سریزه
په دې لیکنه کې موخه داده چې زموږ هغه ټولنې، سیمې او قومونه چې تر اوسه د ټولنیزو اومدني شبکو په جوړولوندي بریالي شوي، د ځوانانو ټولنیز سازمانونه او خوځښتونه نلري ښه ځیر شي چې ولې هغوي باید نور وخت له لاسه ورنکړي او لاس په کار شي. هغوي ته اړینه ده چې د مدني ټولنو په مټ د ټولنو د غږ نه لرونکو او بیوزلو خلکو لپاره یو پلتفورم او د ستونزو د شریکولو او حل لارو موندلو شرایط رامنځته کړي تر څو خلک خپلې ستونزې له یو اوبل او دولت سره شریکې کړي او د حل لارې ورته ومومي.
همدارنګه، ورته پکار ده چې د ځوانانو د فکري ودې، ذهنی سلامتیا، د وړتیا د لوړولو، د رهبرۍ او مدیریت زده کولو او نورو لپاره د ځوانانو کلتوري، فرهنګي، تعلیمي او ټولنیز خوځښتونه رامنځته او تقویه کړی. همدارنګه، اړینه ده چې د دې ځینو ممکنو جانبي عوارضو او ستونزو ته هم وګوري او په سمه لاره یې روانې کړي.
مدني خوځښتونو ته د ټولنو اړتیا
موږ ګورو چې په ټولنو کې ډېر خلک له ځانځانۍ، جهل، بی سوادۍ، د پردو له لاسوهنې، د پرګنو له کم ټولنیز او سیاسي شعور او په پای کې په ټولنه کې له نابرابرۍ، بیوزلۍ او وروسته پاته والي ځوریږي. همدارنګه ډېر ټولنیز فعالان او خیر غوښتونکي بیا دې ستونزو ته د حل لارو پسې ګرځي خو په خواشینۍ سره ډېر ځله سم ځواب نه مومي. په ټولنیزو ناخوالو د بحث، دشخړو د حل کولو، د ستونزو د مطرح کولو، له دولتی او نا دولتي موسسو سره یې د شریکولو او حل لارو موندلو، په ټولنه کې د پرمختګ او ټیکاو راوستو لپاره خلک یوه ګډ پلتفورم ته اړتیا لري.
په هغو ملکو کې چې قوي دولتونه او احزاب لري او دا کار ترډېره بریده کولی شي. خو بیاهم نن سبا دولتونه او سیاسي ګوندونه په هیڅ ځای کې هم نه توانیږي چې د مدني ټولنو ځای ډک کړي. له دې کبله، دا ملتونه او حکومتونه یې په پرمختیایي پروسه کې د خپلو خلکو دښه مشارکت او د ملت او دولت ترمنځ د ښه تړاو لپاره مدني خوځښتونو ته اړتیا لري. نو هغوي قوي مدني ټولنې لري او دخلکو او دولتونو ترمنځ د پلونو په څیر کار کوي.
د ملت او دولت ترمنځ پل کیدل، سیاسي شعور لوړول او نور ټولنیز کارونه کول په هغو ټولنو کې لکه زموږ په ګران هیواد کې چې د سیاسي ګوندونو کړنې کمزورې دي، دولت مو نوی، وړتیا یې کمه، زیرمې یې خورا محدودې دي نشي ترسره کیدای ترڅو د خپلوخلکو ټولې ناخوالې واوري او ورته حل لارې ومومي. نو ځکه زموږ په هیواد کې یوه تشه رامنځته شوې ده چې ملت له دولت څخه په زیات واټن کې ساتي. ګورو چې ددې تشې د ډکولو لپاره مدني ټولنې رامنځته شوې دي. اوس به یو څوک ووایي چې دا مدني ټولنې خو څلویښت کاله مخکې نه وې هلته ولې دومره ستونزې نه وې. یو ځواب دا کیدای شي چې په هغه وخت کې زموږ په هیواد سیمه او نړۍ کې شرایط بیخي بل ډول ول. د خلکو غوښتنې دومره نه وي. که موږ اوسنیو رسنیو، انټرنیټ، د اړیکو انقلاب، زموږ د خلکو مهاجرتونو او نورو ته وګورو نو کیدی شي پوه شو چې ننۍ ستونزې په پرونیو عینکو کتل ستونزمن کار دی او په غلطه لاره مو بیایي.
ځوانانو ته د ټولنیزو خوځښتونوګټه
ټولوته پته ده چې نن سبا د زده کوونکو د وړتیا لوړولو لپاره د ښوونځیو د پروګرامونو په څنګ کې کورسونه اړینه شوي دي ځکه یوازې د ښوونځۍ په زده کړه ښه نه رسیږي. که څوک غواړي چې ماشومان یې بریالي شي نو ورته اړینه ده چې کورسونو ته یې واستوي او ښه پالنه یې وکړي. ګورو چې ډېر خلک دا کار کوي او په ماشومانو کورسونه وایي. خو څوک چې بیوزله دي هغه په څه کوي؟
ګورو چې نن سبا د ځوانانو خوځښتونه چې په هغوي کې ځوان کدرونه، د پوهنتون استادان، انجنیران او نور دي او زیاته وړتیا لري د تنکیو ځوانانو، خپلو همزولو او ټول ځوان کهول د پرمختګ لپاره ګټور تعلیمي او تربیتي پروګرامونه رامنځته کوي. په دې ترتیب د بیوزله خلکو لپاره هم د زده کړې ښه زمینه برابریږي. د بیوزله خلکو موشومان بیا له لږو امکاناتو ښه ګټه اخلي ځکه هغوي ښه انګیزه او کلک هوډ لري.
که د ځوانانو ټولنیز او مدني خوځښتونه دیوه ښه پروګرام له مخې رهبري شي په ځوان کهول کې اجتماعي مهارتونه لکه رهبري، مدیریت، په ټیم کې او له خلکو سره کار کول ټینګیږي. دهغوی سیاسي شعور لوړیږی، د ارزونې، د ستونزو د لاملونو او حل لارو موندلو وړتیا یې ښه کیږي. د ګډو موخو ټاکلو او ورپسې د ګډو هڅو کولو له لارې ګډنظر پیدا کوي، توپیرونه له منځه وړي، یو موټی کیږي او ستر ستر کارونه کولای شي.
همدارنګه، غوره ټولنیز، سیاسي او ملي کدرونه په خلا کې نه روزل کیږي او د دې لپاره یوې پرمختیایي پروسې ته اړتیا وي. همدارنګه، ښه ملي مشران هم په غوره کدرونو کې رامنځته کیږي او وده کوي. که په یوه ټولنه کې پرمختیایي او سیاسي سمې پروسې وي، او ښه کدرونه شتون ولري نو د ملي مشرانوشاو خوایې غوړه مالان نشي ډکولاي اود رهبر او خلکو تر منځ لوی واټن نه رامنځته کیږي. که په یوه ټولنه کې د لوړ ټولنیز، تحلیلي او سیاسي شعور لرونکي کدرونه کم وي نو ډېر کم مشران بریالي کیږي چې د هغه ناولي او غولوونکي چاپیریال څخه ځان خلاص کړي چې غوړه مالان یې د مشرانو په شاوخوا کې منځته راوړي.
د ځوانانو په مټ د ټولنیزو سازمانونو جوړول، ورته موخې ټاکل، په لمړيتوبونو هوکړه کول، د همغږۍ راوستل، پلان کول او نور ټول د هغې پرمختیايي پروسې عناصر دي چې ځوانان د راتلونکي ژوند، ګډ کار او رهبرۍ لپاره جوګه کوي او وړتیا یې لوړیږي. په دې پروسه کې ځوان کهول له ټولنیزو دردونو او د ناخوالو د سمون لپاره مبارزې ته تیاریږي. همدارنګه، هغوي په ټولنه کې د خپلې خوښې له کار او ګډو هڅو سره اشنا او ټولنیز شخصیت یې تکمیلیږي.
پخوا به د کار موندلو لپاره د خلکو لپاره سواد ترډېره کافی وو، وروسته، لیسانس، ماستری او دوکتورا او برعلاوه د کمپیوتر پوهه مهمه شوه. خو په ډېره تندۍ سره له خلکو او ټیمونو سره د کار کول، مدیریت او رهبري هم ورځ تربلې زیات اهمیت پیداکوي. اوس چې د کوم ښه پست لپاره له چاسره انټرویو کوي نو ګوري چې کاندیدان څومره په ټیم کې کار کولئ شي؟ څومره د منازعاتو په حل پوهیږي؟ څومره د اړیکو په نیولو کې ښه دی؟ او څومره د ټیمونو او نورو خلکو ته د لوري ورکولو او رهبرۍ توان لري؟