د میدان وردګو ولایت،سیداباد ولسوالۍ په تنګي سیمه کې تېره شپه دوه ماین خښوونکو ( احمدشاه او وحدت ) چې غوښتل یې یو بوشکه یې ماین د یادې ولسوالۍ په تنګي سیمه کې ځای پر ځای کړي، د تنګي په لاچي خیلو سیمه کې پرې چاودلی،چې له امله یې یاد دواړه مخالفین ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې امنیتي ځواکونو د یادې ولسوالۍ په ډنډوکي سیمه کې تېره شپه عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې د وسله والو مخالفینو څخه یوه عراده سراچه ډوله موټر او اوه عرادې موټرسایکلونه د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي.
همدا راز په یادو عملیاتو کې،چې د وسله والو مخالفینو د یوه قوماندان ملاغوث الدین،چې مشهور په ملافیاض دی،په پټنځای ترسره کړل،په ترڅ کې یو میل تفنګچه له ګڼ شمېر مرمیو سره هم دامنیتي ځواکونو لاسته ورغلې ده.
بلخوا په جلریز ولسوالۍ کې د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې امنیتي ځواکونو لسګونه کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې،د راکټ او مزائیل ۹ فېره مرمۍ،ماینونه او بطرۍ له مخالفینو څخه ترلاسه کړي دي .
په یادو ترسره شویو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی .
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر