تاند- ویل کېږي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به تهران ته په کېدونکي سفر کې له ایران سره د دوه اړخیزو ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړي.

ناتایید شوي راپورونه وايي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ پر موضوع خبرې روانې دي.

افغانستان تر دې پخوا له امریکا، ایټالیا، بریتانیا، فرانسې، چین او هند سره د ستراتیژیکو همکاریو موافقې لاسلیک کړي دي.

افغانستان او ایران په مجموع کې جدي اختلاف نه لري او نه د یو بل د خاورې پر کومه برخه ادعا لري.

خو له دې سره سره د ولسي جرګې ځیني غړي او د سیاسي چارو یو شمېر نظرخاوندان فکر کوي چې ایران هغه شرایط لا پوره کړي نه دي چې افغانستان دې ورسره د ژورو ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړي. دوی له افغان کډوالو سره زورزیاتی، د نیمروز ولایت په مربوطاتو کې د افغانستان په خاورې کې د ایرانیو پوستو د جوړېدو، د افغانستان په خاوره کې د دېوال جوړول او په فراه، هرات، او نیمروز ولایتونو کې د بخش اباد، سلما او کمال خان بندونو سره د ایران مخالفت هغه دلایل ګڼي چې د دوی په وینا پکار نه ده له ایران سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک شي.

ویل کېږي چې ایران ته د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر په وروستي سفر کې په دې د افغانستان او ایران د ستراتیژیکو همکاریو د موافقې په باب خبرې شوې وې.

ویل کېږي چې امریکا د افغانستان او ایران ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو مخالفه نه ده بلکې د دې غوښتونکې ده چې افغانستان له خپلو ټولو ګاونډیانو سره نژدې اړیکې ولري خو دا احتمال شته چې سعودي عربستان اندېښمن شي.

ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ په ګاونډیو هیوادونو کې د افغانستان له سفیرانو سره په ویدیو کنفرانس کې وویل چې ژر به ایران او هندوستان ته سفر وکړي.

په همدې حال کې ټاکل شوې ده چې د ایران مرستیال ولسمشر محمد شریعتمداري سبا کابل ته راشي. ایران وايي چې ښاغلی شریعتمداري به له افغان مشرانو سره پر سوداګري اړیکو خبرې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *