بدلون

پالیسي جوړول او پالیسي عملي کول د دولت دوې مختلفي دندي او وظیفې دي ، پالیسي د مقننه قوي او سیاسي چارواکو لخوا جوړیږي چي دا صلاحیت قانون ورته وړکړی دی اما   زیاتره وخت دغه پالیسۍ د قوانینو په بڼه په ډیر عمومي شکل سره ترتیب سوي وي خو د دې لپاره چي دغه قوانین په ښه توګه واضح او مشخص سي دلته نو د عامه ادارې مامورین ډیر مهم رول لوبوي . په تیرو وختونو کي عامه ادارې یوازي د جوړو سوو قوانینود پلي کولو او عملي کولو مسولیت لاره خو اوس عامه اداره د پالیسو په جوړول کي هم مهم رول اداکوي ، که څه هم د قانون له مخي عامه اداره د قوانینو او پالیسیو په جوړولو کي واک نلري خو د عامه ادارې د رول په زیاتیدو سره د پالیسیو په جوړښت کي اوس عامه اداره مهمه برخه لري .

د دولت پالیسي د دولت په بریالیتوب او ناکامۍ کي د پام وړ رول ځای لري ، کله چي پالیسي ناکامیږي نو دولت ورسره ناکامه کیږي او دیوې هراړخیزي او بریالۍ پالیسۍ په مټ دولت د کامیابیو لوړو څوکو ته رسیږي .

د پالیسیو د اصلاح او سمون لپاره اړینه ده چي د دولت جوړي سوي پالیسۍ د اړتیا سره سم تجزیه او تحلیل سي تر څو هغه نیمګړتیاوي چي په پالیسي کي شتون لري لري کړل سي تر څو پالیسي داسي جوړه او ترتیب سي چي د خلګو اړیتاوي او غوښتني په ښه توګه پوره کړای سي .

د عامه پالیسۍ معني او مفهوم

څرنګه چي مو مخکي وویل پالیسي د دولت په بریالیتوب کي مهم رول لري او کله چي پالیسي واضح نه وي او پلي کول ستونزي زیږوي بیا نو کولای سي چي دولت له ننګونو سره مخ کړي . داچي پالیسي څه ده او مفهوم یې څه دی رابه سو د پالیسي یو شمیر تعریفونه به وړاندي کړو :

فریډریک پالیسي داسي تعریفوي : “پالیسي په یوه ورکړه سویي حالت کي دیو کار د کولو یا نه کولو فیصلې ته ویل کیږي”.

د ډایموک په اند پالیسۍ د چلاو هغه منل سوې قاعدې دي چي ادارې فیصلې رهنمایې کوي .

ډرور د پالیسۍ په باب خپل تعریف داسي وړاندي کوي : پالیسۍ هغه عمومي قاعدې او لارښوني دي چي باید د عمل او کړنو په وخت کي تقیب سي .

رابرت اي سټون بیا په دې اند دی چي د دولت د یوې برخي او چاپیریال تر منځ مناسباتو او اړیکو ته پالیسي ویلای سو.

پورته تعریفونو ته په کتوسره ویلای سو چي پالیسۍ د دولت هغه پریکړي ، قوانین او قاعدې دي چي د ټاکلو اهدافو د ترلاسه کولو په موخه په کار اچول کیږي . عامه پالیسۍ کیدای سي د قانون ، حکم ، د محکمې د فیصلې ، اجرایه امر او فیصلو په بڼه رامنځته سي .

پالیسۍ او فیصلې : که څه هم پالیسۍ او فیصلي دیره سره تړلي دي خو بیا هم فرق سره لري . اګر چي پالیسي جوړونه په خپل ځان کي فیصله کول په بر کي نیسي خو هره فیصله یوه پالیسي نسي کیدلای . زیاتره فیصلي چي د روزمره چارو د ترسره کولو په موخه ترسره کیږي هغه پالیسۍ ندي بلکي د شته پالیسیو په چوکاټ کي رانځته کیږي. پالیسي سازه فیصلې بیا له هغو عادي فیصلو سره توپیر لري چي د روزمره چارو د مخته وړولو لپاره ترسره کیږي . پالیسي سازه فیصلې هغه فیصلوته ویل کیږي چي پراخي زماني چوکاټ ولري او په کار اچونه یې عمومي بڼه ولري .

پالیسي او مقصد: د دې لپاره چي د پالیسۍ معنی نوره هم ځانته روښانه کړو ممهمه ده چي د مقصد او پالیسي ترمنځ توپیر وکړو. مقصد د چارو هغه غوښتونکي حالت دی چي یوه ټولنه یا سازمان یې په واقعت د بدلیدلو او درک کولو هڅي کوي او عامه پالسي بیا د نوموړو اهدافو د لاسته راوړولو اسباب او وسیایل دي.

که چیري دولت اعلان وکړي چي هدف یې په راتلوکي کال کښي د بیسوادۍ د کچي ټیټول دي نو دا یوه پالیسي نه سوه بلکي د چارو د یوه ټاکلي حالت غوښتنه سوه . کله چي بیا د بیسوادۍ د کورسونو د پروګرامونو او کورسونو د جوړولو لپاره فیصله ترسره سي او پروګرام ډیزاین سي نو دغه ډول اقداماتو په پایله کي بیا پالیسي رامنځته کیږي.

پالسي جوړونه او پلان جوړونه : د د پالیسۍ جوړوني او پلان جوړوني تر منځ ښکاره توپیر سته او دغه توپیر باید واضح سي . پلان تر ډیره د منابعو ځانګړي کول ، په یوه زماني چوکاټ او ځانګړو برخو کي د موخو پر لاسته راوړلو راګرځي . د اهدافو د لاسته راوړو لپاره   پلان هغه وخت جوړیږي چي پالیسي شتون ولري

دعامه پالیسۍ جوړوني مشخصات

بدلون اوونيزه \ لومړی کال\(6) ګڼه\ چارشنبه\عقرب۷\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *