و د خپلې کورنۍ اوه غړي ووژل چې درې یې مېرمني وي
د زابل د ولایتي شورا مخکیني غړې مدیني په خپلو خبرو کې وویل چې دولت د مېرمنو ستونزو ته پام نکوي او ښځې په پر له پسې توګه د تاوتریخوالي قرباني کیږي
هغې وویل چې په نشه یي توکیو د روږدو کسانو شمېر زیات شوي چې له امله غلاوي، کورني تاوتریخوالي او وژنې رامنځ ته کیږي او قربانیان یې اکثره ښځي وي
هغې زیاته کړه چې باید دولت یې ستونزو ته پام وکړي
یوې بلې مېرمن جمیله هم پخپلو خبرو کې وویل چې حکومت ښځو ته وظیفه نه ورکوي چې دا یې پر وړاندي ستره جفا ده
هغې له دولت څخه غوښتنه وکړه چې باید هغو مېرمنو ته چې خاوندان یې په نشه يي توکیو روږدي دي دایمي دندي ورکړی
د زابل د ولایتي شورا مرستیالي فوزيې یونسي وویل چې ښځې ددې لپاره راټولې شوي چې د خپلو حقوقو د غوښتنې اواز پورته کړي
نوموړي وویل چې اقتصادي ستونزي، بې سوادي، له خپلې خوښي پرته ودونه او د ښځو د حقوقو په اړه د نارینه و نه معلومات هغه ستونزي دي چې د ښځو ژوند یې سخت کړی دی
هغې له دولت او دیني علماو وغوښتل چې باید د اسلام او قانون په رڼا کې د ښځو د حقونو په اړه ولس ته معلومات ورکړي او ورڅخه دفاع وکړي
په زابل کې مېرمنې پداسي حال کې د خپلو حقونو د غوښتنې ږغ پورته کوي چې درې ورځي وړاندي ددې ولایت قومي مشرانو هم پر دولت تور لګولي و چې ورته یې لازمه پاملرنه نده کړې