د سلواغې شپږويشتمه د نړۍ په تاريخ کې هغه ورځ ده چې هېرېدل يې ښايي تر پېړيو پېړيو ناممکنه پېښه وي، ځکه په دې ورځ د يوه داسې هېواد وګړو چې په ملا يې توره نه وه په خيټه کې ډوډۍ، يوه داسې زبرځواک ته ماته ورکړه چې ټوله نړۍ يې له دهشت څخه په وېره کې وه.

د ١٣٥٨ کال د جدي مياشتې په شپږمه نېټه افغانانو په خالي لاس او تش نس له شوروي اتحاد سره جګړه پيل کړه.

افغانانو که په لاس کې توره او په خېټه کې ډوډۍ نه درلوده خو په زړه کې يې قوي ايمان او په فکر کې يې د شهادت لوړ مقام دا روحيه ورکوله چې خپل مقابل لوري ته په پوره زړه ورتيا او مېړانې غېږه ورکړي.

د افغانانو حوصله مندې مبارزې، لوړې روحې او قوي ايمان لس کاله وروسته يانې د ١٣٦٧ کال د سلواغې په شپږويشتمه د شوروي اتحاد دې ته مجبور کړ چې دا هېواد په داسې حال کې خوشى کړي چې په زرګونو سرتيري او په ميلياردونو پيسې يې د شيطان په اروا لاړې وې.

افغانانو په ډېرې سرلوړۍ دا وياړ خپل کړ خو له بده مرغه چې دوى ونه توانېدل خپل ګټلى وياړ وياړمن وساتي.

د دې پر ځاى چې وروسته له بريا دوى په خپلو کې خوشالۍ ولمانځي د داړونکو ليوانو په څېر يې په خپلو کې خولې سره ښخې کړې ان تر دې پورې چې د هېواد په پلازمېنه کې يې د ابادۍ څرک ورک کړ او د اوبو په لښتيو کې يې وينې روانې کړې.

د طبيعت قانون دا دى کله چې ملتونه پوځي بريا وګټي سم لاسي هغه ټپونه مينځي چې د جګړې پر مهال يې په ځان، ملګرو او هېواد کې شوي وي، ځکه دوى وروسته له خپلواکۍ يوه بله مبارزه چې هغه د همدې غيور ملت هوساينه وي پيلوي.

خو افغان اتلانو برعکس هغه هوساينه هم په خپل ملت حرامه کړه چې د جګړې په تاو کې يې عياره کړې وه.

افغان سرتيرو لومړۍ د نړۍ زبرځواک مات کړ له هغه وروسته يې د ځان په ماتولو پيل وکړ.

دوى د بريا په جشن کې د وينو فواري روانې کړې او خپله بريا يې د خندا پر ځاى په ژړاګانو او فريادونو بدرګه کړه.

موږ داسې په ځان وکړل چې زموږ په لاس مات شوى هېواد نن بيا د زبرځواکۍ لافې شافې وهي خو موږ نن هم پرته له خيرمارۍ څخه بله هيله او توقع نه لرو، ځکه موږ خپل اډونه په خپله مات کړي دي.

موږ له ماتې وروسته ماته وخوړه، هغه هم په خپل لاس.

رغېدل مو هم په خپل لاس دي تر هغې چې خپل ټپونه په خپله ټکور نه کړو، امکان نه لري چې د نورو ملهم او درمل دا زخمونه ورغوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *