مرحوم محمدموسی فیضي،چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د ورپېښې ناروغۍ له امله د هندوستان هېواد په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې وو،تېره شپه یې د تل لپاره له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي او د بېلابېلو ادارو مسؤلینو نن ( دوشنبه) د دې ولایت د ادارو ترمنځ په جوړه شوې غونډه کې د نوموړی روح ته د دعا لاسونه پورته کړل او د هغه مړینه یې یوه ستره ضایعه وبلله.
د میدان وردګو والي وویل له شاوخوا درې کلونو راهېسې نوموړي ور سره په دغه ولایت کې د مستوفي په حیث دنده درلوده،چې په پوره ایماندارۍ سره یې خپلې چارې پر مخ وړي .
محمد موسی فیضي د عزیزالله زوی وو،چې په ۱۳۳۵ هـ کال کې د کابل ولایت د اتمې ناحیې په کارت ۹ سیمه کې دې نړۍ ته سترګې غړولې وې،چې د ټولنیزو علومو په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې زدکړې کړې وې او په ۱۳۸۸ هـ کال کې د میدان وردګو ولایت د مستوفي په حیث دنده پیل کړې وه .
روح دې ښاد وي