معراج – خوست –
په کابل کې د جنوبي کوريا سفارت د يوه کار کوونکي د مسالمانيدو په زړه پورې کیسه
سټين لي د کوريا هېواد اوسيدونکى دى، په ٢٠٠٣ کال کې يې په انسان پيژندنه کې په خپل هېواد کې ماسټري ترلاسه کړه. په همغه کال کې يې د کوريا په ملي استخباراتو کې دنده واخيسته. په ٢٠٠٥ کال عراق ته د استخباراتي فعاليتونو لپاره واستول شو هلته يې په يوه نړيوال روغتيايي مرکز کې دنده واخيسته.
نوموړي د روغتيايي خدماتو ترڅنګ استخباراتي فعاليتونه هم ترسره کول په ظاهره يې خدمات په باطن کې پټ کارونه اجرا کول. هلته د ښه کار له امله ورته يوه ملي جايزه هم د خپل دولت لخوا ورکړل شوه . وروسته بيا په ٢٠٠٩ کال کې افغانستان ته د يوه ډيپلوماټ په حيث راواستول شو. په کابل کې يې د کوريا په سفارت کې دنده ترسره کوله. نوموړى په ٢٠٠٤ کال کې د اسلامي کتابونو مطالعه پيل کړه. ده په خپلو خبرو کې وويل چې په خاصه توګه مې د ډاکټر ذاکر نايک هر کتاب په ډيره مينه او غور سره لوست.
چين لي وويل، ما هغه وخت د حقيقت لټولو کوښښ پيل کړ چې يوه ورځ مې په کابل کې يو ځوان د سودا اخيستو په مهال وليد د اوړي ورځ وه سخته ګرمي وه شونډې يې وچې وې رنګ يې زيړ و ډير تږى معلوميده د ورځې درې بجې وې ما له ژباړن څخه پوښتنه وکړه، چې دا ولې دومره وارخطا دى. راته ويې ويل چې د روژې مياشت ده مسلمانان په دې مياشت کې د الله (ج) په امر روژې نيسي. د دغه ځوان په ليدو ډير متاثره شوم . سټين لي د خبرو په جريان کې وويل چې د اسلامي کتابونو په لوستلو سره مې فکر ډير پراخيده تر دې چې يوه ورځ مې فکر کوو حتما داسې څوک شته چې زه يې پيدا کړې يم. دى وايي چې کله به مې اسلامي کتابونه مطالعه کول ماته به خپلو همکارانو ډير بد کتل او له مايې نفرت کاوو. خو ما بيا هم ادامه ورکوله په دې سره مې هغه پخوانى اعتبار له لاسه ورکړى و. دى وايي چې يوه شپه مې خبرونه کتل ګورم ټول افغانستان کې چاودنو، مرګونو، وژنو، غلاوو، قتلونو خبرونه ول. يو هم داسې خبر نه وو چې سړى د افغانستان راتلونکي لپاره خوشبين کړي د دې حالت په کتو سره ډير وځوريدم.
په دې وخت کې مې فکر وکړ زه چې څومره معلومات لرم نو په افغانستان کې اداري سيستم نشته د ښې دولتدارۍ او ښې حکومت والۍ خو څرک هم نه ليدل کيږي نو په دې متيقين شوم چې يو څوک داسې هم شته چې د افغانستان او د نړۍ نطام پر مخ بيايي. د ډير فکر وروسته په دې بريالى شوم چې مسلمان شم.
نوموړي اوسمهال خپلې دولتي وظيفې ته استعفا ورکړى ده په خپل هېواد کې يې کتابخانه پرانيستې ده. د نورو نړيوالو کتابونو ترڅنګ په کې ډير اسلامي کتابونه هم موجود دي. نوموړى د هرې خبرې سره ژاړي وايي چې که زه په هغه پخواني حالت کې مړ شوى وى نو ژوند مې تباه شوى وو. دى وايي کوم خوند چې ما د اسلام په راوړلو کې ليدلى دى هغه خوند مې په هيڅ شي کې هم نه دى ليدلى. سټين لي زما د فيسبوک ملګرى دى له نوموړي سره زما ملګرتيا هغه وخت جوړه شوه چې ده د فيسبوک په پاڼه وليکل چې افغانستان ته زما راتګ د کاميابۍ پيل و . نو ما له هغه د کاميابۍ پوښتنه وکړه ده راته دغه ټوله کیسه وکړه.
معراج- خوست