یکشنبه د لړم پر ۴-مه برتانیا په هلمند ولایت کې افغان امنیتي ځواکو ته د خپلې وروستۍ پوځي اډې باسشن په سپارلو سره په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت رسماً پای ته ورساوه او له دې سره به له افغانستانه هغه برتانیایي ځواکونه هم ووزي چې دغه ماموریت یې د غاړي وو خو د برتانیا دفاع وزارت د امنیتي دلایلو له مخې د خپلو عسکرو د وتلو مشخصه نېټه و نه ښووله، ور سره همهاله په دغه ولایت کې په امریکايي پوځ پورې اړونده لیترنک اډه هم د افغان پوځ لاس ته وسپارل شوه.

برتانوي سرتېري په ۲۰۰۱ کال کې له امریکايي هغو سره یو ځای افغانستان ته راغلل، په ۲۰۰۶ کې یې د هلمند واشیر ولسوالۍ په ښوراو سیمه کې باسشن پوځي کمپ د خپلې مرکزي اډې په توګه انتخاب کړ چې ۲۷۰۰ برتانوي عسکر پکښې استوګن ول.

ویل کیږې چې تر اوسه د برتانیې ۴۵۳ سربازان وژل شوي دي.

ټاکل شوې چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکو پوځي ماموریت ته د پای ټکی کښېښول شي.

د افغانستان او برتانیا تر منځ د لاسلیک شوي ستراتیژیکو همکاریو د سند له مخې به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم د دغه هیواد ځواکونه په افغانستان کې مېشت وي چې دنده به يې د افغان امنیتي ځواکو روزنه او مشوره وي.

افغان ملي پوځ ته د دغې لویې اډې سپارلو د هیلو او نهیلیو دواړو څپې را پورته کړي دي، ځکه دا پېښه په داسي وخت کې را منځته کیږي چې لا د ملي وحدت حکومت خپلې پښې نه دي ټینګې کړي، د دغه حکومت شپږ دېرش ورځې تېرېږي خو د هیواد په ګوټ-ګوټ کې ناامنۍ زیاتې شوي دي.

کابل تقریباً هره ورځ د یوه یا دوو راکټي بریدو شاهد وي، په بدخشان، کندوز، لوګر او ځینو نورو سیمو کې لوی بریدونه وشول، هلمند ولایت خو د جنګ له بلا څخه هیڅ وخت نه دی بېغمه شوی او په وروستیو میاشتو کې تر بل هر مهال ډېر ناوړه خونړي جریان ته ور ننوتی دی.

له بلې خوا داسي امیدوارۍ هم شته چې ممکن د پردیو عسکرو په وتلو سره به افغانان د خپلواکۍ او غرور احساس وکړي او د خپلې خاورې او خلکو دفاع ته به تر بل هر وخت په مسؤلیت، جرئت او شهامت سره ودریږي او هم به د دولت پر مخالفینو د کفارو د شتون او په مقابل کې یې د جهاد پلمه ودرېږي ځکه افغان امنیتي ځواکونه د مسلمان افغانستان مسلمان بچیان دي چې په هیڅ فتوا یې د وژلو جواز نه دی ثابت؛ په افغانستان کې کلک باور شته که افغان امنیتي ځواکونه منسجم او هماهنګ حرکت وکړي او د خلکو زړونه له ځان سره ولري نو هیڅ قوت به یې په مقابل کې ځان ټینګ نه شي کړای.

د امیدوارۍ بل اړخ دا دی، چې نوی ولسمشر محمد اشرف غني یو جدي او قاطع شخصیت دی، هغه د افغانستان د هر اړخیزې ښېرازۍ لپاره ډیرې علمې ستراتیژیګانې لري، په تېره د افغانستان امنیتي وضعیت ته لا ډیر متوجه دی، هغه ښايي ځکه د افغان امنیتي وضعیت په کابو کولو کې بریالی شي چې له بهرنیو ځواکو څخه د امنیتي واک اخیستو د مسؤل په توګه عملاً د ټول افغانستان له آراضي، امکاناتو او ظرفیتو څخه خبر شو، لوړی–ژوري یې له نژدې مشاهده کړې، د ضعف او قوت ټکي یې مخامخ تجربه کړل، بل، هغه حکم کړی دی چې په هرو لسو ساعتو کې باید د ټول افغانستان امنیتي ګزارش د ولسمشر او اړوندو امنیتي مقاماتو پر مېز کښېښوول شي او په ګډه و ارزول شي.

د ډیرو څېړونکو د تحلیل یو مشترک ټکی دا دی، چې په هلمند کې د ناامنۍ یو لوی دلیل د چارواکو ترمنځ نه همږغې بلکې حریفي او د زورواکو، قاچاقبرو، غاصبینو او نورو دولتي خاينانو شتون دی، د سیمې ډیر اوسېدونکي او شنونکي باور لري که په حکومت کې د وطندوستۍ احساس را پیدا شي او په غوڅه توګه د قانون پر مسیر حرکت وکړي، اجتماعي عدالت تامین کړي، د مسولیتو تفکیک عملاً را منځته شي، قضايي او اداري فساد محوه شي، د مجازاتو او مکافاتو لپاره کرښې په نښه شي، بیا نو د دولت مخالفان نه هغه زور لري او نه د ولس په منځ کې د پښې ایښودو ځای چې هلمند او په مجموع کې افغانستان له ګواښ سره مخامخ کاندي.

دا په رواني لحاظ د افغان ولس لپاره یوه ښه لحظه وه چې د هلمند په باسشن پوځي اډه کې برتانوي او امریکايي بیرغونه راټیټېدل او پرځای يې افغان ملي بیرغ په آزاده هوا کې هسکېده.

که افغان دولت د مسؤلیت په واقعي احساس سره د سم مدیریت اراده ولري نو دغه اډه چې د څلوېښتو زرو سرتېرو ګنجایش لري، له دوو ځغاستلیکو او ډیرو نورو پوځي امکاناتو او تجهیزاتو سره دا ظرفیت لري چې د افغان ملي بیرغ، اساسي قانون، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا، ولسي ناموس او افغانستان د سرتاسري عظمت او شرف په دفاع کې د یوه مهم مرکز په توګه ځان ثابت کاندي.

نظر څښتنان باور لري چې افغانان به نور را ویښ او پر خپلو پښو درېږي او دې ته به ضرورت نه پیدا کېږي چې خدای مه کړه یو بل وخت بیا د افغان پر پاکه خاوره د کوم بل زورور بې رحمه قدم ایښوولو ته بهانه پیدا شي.

بدلون اوونيزه \ لومړی کال\(۷) ګڼه\ چارشنبه\عقرب۱۴\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *