بدلون

سرليکنه \ اداره

بدلون اوونيزه \ لومړی کال\(۷) ګڼه\ چارشنبه\عقرب۱۴\ ۱۳۹۳

ځانوژنه په اسلام کې نامشروع ده مګر هېښوونکې دا ده چې زموږ په سل سلنه اسلامې ټولنه کې یو شمېر کسان د ناپوهۍ یا کمعقلۍ په وجه په لوی لاس ځانو ته په بېلابېلو بڼو د ځانوژنې اسباب او عوامل برابروي.

یو خو هغه ځانمرګي دي چې د مختلفو سیاسي اهدافو لپاره استعمالیږي، مغزونه یې پرېوله کېږي؛ د دنیا د هوسا انساني ژوندانه له رنګونو او خوندونو څخه محروم بېوزله وګړي د مستو حورو او زبردستو جنتو په هوس کې د ځان و جهان تباهي د خدای (ج) د رضا په توګه انتخابوي، بل ډول يې هغه انتحاریان دي چې د ډول ـډول ټولنیزو شرایطو تر جبر لاندې او د ګاټه جهل په سبب، پرته له کومې خارجې یا داخلې موخې څخه، د خپل مرګ مقدمات په خپل لاس برابروي، دا چې څنګه؟ راځئ اول به یو ګټور خبر سره ولولو، بیا به تبصره پر وکړو او په اړخ کې به یې د ودان افغانستان ګوند وضعیت ته پاملرنه وکړو:

«په سرپټو ځایو کې د تمباکو کارونې د مخنیوي قانون تر ډېرو بحثو وروسته د افغانستان ملي شورا د دواړو جرګګیو ګډ کمیسیون تصویب کړ، په دغه قانون کې راغلي چې کوشنیان، سګرېټ او نور روغتیا ته زیانمن شیان نه شي پلورلای.

له دغه قانونه سرغړوونکي به له ۳۰۰ـ ۱۰۰۰ افغانیو پورې جریمه کیږي او همدارنګه به د سګرېټو پر واردولو پنځوس سلنه مالیه لوړه شي، د سګرېټو تر څنګ د نصوارو د بندیز پرېکړه هم شوې ده.»

اول له داسي یوه پارلمانه، چي تل منفي، شریر او شرموونکي خبرونه ځنې صادریږي، د دا ډول یوه حیاتي قانون د تصویب زېری په رشتیا سره د لويې خوښۍ خبره ده، مګر د افغانستان غوندې یوه ناقانونمنده ټولنه کې لویه ستونزه د قانون نشتون نه وي بلکې نه تطبیق يې لویه غمیزه وي.

هیله داده چي ټول دولتي او نا دولتي ارګانونه، مدني ټولنې، ګوندونه، رسنۍ او تر ټولو مهمه دا چي د مسجدو واعظین او مبلغین د دغې وژونکي پدیدې د اضرارو، حرمت او خباثت په باب پراخ تبلیغات وکړي؛ په دې باب د ملا امامانو وظیفه ځکه تر هر چا زیاته ده چې نشه د اسلام د مبارک دین له مخې ناروا ده، په دې اړه د حضرت محمد(ص) له ډېرو مبارکو احادیثو څخه دغه یوه واضحه بېلګه د هر نشیي د ایمان سترګې رڼولای شي: …کل مسکر حرام. یانې هره نشه حرامه ده. (البحرالزخار/حدیث لمبر:۲۶۶۵)

له بده مرغه زموږ د دین علماؤو په دغه مهمه حیاتي او دیني مسله کې په ډېره لږ اندازه هم خپل ایماني دین نه دی آدا کړی، هیله ده چې له دې وروسته دغې خوا ته جدي توجه وکړي.

په بي بي سي راډیو کې د یوه بحث له مخې د نیمې نړیوالې مړینې یو اساسي سبب سګرېټ څکول دي، ډېره خطرناکه دا ده چي سرپټي ځایونه خولا څه کوې، څېړني ښيي چې کله په یوه کور کې سګرېټ څکول کیږي نو پر شاوخوا ګاونډیو يې ناوړه اغېزې ثابتې شوي دي.

د سګرېټ یوه بل ډاروونکې ګواښ ته به لا د خلکو پام نه وي هغه دا چې دغه زهرجن دود یوازې د بدن دننه د مرګ تخم نه کري بلکې وژونکي محتویات يې د سربېرن پوستکي له لارې هم جذبیږي.

