احیل شریف

تاند- د پاکستان د پوځ لوی درستیز او د استخباراتو ريیس نن ناببره کابل ته راغلل.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو له یوې خبرپاڼې سره سم د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف او د آی ا یس آی ريیس رضوان اختر کابل ته ورسېدل.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز او د استخباراتو رييس له افغان چارواکو سره پر امنیتي مسایلو د خبرو لپاره په یو ورځني سفر کابل ته تللي دي.

راحیل شریف نن وروسته له دې کابل ته راوخوځېد چې پرون یې په اسلام اباد کې له یوه جګپوړي امریکايي پلاوي سره وکتل.

په همدې حال کې د ترکیې صدراعظم پاکستان ته رسېدلی دی. ترکیه د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کولو او د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره تر ټولو اسلامي هیوادونو زیاتې هڅې کړي دي.

جنرال راحیل کابو دوې میاشتې پخوا هم د پېښور پر پوځي ښوونځي له حملې وروسته کابل ته راغلی و.

د افغانستان او پاکستان اړیکې په وروستیو کې ښه شوي او داسي ښکاري چې د دوو هیوادونو ترمنځ پوځي او استخباراتي همکارۍ زیاتې شوي وي.

پاکستاني چارواکي وايي چې نور نه غواړي چې د طالبانو په وسیله په افغانستان کې نیابتي جګړې ته دوام ورکړي خو اکثره افغانان لا هم د پاکستان پر ژمنو باور نه کوي او وايي چې که پاکستان په رښتیا اراده وکړي د افغانستان جګړه په څو ورځو کې درولی شي ځکه چې د جګړې قومانده له پاکستان څخه ورکول کېږي او طالب مشران په کوټه، کراچۍ او راولپنډۍ کې اوسي.

5 thoughts on “د پاکستان لوی درستیز او د استخباراتو رييس کابل ته راغلل”
  1. لومړۍ په لوګر او کندهار کی چی زموږ پولس نن ورځ د پاکستان په لارښونه شهیدان شوی دی شهادت یی قبول کړی او کورنيو ته یی د دزړونو جمیل صبر عواړو.

    دا څنګه پاکستان دی؟ دا څنګه آی اس آی دی؟ دا څنګه پاکستانی پوځ دی ؟ چی هلته زموږ پر امنیتی ځواکونو باندی د طالبانو په
    نوم ځانمرکی حملی کوی او بل خوا ګرم ګرم کابل ته د خبرو لپاره راروان دی؟
    همدا نن ځان مرګی حملی چی په لوګر او کندهار کی یی طالبانو مسولیت په عاړه واخیست د چا کار دی ایا دا د پاکستان د همدغه پاکستانی چارواکو کار ندی چی د افغانستان ۱۶ کسه پولیس یی په شهادت ورسول او نور ډیر یی زخمیان کړی.
    موږ خو د پاکستان دغه دوه مخی سیاست ته حیران حیران یو .
    ایا اشرف غنی د پاکستان پدغه دوه مخی سیاست نه پوهیږی؟ تر اوسه خو موږ د پاکستان څخه کومه نښانه د روغی جوړی نده لیدلی همغه قصه روانه ده زموږ خلک وژل کیږی خو یو طالب یی نه نیولی دی او نه یی له جګړی راګرځولی دی.
    موږ بوهیږو چی پاکستانی استخبرات دا نوی لوبه په همدی ډول شروع کړی ده تر څو خبری په داسی فصا کی پر مخ یوسی دافغانستان حکومت یی د فشار لاندی نیولی وی.
    خو آی اس آی باید پدی پوهه شی چی موږ روس او امریکا ته سر ندی ټیټ کړی نو بیا به ستا په شان یو حرامی چی نه د موږ معلومه ده او ندی پلا معلوم دی سر څنګه ټیټ کړو، دا خوب او خیال باید پاکستان له سره وباسی.
    همدا رنګه موږ د افغانستان د استخبراتی ارګانونو په کلکه عواړو چی د پاکستان د استخبراتو ځواب ورکړی او که یی نه شی ورکولای نو ولس ته د ووایی چی په وس کی یی نده تر څو ولس د خپل ځان غم وخوری.

  2. دا هیڅ د باور وړ خبره نه ده چی پاکستان دی په افغانستان کی له لاسوهنی لاس واخلی، هسی پدی توګه غواړي چی افغان حکومت . غلط کړي. ډاکټر اشرف غني ځان پخپله اقتصادي فلسفه غلطوي او فکر کوي چی ګوندی پاکستان به رښتیا صادقه وي. کله چی د پاکستان د حکومت مخالفین وځپل شی نو بیا به یی نه وعدی وي او نه هم د طالبانو ځپل چی هغه مهال به بیا فیلیسوف غني پخپله سهوه پوه شی

  3. د مشرف کومه ادعا چی څو ورځی مخکی وکړی په خدای که پاکستان ځان په زم زم اوبه هم ومینځی که زمونږ پری اعتبار وشی ځکه دوی ۱۳ کاله کرزی یی وغولول ۲۰ ځلی پاکستان ته د سولی د خبرو لپاره لاړل خو نتیجه یی صرف د پنجانیانو له خوا د کرزی غولول وو او بس

  4. ورور جانه رأتك ته ءي هر كلي وايو. كوم رأتك جه به خير دطرفين أوسي مكر داجه ويل كيزي به نا خبر..ه
    توكه راغي دا به ستركو كي خاوري أجول دي .
    خارجي لوربوري جارواكي دقبلي خبر تيا خخه انن بل هيواد ته داخيليدل دامكاناتو ور نه دي.

  5. سره له دی چی په ولسمشر باور لرم بیا هم بیریږم چی پاکستان مو داواری بیا په کوم بل جال کښی وانه چوی که داسی وی نو د ښاغلی حامد کرزی د ۱۳ کالو لاسته راوړنی د پاکستان په وړاندی به له خاورو سره خاوری سی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *