میرویس جلالزی – رپوټونه وايي چې امریکايي قواوو په تیرو څو میاشتو کې شپنې عملیات له سره پیل کړي دي.

دغه عملیات چې پکې په خاصه توګه د امریکايي ځانګړو ( سپشنل فورس) سرتیرو څخه کار اخیستل کیږي د افغانستان د سویل څخه نیولي بیا تر ختیځ او شمال پوري په ټولو هغو ولایتونو کې تر سره کیږي کوم چې د امریکايي ځواکونو په فکر هلته وسله وال زور پالي فعالیت کوي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپلي واکمنۍ په ورستیو کلونو کې له خپل نږدې متحد واشنګټن سره د شپنیو عملیاتو او د هغه په خبره د شخصي زندانونو پر مسله سختي لانجي وکړې او له امریکا یې وغوښتل چې دا دوه مسلې ژر تر ژره پای ته ورسوي.

امریکايي ځواکونو په ۲۰۱۳ کال کې د افغان ولسمشر حامد کرزي تر غوصي وروسته دغه عملیات په ټپه ودرول په کومو کې چې د کرزي پر وینا تر ډیره ولسي افغانانو ته زیان اوړي او د حکومت او ولس تر منځ د واټن د رامنځ ته کیدو لامل ګرځي.

دغه عملیات چې افغانستان کې له دریو برخو رهبري کیدل د اشرف غني احمدزي د حکومت تر جوړیدو پوري ځنډول شوي ول.

د شپنیو عملیاتو لپاره افغانستان د امریکايي قواوو له لوري په دریو زونونو ویشل شوی وو.

په شمال او ختیځ زون کې د بګرام له امریکايي هډي، په سویل او سویل لویدیځ کې د کندهار له هوايي ډګر او د ملاعمر له کلا او همدا راز په مرکزي او ختیځو ولایتونو کې د خوست د سالار نو امریکايي هډو دغه عملیات رهبري کیدل.

په یادو عملیاتو کې به په ندرت افغان سپيشل فورس قواوو له امریکايي ځواکونو سره مرسته کوله.

خو کله چې نوي اداره رامنځ ته شوه د نیویارک ټایمز امریکايۍ ورځپاڼي وویل چې د ډاکټر غني له لوري امریکايي ځواکونو ته بیا اجازه ورکړل شوي چې د شپې عملیات تر سره کولای شي.

هغه خبر چې وروسته بیا ارګ ناسم وباله او په دې باب یي هر راز جوجاړی رد کړی وو.

نیویارک ټایمز د ۲۰۵ قول اردو د قوماندان تورن جنرال عبدالحمید په قول ویلي وو چې دوي د شپنیو عملیاتو پر مهال د امریکايي قواوو هوايي ملاتړ او د شپې د دید وسایلو په برخه کې له دوي سره د هر راز همکارۍ ښه راغلاست وایي.

د غزني، کندهار، میدان وردګو، زابل، ننګرهار، کنړاو پکتیا ولایتونه هغه سیمي دی چې په تیرو څو میاشتو کې نه یوازی پکې امریکايي سپيشل فورس ځواکونو شپني عملیات تر سره کړي بلکې ځیني برخي يي ورته په بي پیلوټه الوتکو هم ویشتلي دي.

د دغو سیمو خلک وايي چې امریکايي ځواکونو له یوه څو کلن ځنډ وروسته بیا دا عملیات پیل کړي چې د شپې پر مهال په یو شمیر کلیو کې د شکمنو کسانو لټون، نیواک او وژني په هدف تر سره کیږي.

د نیویارک ټایمز په حواله چې په تیر ډسمبر میاشت کې د شپنیو عملیاتو سلسله بیا پیل شوي او د عملیاتونو شمیره تر بل هر وخت زیاته ښودل شوي ده.

ورځپاڼي په یوه تازه راپور کې ویلي چې که څه هم د کرزي د واکمنۍ پر مهال د ۲۰۱۳ کال په فبرورۍ کې حتی افغان ځواکونه د امریکايي ځواکونو له ملاتړ څخه هم منع کړای شوي ول لیکن دا دی بیا شپنې عملیات پیل شوي او امریکايي ځانګړي ځواکونه یي په یوازي سر او خپله خوښه تر سره کوي.

امریکايي چارواکو دا عملیات تر ورځنیو عملیاتو څو ځله اغیزناک او له تلفاتو خالي بللي لیکن پخوانی افغان مشرتابه یي سخت مخالفت کاوه او هغه یي پارونکي او طالب زیږونکي بللي ول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *