قریب الرحمن شهاب –
درې ورځې وړاندې په افغانستان کې د شوروي اتحاد د ماتې د شپږویشتمې کلیزې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې جهادي مشرانو د تېر په پرتله تندې څرګندونې وکړې، مجاهدین یې له واک ګوښه شوي او اوسنی حکومت یې نیمګړی وباله.
جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف او د اوبو او بریښنا پخواني وزیر محمد اسعمیل خان په خپلو څرګندونو کې وویل، چې مجاهدین به یو ځل بیا سره را ټول او له یوه ګډ دریځه خبرې وکړې.
استاد سیاف پر عبدالله عبدالله هم سخته نیوکه وکړه؛ د عبدالله د هغه څرګندونو په غبرګون کې چې د کابینې د لومړۍ برخې د ټاکلو پر مهال یې ویلي، چې د کابینې معیار به جهاد نه بلکې وړتیا وي وویل، که جهاد معیار نه وي، نو بیا جاسوسي او وطن خرڅول معیار دي.
که څه هم عبدالله په حکومت د مجاهدینو په استازیتوب ناست دی او د ټاکنو تر پایلو وړاندې ګواښونه یې هم د مجاهدینو له دریځه کول؛ خو اوس یا د مجاهدینو د اوبو ورخ شړیدلی ښکاري او یا د ټولو په خوښه یو بل پلان روان دی.
د ټاکنیزو سیالیو پر مهال عبدالله عبدالله په خپلو غونډو کې په بیا بیا له استاد سیاف نه مننه کوله چې دده ملاتړ یې کړی، یعنې استاد هم د عبدالله د ټیم یوه برخه وه نه یو بې پرې پاتې شوی نوماند.
خو اوس پوښتنه داده چې مجاهدین په حکومت کې د ننه یا بهر خپله بقا غواړي او که اپوزیسیون رامنځ ته کوي؟
د استاد سیاف له څرګندونو ښکاریده چې داسې یوه ډله به رامنځ ته کوي چې له حکومت سره موافق نه وي او ولس ته بدیلې لارې هم ولري؛ خو استازو یې بیا له رسنیو سره په څرګندونو کې د اپوزیسیون جوړول رد کړل.
د اسعمیل خان هغه ګواښونه چې له مجاهدینو امنیت نشي راتلی بیا ددې څرګندويي کوي چې هغوی په حکومت کې د ننه خپله بقا غواړي، هغه پست چې په استازیتوب یې عبدالله عبدالله او لسګونه نور کسان په حکومت کې ناست دی.
د اپوزیسیون د تعریف له مخې هغه ډله چې قانون ومني او د حاکم نظام له تګلارې سره مخالف او بدیل یې ولرې اپوزیسیون دی؛ خو د یو بشپړ حکومت پر وړاندې نه دداسې یو حکومت لکه د افغانستان د ملي یووالي ټولګه.
کوم مجاهدین چې له ګډ دریځه د خبرو په تکل کې دي، هغوی د یو نوماند ملاتړي وو؛ خو اوس چې یې له خپل نوماند سره د څوکیو په ویش کې ونډه نده تر لاسه کړې نو دا ستونزه د اپوزیسیون جوړولو لامل نشي کیدای او نه هم دغه کسان د اپوزیسیون جوړلو حق لري.
ولسمشر باید له اجرایوي رییس عبدالله عبدالله نه پوښتنه وکړي، چې دی حکومت ته څه ډول د مجاهدینو به استازیتوب شامل شو په داسې حال چې ملګري یې اوس له ولسمشر نه هم ګیله من دي.
که مجاهدین په حکومت که د خپلې ونډې د نشتوالي ګیله کوي دا باید ورسره مشخصه کړي، چې ګیله له هغه چانه کوي چې دوی یې ملاتړ کړی وو او حکومت ته د دوی ملاتړ ور شامل کړ.
یعنې دا باید روښانه شي، چې د مجاهدینو ګیله د ملت او حکومت تر منځ ستونزه نه بلکې د واک پر سر د څو افرادو ستونزه ده.
خو ښايي مسئله داسې هم نه وي، ځکه د اجرایوي رییس او جهادي مشرانو ژورې ملګرتیا ته په کتو، دوی په حکومت کې د مجاهدینو د ونډې په ټینګار سره غواړي اجرایوي ریاست خوندي کړي او ولسمشر ته دا پیغام ورسوي، چي اجرایوي ریاست د مجاهدینو یو څلی دی او که دا څلی له زیان یا سقوط سره مخ کیږي مجاهدین به غلي پاتې نشي، یعنې پر ولسمشر یو ډول فشار راوړي.
ورستۍ مسئله هم دا چې مجاهدین غواړي د حامد کرزي د واکمنۍ په څير په تورو کڅوړو کې یو څه تر لاسه کړي، ځکه دوی لا هم زرګونه کسان لري او دا کسان لګښتونو او ساتنې ته اړتیا لري.
خو دا باید روښانه وي، چې د مجاهدینو او حکومت تر منځ هیڅ ستونزه نشته بلکې په اجرایوي ریاست کې د ننه د ځینو افرادو تر منځ ستونزه ده او که د همدې ستونزې له امله ځینې کسان له حکومت بهر پاتې کیږي د هغوی بقا په خطر کې ده او که مجاهدین اپوزیسیون جوړوي دا به اپوزیسیون نه بلکې یو نوی سیاسي ګوند وي، ځکه د اپوزیسیون معیارونه له هغه څه سره په توپیر کې دي چې په اوسنیو ناراضي مجاهدنیو کې شته.