طبي مافیا/ وړاندي کونکي: ډاکتر زلال او ډاکټر احسان الله درمل\دريمه برخه\ترتيبوونکی: سعيد شينواری
بدلون اوونیزه \ لومړی کال\(6) ګڼه\ چارشنبه\عقرب۷\ ۱۳۹۳
نېټه: ۱۳۹۲/۸/۹
ویدا خصوصي ښوونځی- کابل- افغانستان
محلي طبابت:
موږ یو وخت په اورتوپیدي څانګه کې جایزه واخیسته، هلته تقریبا اووه اته داسې کسان راتلل چې لاسونه یې کاږه ول، تور شوي ول او مختلف سوء اشکال یې لرل، دوی ته په خپله سیمه کې شکسته بندانو لاسونه تړلي ول، خو موږ ته چې راغلل تداوي یې بېخي سخته شوې او حتی هډونه یې تور شوي ول.
زموږ محلي طبابت کوونکي هېڅ نه پوهېږي، د دوی له لاسه زیاتره ناروغان له مرګ سره مخېږي او له عمري کړاوونو سره لاس و ګریوان پاتېږي، دوی د سختو ناروغانو لپاره یو شی بل شی ګډ کړي، نور نه پوهېږي چې د دې ضررونه به څومره وي، د دوی جوړه کړې دوا موقتا دردونه اراموي، خو فشار لوړوي، شکره زیاتوي او له نورو سختو ناروغیو سره مو مخوي.
یو ډاکټر ملګري مې کیسه کوله چې کندهار روغتون ته یې یوه مېرمن راوړې وه چې هېڅ یې فشار نه کنټرولېده، موږ ټولې دواوې ورکړې خو ونه شوه، بله ورځ مو چې ولیدل د کټ سر ته یې مالګه ایښې وه، دا نو ورته چا د کوم پیر خورده راوړې وه چې فشار به دې ورسره کنټرول شي، نو له محلي طبابت سره باید مبارزه وشي، ځکه دا د انسان د طبیعت خلاف دی.
زموږ په هېواد کې درمل او کیفیت یې:
له نن نه څلوېښت کاله مخکې مو کاملا با کیفیته درمل درلودل، ډېر تکړه فارمیسیستان مو درلودل، ښه تخنیکونه مو درلودل خو اوس زموږ یو استاد کیسه کوله چې المان ته مو له افغانستانه ۵۰۰ ملي ګرامه درمل یووړل، هلته مو لابراتوار ته ورکړل چې چیک یې کړي، خو نتیجه یې دا وه چې هغو درملو ۵۰ ملي ګرامه اصلي مواد درلودل.
دلته اوس د دوا ستره مافیا ده، دلته دوا نه چیکېږي، که چیک شي، نو لابراتوارونه مو په هغه معیار نه دي یا پیسې او رشوت اخلي او یا هم نه پرې پوهېږي.
که څوک پرې پوی شي، هغوی ته ټریپونه ورکوي د دوبۍ، تایلنډ، اسلام اباد او نورو هېوادونو… کوریايي موټرونه ورته اخلي، او بهر کې هم هلته دوی تر یوه وخته به عیاشیو خوشاله کړي.
معمول تجارت یې دا دی چې ښه لیپټاپ ورکوي، په نوره نړۍ کې دا شته خو هلته هر څه اصولي دي، درمل هم معیاري وي، په خلکو لوبې نه کېږي، بلکې درمل ایستونکو ته ټریننګونه ورکوي، کنفرانسو ته یې استوي، هلته بې کیفیته درمل هېڅ امکان نه لري چې تېر شي.
اصلي پواینټ مې دا دی چې په دولتي پوهنتونو کې انګلیسي دود شي او نصاب یې سټنډرډ شي، هغه استادان چې په انګلیسي نه پوهېږي باید ځوانانو ته یې ځای پاتې شي، دولتي پوهنتونونه مو باید له نړیوالو سترو طبي پوهنتونو سره توامیت پیدا کړي.
شخصي طبي پوهنتونونه باید اصولي او معیاري شي، که نه ودې تړل شي،ځکه دوی خلکو ته د سند په ورکولو اجازه ورکوي چې خلک ووژني.
دولتي روغتونو کې دې کانتینونه، پایوازانو ته ځای او نورو باندې دې پام وشي، شخصي روغتونونه بازاري دي باید لاره چاره یې وسنجول شي او د ټولو صحي ستونزو د حل لپاره باید په هېواد کې یو ستر کمپلکس روغتون ولرو.
نورې خبرې به ډاکتر صیب درمل درته وکړي.
زلال صیب هغه خبرې وکړې چې زما ورته پام هم نه و، واقعا په افغانستان کې د طبابت ستونزې له حده زیاتې دي.
زموږ په هېواد کې طبي مافیا داسې ده لکه د مخدراتو او دیني مافیا، په مافیا کې اکثره د هدف او وسیلې تر منځ ټکر پروت وي.
موږ غواړو د پیسو ګټلو هدف ته ورسو، دا بده خبره نه ده، خو که وسیله له هدف سره په ټکر کې وي نو دا مافیا ده.
زموږ په ټولنه کې دینې او طبي مافیا ځکه ژوره ده چې په دواړو برخو کې عام خلک برخه نه اخلي، خلکو دین او طبابت یو خاص قشر ته پریښی، ځینې ملایان بیا په طب کې هم ګوتې وهي.
کله چې د ګټې چینل شفاف نه وي، نو دا به خامخا مافیا وي، په طبي برخه کې د هایپوکرات اخلاق دي چې ډاکتران یې باید ولري، په خلکو کې هم دا مشهوره ده چې ډاکټر مور و پلار دی، خلک داسې فکر کوي چې ډاکټران به زموږ له باور نه او زموږ له پیسو نه سوء استفاده نه کوي.
په طب کې د ملپریکټیشن یوه اصطلاح موجوده ده چې سوء پریکټس، یا د طب عملي برخه په بد شکل مخته وړلو په معنا ده.
هغه څه چې ډاکټران او طبي عمله د مافیا جوړولو خواته تشویقوي دا ده چې به اوسني نظام کې د ډاکټرانو امتیاز ډیر کم دی، اوس په دولتي روغتونو کې ډاکتران ۷۰۰۰ افغانۍ معاش لري.
حال دا چې په پاکستان کې ما ولیدل چې یو ټریني ډاکټر تر اویا زره کلدارو معاش درلود او د تخصص تر دورې بشپړولو پورې یې هېڅ معاینه خانه نه درلوده.
زه چې ۷ زره افغانۍ اخلم، نو مجبور یم چې هره شپه نوکریوالي وکړم چې دا شل زرو ته لوړه کړم.
دا نو پر ډاکټر یو ډول بوج شي، نو د خپل جیب د ډکولو لپاره اوس ډاکټران په شخصي او دولتي روغتونو کې مل پریکټیشن ته مخه کوي.
په دولتي روغتونو کې استادان او ټرینیان دواړه ډلې ډاکټران له لابراتوارو، درملتونو، سی ټی سکن ، ایم ار ای، او نورو لویو معاینه خانو سره لارې جوړوي، هغوی ته مریضان استوي، بیا پیسې ترې اخلي، له دې ځای نه مافیا تشکیلېږي.
ما یو وار خپل مریض د یوې بلې مرجع په هدایت ابن سینا ته یووړ، په سر کې یې لږ تکلیف و، مخکې له دې چې ډاکټر ناروغ وګوري، لومړی یې سي ټي سکن معاینات ورته ولیکل، ویل یې دا وکړه بیا به ګورو.
حال دا چې هغه نور جوړ و فقط ټکر یې کړی و او د سر په برخه کې یې کومه نقصاني ضربه هم نه وه خوړلې، ډاکټر په نسخه کې ورته سي ټي سکن ځکه لیکل چې پر دې معایناتو درې زره افغانۍ راځي او زر په کې همدې ډاکټر ته ورکول کېدې.
یو بل ناروغ بیا ماته چا وښود، دی په بم الوتی و، د ناروغ دوه هډونه مات ول، ګردېزي ډاکټرانو ورته ویلي ول چې پښور ته یې یوسئ، ، هلته یې په رحمان میډیکل سنټر ننویستی و، هغوی تر اتو لکو کلدارو پیسې ترې اخیستې وې، ما یې چې نسخې وکتې، یو عملیات یې ورته کړی و، په نسخه کې یوازې د جراح ۵۰۰۰۰ زره فیس و، نورې پیسې ترې په طبي مافیا کې تللې وې، غیر ضروري معاینات یې پرې کړي ول، غیر ضروري دواوې یې پرې اخیستې وې او نور….
زموږ ټرینران استادان هم نه غواړي چې ناروغان په روغتون کې معاینه کړي، دوی شاګردانو ته وايي چې معاینه خانې ته یې راته راولېږه، بس د روغتون ټول مریضان ده پسې ور روان وي او هلته فیس اخلي، د کم تکلیف لرونکي ناروغان پرې بستروي، دواخانو ته چې نسخه لیکي د هغې په ګټه کې هم خپل سهم غواړي. یوه ایکو چې په ناروغ وکړي، زر افغانۍ ترې واخلي، د ایکو معاینه خانې والا بیا ۳۰۰ همدغه ډاکټر ته ورکوي.
په لابرتوار کې هم چې زر افغانۍ له ناروغه واخیستل شي، ۵۰۰ یې د ډاکټر دي، کمپنیو نه یې داسې بې کیفیته درمل راټول کړي وي او له هغوی سره جوړ وي چې یو سیفټراکزین ناروغ ته ولیکي، په هغه کې ۵۰ افغانۍ د ډاکټر وي.
دوی ته د صحت عامې لخوا نه د سویې مطابق فیسونه تر ۴۰۰ ټاکل شوي وي، خو دوی په هغه هم قناعت نه کوي بلکې د هر ناروغ له جیبه ورسره کم تر کمه ۱۰۰۰ افغانۍ په یوه او بله لاره باسي.
دوی ځکه په مافیا کې راځي چې ناروغ نه ورباندې پوهېږي چې ډاکټر ورنه څنګه پیسې وهي او ولې یې وهي؟ یعنې د ګټې چینل یې په ابهام کې دی او خلک یې نه شي حسولای.
دا د ډاکټرانو مافیا وه چې درته ومې ویله، چې په معایناتو کې فیصدي اخلي او معاینه خانو ته ناروغان هم ځکه په ټسټونو پسې ډېر استوي، بل دا چې په روغتون کې ناروغان نه ګوري او ځان پسې یې خپلې معاینه خانې ته غواړي، یا مریض د بستر نه وي، خو دی یې بستر کړي او ټول عمر یې پرې احسان وي او هغه ټول عمر چې ناروغ شي ده ته راځي.
د ډاکټرانو مافیا ځکه رامنځته کېږي، چې د ټرینر استادانو دولتي معاش ۱۲ زره افغانیو نه لوړ نه وي نو په هغه څوک قناعت کوي؟
بله خبره دا چې په صحي برخه کې غیر صحي پرسونل لاس وهي، یو خو یې یوناني طبیبان او ملایان دي.
په مخکې ورځو کې مې په دې اړه دوه پېښې وکتې، یو ځل په روغتون کې نوکریوال وم، یو سپین ږیری سړی راغی، د شکرې ناروغ و، دغه ناروغان د لوړې شکرې کوما ته ځي ځکه وینه یې غلیظه شي.
موږ چې تشخیصاوه او امکانات مو ورته نیول، مریض مړ شوی و، وروسته مو چې پلټنه وکړه نو دی کوم ډاکټر ته تللی و، شکره یې تشخیص شوې وه خو ده ته په کور کې چا کوم ملا ښودلی و چې هغه د شکر ضد درمل لري، هغه ته چې تللی و نو د ډاکتر دوا یې پرې بنده کړې وه او خپل دارو یې ورکړي ول، څو ورځې وروسته زموږ تر روغتونه مرګ ته راغی.
بله پېښه دا چې د بغلان نه یوه پېغله نجلۍ راوړل شوه چې اول ځل یې حمل اخیستی و، په دغسې ناروغانو کې پړسوب او نور تکلیفونه راپورته کېږي او کله کله عصبي حمله هم پرې راځي او اختلالات په کې راپورته کېږي، پر دې باندې چې کله همدا ډول ناروغي راغلې وه نو کوم ملا ته تللې او هغه ورته د میرګیو دوا ورکړې وه.
له دوا نه وروسته ښځه ښه شوې وه، ملا ورته ویلي ول چې زما له دوا سره ښه شوې یې، بیا چې پرې دوره راغلې وه نو ملا ورته ویلي ول چې بد پرهېزي دې کړې او دوا دې سمه نه ده خوړلې، خو ناروغه همداسې پاتې او اخر موږ ته راورسېده.
نور بيا…