په دې مرګي تهدید خو یې هر څوک خبر دي چې تر شل سلنې لا زیات د سرطان د ناعلاجه بلا سبب ګرځي.

دا دردوونکی واقعیت هم محققینو ثابت کړی دی، هغه موراو پلار چې سګرېټ څکوي نو اولادونه یې په زده کړه کې ډېر نالایق او په ذهني لحاظ وروسته پاته وي او د سګرېټي مور اولادونه بې وخته زیږي، د مړینې ګواښ يې ډېر زیات وي او د رحم په شمول په ډیرونورو بلا بترو ناروغیو اخته کیږي.

ښا يي د دغې قاتلې بلا په باب کتابونه خبرې وشي خو لاس په لستوڼي یوه بله تباهې یې لا دا ده چې غاښونه خرابوي او له طبي زاويې څخه د غاښو له خرابۍ سره بلا نورې ناروغۍ هم تړلې دي، په ټولنیز حساب دا ډېر لوی نزاکت دی چي د سګرېټي انسان د خولې آن وجود ډېر بد بوی ځي او اقتصادي زیان خو يې له هیچا هم پټ نه دی.

طبي څېړونکي دوه ډوله سګرېټیان را پېژني:

۱ـ فعال سګرېټ څکوونکي: هغه دي چې خپله مستقیم د سګرېټ زهر نوش جانوي.

۲ـ غیر فعال څکوونکي: هغه دي چي له فعال څکوونکي څخه خپرېدونکی، په اصطلاح مړ دود تنفسوي او دا تر فعال څکوونکي ځکه ډېر خطرناک دی چې د هغه دود خو لږترلږه فلټرېږي او دی يې پرته له فلټره مخامخ د زهرو له ټول کیفیت سره د بدن دننه او دباندې جذبوي.

له همدې امله ناروې په نړۍ کې د تر ټولو بامسؤلیته حکومت لرونکي هیواد په توګه په کورو کې هم پر سګرېټ څکولو جریمه ایښې ده.

په دې توګه نو سګرېټ څکوونکي ته نه یوازې ځانمرګی ویلای شو بلکي قاتل يې هم بللای شو او څومره بده ده چي هغه هم په اول ګام کې د خپل اولاد، نژدې دوستانو او خپلې خوږې کورنۍ قاتل.

ډېر بدبخته مشران لا دا ظلم و جنایت هم کوي چي د خپلو کوشنیانو په لاس له دکانه سګرېټ و نصوار را غواړي او د هغوی د روږدېدا لپاره سل په سلو کې زمینه سازوي.

تاسو به هم ډېر داسي بداخلاقه او بې تربیې کسان لیدلي وي چې د یوه اوږده سفر پر مهال د یوه سل کسیز سرویس په منځ کې سګرېټ ولګوي، شکایت خو څه چې مازي لږ بد بد ورته وګورې نو سترګې درباندې را غټې کړي وایي ستا یې په څه، خپل کار مې دی؛ هغه اوږدمهاله ضرر خو یې بلا پسې، د ډېرو خلکو ځای پر ځای پر سر ور دردوي او استفراقونه په وهي خو نه څوک د شکایت حق لري او نه هم د شکایت مرجع درک لري.

له نېکه مرغه، څنګه چې ودان افغانستان ګوند د بشري خیر ښېګڼې لپاره د انساني طرز تفکر پر نړیوال بنیاد ولاړ دی، تر دې مهاله يې مطلق اکثریت غړي د نشې، په تېره بیا سګرېټو او نصوارو له مردارخورې او بدنامې روږدېدا څخه، د خدای په فضل او د خپلې انساني مفکور‎ې په برکت په امن دي او هیله مو داده چي هغه خال ـ خال ملګری مو هم، چې د دغه ناوړه خوی بد بوی ځنې ځي، ځان د و.ا. ګ پر ټولو لوړو علمي- انساني معیارو سم دم برابر کاندي.

کله چې موږ په رشتیا سره پر انساني لار روان یو، نو پر نورو به مو د بیان او وړاندیز اغېز زیات وي او د هر چا ملګرې به راسره انساني، تلپاتې او مستحکمه وي.

له نشې څخه د خلاص افغانستان په هیله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *