د افغانستان په اوسني شرایطو کښي بعضي زور واکان چي پوهنه یي زیاته ټیټه هم وي خو بیا هم په خپل ژوند کښي د سیاست تر عنوان لاندي بدلون راوستل غواړي، په هر کلي او محل کښي تاوده تاوده بحثونه کوي، او خپل تصور ته یي دونه پراخه لمن وهلي وي چي په دي اړوند د ژوند محلونه او حکومتي چارو د سمون لپاره تنظیمونه جوړوي، عقلاني قوه یي په دیر شدت سره بي اختیاره سیاسي حالات را څرګندوي، حتا ځینو یي ددغي لاري په دولت کښي د لوړو څوکیو ته د ځان رسولو لاره پیدا کړل، او د ولسي خلګو ذهنونه یي ځانته داسي را واړول چي هغه په دي فکر کښي لا نه سي چي زه څوک یم، او نه هم داسي څه له ځان لپاره خوښوي چي اولس ورته دنیوکي په ډول خپل حق وغواړي، او نه هم ددغو اشخاصو دبعضو کارنامو تفکیک او تمیز توانایي په ځان کښي ولري او ځیني ولسي اشخاص چي یې دضعف ټکي وویني خو بیا هم پر ځان باور نلري چي دا به حقیقي جنبه ولري او که یي ونه لري!پر اولس باندي یي دا سي فشارات وارد کړي وي، چي هغه راسته او چپه طرف ته کتلای هم نسي فقط خپله لاره په مسقیم دول څاري چي وای ترڅو دیوې شېلې کندي ته ور ونه لویږم، او یا له ځانه سره داسي فکر کوي چي ویره او تنهایي احساس نه کړم او که څوک حقیقت ته راسي ولس مو بیده دی، اوسني بعضي واکداران دخپل حیواني سیاست په واسطه د دوئ په ژوند کي منفی لوبه کوي، د ولس د ژوندانه او بیباني چاري يي دسقوط سره مخامخ کړیدي او دبل حق څخه دفاع خو لا څه کوې دخپل حق دفاع دغوښتني لپاره ځان بي مسولیته بولې او تل خپل ځان ورته مقصیر ښکاري، خو سیاست پوهان په دي ښه پوهیږي چي تش په نامه خلګو ته فریب ور کوي، چي سیاست یي دخپلو شخصي منافعو په خاطر قدرت ته درسیدلو لپاره یې دخپل ځان وسیله ګرځولې اود پوهې کچه يي دومره ټیټه وي چي قانون یي دخپل ځان لپاره داسي ثابت کړی ، چي هر منفي عمل سرته رسوم په قانون کي يي راته غیر جرمي عمل راکړل سوی دی، او ټولي غیري علمي سیاسي مفکوري یې دخپلي سویې په اساس علمي سیاسي، او صحیح بولي.
بدلون اوونيزه \ لومړی کال\(6) ګڼه\ چارشنبه\عقرب۷\ ۱۳۹۳