دوهمه \ وروستۍ برخه

نوټ : دالیکنه ( انسان مجلي ) ته د( ولې انسان ؟) دځانګړو لیکنو

درېیمه برخه ده .

( اداره )

په تیر پسي

جګړه ، ترډګرونو وړاندې

په زړونو او ذهنونو کې پېښیږي .

اوس راګرځم د اشوکا دبدلون دشیبې کیسې ته . ریښتیا څه پېښ شول ، چې اشوکا له جګړې لاس واخیست ؟ دهغه بدلون رواني و، که اقتصادي ؟

اشوکا به له ځان سره فکر کړی وي ، چې دده دجګړو هدف څه دی ؟ دلانورو زمکونیول ، دلانورو شتو موندل او دنور ځواک ترلاسه کول ، اشوکا ددې هرڅه لپاره دبدیل موندلو په لټه کې شو ، ده له عقل څخه کار واخیسته ، عواطف او عقل دلومړي ځل لپاره سره ملګري شول ، عواطفو یې له وینې بهولو څخه کرکه راوپنځوله او دغه رواني بدلون له عقل څخه کاراخیستنې ته اړکړ ، ناڅاپه یې بدیلونه وموندل ؛ نیاو ( عدالت ) ، سوله ، ژوندژغورنه او دخلکو په زړونو کې ځای موندل . اشوکا داهرڅه دسیاسي ځواک ( پادشاهي ) له ادرسه کول، هغه دخیر ښېګڼې لپاره هغه پانګه لګوله ، چې دجګړو، وژنو ، او زورکارولو په برکت یې ګټلې وه . ایا دخیرښېګڼې امکانات یوازې په زور زیاتي ترلاسه کیږي ؟ دا دبشریت بل عقلي ـ عاطفي پاراډوکس دی .

زمکه لویه ده ، اقتصادي سرچینې ډیرې دي ، اقتصادي سرچینې د تجدیداو بیا زیږیدو وړتیالري ، زمکه ټولو ته ډوډۍ ورکولای شي یوازې په دې اړه باید فکر وشي ، عقلي ځواک وکارول شي او انساني هڅه وشي .

دبشریت تاریخ ښيي ، چې انسانانو هماغومره چې دمثبتې او ګټورې پوهې لپاره هڅه کړې ده ، دتباهۍ دوسایلو درامنځته کولو تلوسه یې هم تر دې کمه نه وه ، دلومړنۍ تورې له جوړولو نیولې بیا دډبره وشتونکو ( منجنیقونو) ، باروتو اوتوپونو تر زمانې پورې ، چې لا خودکارې ماشینګڼې او کیمیايي – بیولوژیکي وسلې ، الوتکې او اتومي وسله یې نومهالې لاسته راوړنې دي . داهڅې روانې دي ، ماشیني سرتیري ( روباتونه ) او کمپیوټري جګړه لاراروانه ده ، خو هدف او موخه لاهم اقتصادي سرچینې او دډيرو شتو راخپلول دي .

اوس نو پوښتنه داده ، چې که انسانانو دتاریخ په اوږدو کې همدومره پوهه او عقلي ځواک دجګړه ییزو وسایلو دپراختیا او پرمختیا پرځای دنویواقتصادي سرچینو دکشف او زیږد لپاره کارولای وای ، په سوله ییزه توګه به یې ځان خپل هدف ( دلاډيرې شتمنۍ راخپلول ) ته نه وای رسولای ؟

هو دجګړې بدیلونه یا ځایناستي شته او هغه داقتصادي سرچینو دزیاتولو لپاره د پوهې او تکنالوژۍ کارول دي .

دا هماغه شیبه ده ، چې جګړه مار او سخت زړی اشوکا یې په سوله خوښي او خدمتګار اشوکابدل کړ .

دجګړې رواني او احساسي سرچینې هم بدلیدلای شي ، یوه بېلګه یې دخپلواکۍ غوښتنې او عدالت لپاره دمبارزې هغه دوددی ، چې په نومهاله زمانه کې دعدم خشونت او مدني اعتراض په نومونو یادیږي .

ګورو چې ، داستقطاب ( Polarization ) تیوري دلته هم کار یدلای شي . دمنفي قطب پروړاندې دمثبتې جاذبې رامنځته کول دانسانانو پام سولې ته رااړوي.

دبشري حقونو دعوې ، دسولې او دموکراسۍ ټینګښت ، چې لاهم دغربي انسان د پراختیا غوښتنې لپاره وسایل دي او اوس لاهم دختیز انسان لپاره د خیالي – افسانوي چل دروهې مفاهیم ګڼل کیږي ، شونې ده ، چې څو پيړۍ وروسته په حقیقي مفاهیمو بدل شي . په ختیځ کې لاهم داباور شته ، چې لویدیځوال ددې مفاهیمو په مرسته ختیځ ته راځي او دلته بیا هم په زمکه ، شتو ، اقتصادي سرچینو ، او لاډيرې ګټې پسې ګرځي . داسریال لاهم تکراریږي ، چې دختیځوال عقلي ځواک دده تر احساساتي – عاطفي معصومیته کمزوری دی ، لویدیځوال دلاډیرې ګټې لپاره دختیځوالو له عقیدې ، احساساتو او ناپوهۍ څخه ګټه اخلي او یوله بل سره یې جنګوي ، چې ښه ستړي شول ، بیا نو دوی ورته سوله ، بشري حقونه ، دیموکراسي او عدالت په سوغات کې راوړي .

دواړو لا په دې فکر نه دی کړی ، چې دپوهې ، عاطفې او سولې په مرسته کړای شي ، دنړۍ اقتصادي سرچینې په ګډه وکاروي او هغه څه چې په سوله ترلاسه کولای شي ، جګړې ته یې اړتیا نه شته . دا ضرور نه ده ، چې امریکا او اروپا دې د عربي حوزې داینرژۍ دترلاسه کولو لپاره تر ابده دعربو اواسراییلو دجنګولو ډرامه روانه وساتي ، ددې پرځای به ښه داوي ، چې ټول هڅه وکړي ، داینرژۍ نوې زیرمې ومومي او یا هم داینرژۍ دبیا زیږد پرامکاناتو غور وکړي ،ځکه لاهم زمکه لویه ده او اقتصادي سرچینې نه خلاصیږي ، جګړې ته اړتیا یوازې زموږ دپوهې دکموالي ، حرص او رواني کمزورتیا له چینې څخه ریښه اخلي .

اشوکا دوزره ودرې سوه کاله پخوا ځان بدل کړای شو، دهغه بدلون رواني و، نه اقتصادي! غواړم ددې لیکنې دپای په ټکو کې یوڅه ایډیالیست شم ،ماته یوازې د وچ ریالیزم ډیر مادي منطق قناعت نه شي راکولای ، پایله مې دا ده چې دجګړې اړتیا اقتصادي ده ، خو پای ته رسول یې رواني ، احساسي او ان عقلي دي .

لکه داشوکا په دننه کې چې بدلون راغی ، دټول بشریت په ګډ روان کې هم بدلون راتللای شي ، که عاطفه او احساس له جګړې او وژلوڅخه کرکه راوپاروي او عقل یې داړتیا او هدف بدیلونه یا ځایناستي رامنځته کړي، دانسان اقتصادي حرص خړوب کړای شي او دا ډاډورکړي ، چې اقتصادي سرچینې نه خلاصیږي ، یوازې زموږ عقلي قناعت ته اړتیا ده ، چې نورې سرچینې ومومو ، نو نړیواله سوله به لرې نه وي .

بشریت کړای شي جګړه دخپل تاریخ حافظې ته وسپاري ، لکه مرییتوب یې چې وسپاره ، ځینې به وايي ، چې مرییتوب له منځه نه دی تللی، یوازې بڼه او اوزار یې بدل شوي دي ، زه داخبره نه ردوم ،خو لږ ترلږه دجګړې دبڼې همدغسې یو بدلون خو وړاندیزولای شم .

هغسې بدلون چې داشوکا په روان کې رامنځته شو

بدلون اوونيزه \ لومړی کال\(۷) ګڼه\ چارشنبه\عقرب۱۴\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *