د هلمند مدني ټولنې مشر وايي، حکومت بايد د ا نګېزې شينوارې د مرګ قضيه وڅېړي، دده په باور د د ننګرهار د ولايتي شورا غړې انګېزې شينوارې د مرګ تر شا ځينې کړۍ لاس لري.
انګېزه شينوارې تېره سه شنبه د مقناطيسي ماين له امله چې ددې په موټر پسې نښلول شوی و لومړی ټپي شوه او نن يې د کابل په سردار محمد داود خان روغتون کې ساه ورکړه.
انګېزه شينوارې چې د ننګرهار ولايتي شورا غړې وه، ترڅنګ تکړه مدني فعاله او خبرياله هم وه، تېره سه شنبه په ننګرهار ولايت کې د هغه مقناطيسي ماين په چاودنه کې ټپي شوه چې د نوموړې په موټر پسې نښلول شوی و، انګېزه شينوارې له ژوبل کېدو وروسته د کابل سردار محمد داود خان روغتون ته ولېږدول شوه، چې له څو ورځو تېرولو وروسته يې نن د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد وايي، د انګېزې شينوارې د مرګ تر شا ځينې مافيايي کړۍ لاس لري، همدرد وايي، د انګېزې له ټپي کېدو وروسته هم د هغې په درملنه کې بېغوري شوې ده.
سردار محمد همدرد وايي: (( دا چې انګېزه يوه پاکه او سپېڅلې مبارزه وه، په ننګرهار کې يې په پوره جرآت داسې مبارزه پيل کړې وه چې ډېرو فاسدو خپل ځان په خطر کې ليده، انګېزه د هغه مفسدينو لخوا وژل شوې ده چې د نوموړې مبارزې خطر ورته پېښ کړی و.))
د هلمند مدني ټولنې مشر له ولسمشر کلکه غوښتنه وکړه چې د انګېزې شينوارې د مرګ قضيه دې وڅېړي ترڅو هغه قاتلين ټولنې ته څرګند شي چې د انګېزې شينوارې د مرګ تر شا يې لاس درلود.
ورته وخت کې د هلمند مدني ټولنې غړيو د ننګرهار د مدني فعالې انګېزې شينوارې پر وژنه د خواشينۍ ترڅنګ د هغې د مدني هڅو او مبارزه يادونه وکړه او ډېره يې کړه چې د ټول هېواد د مدني فعالانو سره به په ګډه د انګېزې شينوارې د سپېڅلو ارمانونو لپاره قرباني ورکوي او د ژوند تر وروستۍ به د فاسدو چارواکو پر وړاندې مبارزه کوي.
ځينې رسنيو داسې راپورونه هم ورکړي دي چې د انګېزې شينوارې په درملنه کې بېغوري شوي ده چې دغه بېغوري د هغې د مرګ سبب شوی دی.
تر اوسه پر انګېزې باندې د بريد چا پر غاړه نه ده اخيستې.