ګل رحمان رحماني

د پوهنتون د مطالعې او معلوماتو په تالار کې د پوهنتون يوه افغان پروفيسر په بشري ژوند د معاصرې تکنالوژۍ د اغېزو او سترو ګټو په اړه لکچر ورکاوه.

   د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو محصلين او د همدې پوهنتون استادان ورته غلي ناست او د پروفيسر مطالعې او معلوماتو ته ګوته په غاښ وو.

   پروفيسر له يو ساعت لکچر وروسته د ګډونوالو په چکچو بېرته خپلې څوکۍ ته را کوز شو، ټول ورته د درناوي په دود په خپلو ځايونو کې ودرېدل او په سترګو کې يې ورڅخه بې ساري مننه په څپو وه.

   له ځنډ پرته د څو دقيقو تفرېح لپاره د ستيج شاته د ټلويزيون لوى لګېدلى سکرين روښانه شو، د کوم اروپايي ساينسي ټلويزيوني چينل خبرونه پيل شول.

د امريکا د ناسا ادارې د نوو پرمختګونو او سپوږمکيو په اړه تازه راپور خپرېده، په مريخ او نورو سيارو کې د انسانانو د ژوند د امکان برابرولو په هڅو خبرې روانې وې.

د راپور له خلاصېدو سره په ټلويزيون ناڅاپه د افغانستان تصوير راغى، د چاپيريال او طبيعت په اړه يو راپور پيل شو، د خټينو کورونو ور ها خوا په غرونو او کروندو کې خلکو د ځان تودولو او سونګ د لرګيو لپاره شنې ونې پرې کولې.په بله صحنه کې څو ماشومانو د اوبو په روان ټانکر پسې بوشکې په لاس منډې وهلې.

   ټولو محصلينو او استادانو د افغان پروفيسر خوا ته سترګې واړولې، د پروفيسور په تندي خولې را ماتې وې او د نيکټايي په څنډه يې ژر ژر خپلې عينکي پاکولې.

٢٠١٥ د فبروري ١٣مه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *