تاند- د لوګر ولایت پر امنیه قومندانۍ د وسله والو طالبانو په ډله ییز او انتحاري برید کې لږترلږه ۱۰ تنه پولیس ووژل شول.

د لوګر د والي ویندوی دین محمد دروېش وویل، په دې حمله کې د لسو پولیسو د وژل کېدو ترڅنګ ۸ تنه نور ژوبل شوي دي.

طالبانو تراوسه (د دې خبر د خپرېدو تر شېبې) د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

له بلې خوا طالبانو تېره شپه د کندهار په میوند ولسوالۍ کې شپږ پولیس ووژل.

ویل شوي چې طالبانو شپږ تنه پولیس یوې ودانۍ ته ننیوستي او وروسته یې په ودانۍ کې بم چاودولی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *