بدلون اوونيزه \لومړی کال\(6) ګڼه\ چارشنبه\عقرب۷\ ۱۳۹۳

نور نو بس ده!

نور نو باید سم دم عقل و فکر ته مراجعه وکړو، نور نو باید د خپلو بدبختیو په عواملو ځانونه دقبق وپوهوو، نور نو باید له هر ورک ادرسه هرې صادرې شوې فتوا او سزا ته تسلیم نه شو.

زمانې واووښتې چې زموږ جنګونه او مجاهدې، روانې په یوه نوم دي خو ماهیت یې بل دی، تر اوسه زموږ د جګړو ګټې نور وړي، یوازې یې وحشت، بدنامې او خوارې موږ ته را پاته ده، نور نو باید سرونه خلاص کړو؛ منافقتونه، سیاسي چالونه او جالونه وپېژنو.

راځئ په یوه نشیي راپور کې د خپلې بدمرغۍ او بدنامۍ پر یوه تصویر غور وکړو:

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا د لګښتو د سرمفتش ادارې یا سیګار راپور خپور کړی چې په افغانستان کې د تېرو دیارلسو کالو په پرتله په ۲۰۱۳ کال کې تر ټولو زیات خاشخاش کرل شوي دي او د امریکا له خوا د دغې بلا د مخنیوي لپاره تر اوسه ۶،۷ میلیارډه ډالر لګول شوي، دغه کر د ۲۰۰۷ کال تر اندازې یکایک زیات ښودل شوی دی.

ملګري ملتونه د نړۍ ٪۸۰ نشیي توکي د افغانستان محصول بولي او د دې اندازې له ۳۲-٪۵۰ پورې یې د هلمند په آب و هوا کې وده کوي.

تر هر څه دردوونکې خو دا ده چې مطلق اکثریت ګټه یې نړیوالي مافیا او ترهګریزو فعالیتو ته ژوند ور کوي، د مخدره موادو پر ضد د مبارزی وزارت سرپرست دین محمد راشدي دا ګټه له کاله ۸۰ میلیارډه ډالر ګڼي خو اصل رقم یې هیچا ته مالوم نه دی، راشدي وايي چې د دغه بدنام بوټي د مخنیوي په لار کې د افغان حکومت او نړیوالي ټولنې ستراتیژي ملا ماتې وه، دی دا زړه خوړونکې خبره هم کوي چې په دغه مبارزه کې هر کال ۱۵۰ افغان سرتیري له ژونده محرومیږي، خو ناوړه داچې د دغه بشر وژونکې پدیدې کر له یوه کاله بل ته ډیریږي.

راشدي وايي چې په ۲۰۱۳ کال کې د افغانستان پر ۲۰۹ زره هکټاره ځمکه دغه مرګونی بوټی کرل شوی وو چې د نړۍ په کچه یې ۹۰٪ زهر تولید کړل.

په مافیايي او تور کاروبار کې اصلي لګښتونه او عواید نه مالومیږي خو افغان چارواکي د خاشخاشو د کر له درکه ۸۰ میلیارډه ډالره ګټه د نړیوالي مافیا او ترهګرو په جیب کې ویني، په داسي حال کې چې دوی خپله د خپلو عوایدو او لګښتو له سم تصویره نه دي خبر، ځکه څو ورځي مخکې له ازبکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ په باب د مزارشریف او کابل چارواکو د مځکې او آسمان په واټن متفاوت ارقام وړاندې کړل.

نو د نړۍ په کچه د تاریاکو د تور کارو بار اصلي تصویر ښوول ډیر ستونزمن دی، خو دا څرګنده ده چې دا تر ټولو لوی مفاد لرونکی تجارت دی.

کله چې په دغه نشیي سوداګري کې د نړۍ د سترو ځواکو، سیمې، وسلوالو مخالفانو، افغان قاچاقبرانو او مفسدانو لپاره دومره د آرام تنفس چانس وي بیا نو په افغانستان کې د دغې تورې طلا د زراعت په باب د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت ستراتیژي ناکامه نه بلکې خورا بریالۍ وه، ځکه کال په کال یې کښت، کاروبار او د ګټې کمیت زیات شوی او دا هغه هدف دی چې د نړیوالې ټولنې، افغان چارواکو او ترهګریزو شبکو ترمینځ خورا جالبه، ظریفه او شاعرانه مشترکه وجه رامنځته کوي.

دا به د نه منلو وي، خو غور پکښې په کار دی چې کله یې نړیواله ټولنه د بشر ضد وژونکی توکي په صفت د له منځه وړو د مبارزې په نوم د ودي او پرمختګ نامرئي امکانات برابروي، افغان دولت یې د ناقانونه منحوس بوټي په توګه پر ضد د مبارزې په عنوان د رشد بارکه زمینه سازوي او د نړۍ په اصطلاح تروریستان او عامو افغانانو په نظر طالبان یې د صهیونیزم او صلیبي یرغلګرو پر ضد د جهاد په نوم د مذهب پر دروازه ترانزیټ ته ډاډمنه لار پرانیزي او چې دغه ټول تاکتیکونه، سرلیکونه، هدفونه او شعارونه سره یو ځای شي، نو نتیجه یې د دوست و ښمن، بشردوستۍ و ترهګرۍ او شریعت و قانونیت عجایب و غرایب امتزاج راوزي او د کفر و اسلام جذاب ترین جال ځني جوړیږي، چې په دغه جال بیا زموږ د بېچاره خوشباوره او بي هدفه ولس د زړه او ذهن په خړ کړه شوي سین کې د خورا زورورې ګټې ماهیان نیول کیږي، دا ګټه په خورا عادلانه ډول د افغان دولت، د هغه د مخالفینو او نړیوالي مافیا تر مینځ وېشل کیږي او د تقسیم له دې ننداري څخه بیا بیوزله افغان انسان محروم دی، که یي کیسه ورته وکړې نه یې مني، یو شمېر به یې چټیات بولي، بل تعداد به یې کفریات.

زموږ د خلکو لپاره د سیاسي شعور سترګې ضرور دي، د نړۍ سیاسي پروسې ډیرې پېچلې دي او په مقابل کې يې ژور سوچ، فهم او تدبیر په کار دی، په وچو احساساتو نه یوازې دا پراخې ناانساني لوبې کشفولای نه شو بلکې لایې د لوبو د وسایلو په توګه نور هم ځانونه اختیار ته ور سپارو.

تعلیم، علم، روښان او مدبرانه سیاسي شعور د ټولو ناخوالو ریښتنې یوازنۍ لار ده، راځئ چې حرکت پر وکړو!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *