د روښانتیا

طبي مافیا/ وړاندي کونکي: ډاکتر زلال او ډاکټر احسان الله درمل\ څلورمه\ وروستی برخه

ترتيبوونکی: سعيد شينواری

نېټه: ۱۳۹۲/۸/۹

ویدا خصوصي ښوونځی- کابل- افغانستان

بله پېښه دا چې ځوانان یو قسم ټابلیټ د جنسي تقویې لپاره خوري، زما له معاینه خانې سره یو یوناني حکیم و، دی به هره ورځ په دغو ټابلیټو پسې زما درملتون ته راغی او غوښتلې به یې، ما ورته یوه ورځ وویل، ملا صیب له تاسره کومه نسخه شته چې در یې کړم، هغه ټابلیټ خو همداسې څوک نه ورکوي؟

ما سره یې بحث وکړ، خو ولاړ، بیا به ماته نه راتلو، زما کوچني وراره ته به راته او ورته به یې ویل هغه زمري چاپ ګولۍ راکړه، هغه خو ماشوم و په دې نه پوهېده، ورکولې به یې، یوه ورځ چې راغلم نو دی تېز زموږ له دوکانه ووت، ما راستون کړ او ګولۍ مې ترې واخیستې، زموږ له دوکانه ووت او له بل دوکانه یې واخیستې، نور ولاړ خپلې یوناني دواخانې ته ، زه پسې ورغلم، هلته یې څو د اولې شپې ناکامان ځوانان په قطار کېنولي ول، همدا طبي ګولۍ به یې لنګرۍ کې ټکولې، خپل نور بلا بتر او معجون به یې ورسره ګډول او هغو هلکانو ته به یې د جنسي تقویې د ډیرې معتبرې دوا په نوم ورکولې، زه ورغلم ورته مې وویل، ملا صیب دا خلک زموږ په ګولیو کامیابوې او احسان پرې د خپل ملاتوب کوې داسې مه کوه، بله ورځ ورپسې د یو ټلویزیون والا راغلل او دوکان یې ورباندې بند کړ.

قابله ګانې بیا غیر قانوني حملونه سقطوي، دا هم مافیا ده چې د نرسانو لخوا کېږي.

ما ولیدل چې د یوې دولتي شفاخانې رييس د روغتون مخې ته خپل شخصي لابراتوار جوړ کړ، په دولتي شفاخانه کې یې معاینات کم کړل بلکې فلج یې کړ او مریضان یې مجبورول چې له روغتونه بهر د ده په شخصي لابراتوار کې معاینات وکړي.

په دغه شخصي لابراتوا کې غیر مسلکي ټکنیشن ناست وي، په شخصي پوهنتون کې په لومړي صنف کې محصل دی، چې د ګردې د مریض معاینات ور واستوې، دی به یې بیرته ولیکي چې بالکل صفا دی، دا نو هېڅ معاینه نه کوي، مازې د ټیسټ پرچه توروي، دا هم ورته هر څه په کمپیوټر کې لیکلی، یوازې د مریض او ډاکټر نوم په کې ورسوي نو تاسو فکر وکړئ چې څنګه به ناروغان روغ شي؟

یعنې لابراتوارونه یوه بله مافیا ده چې هېڅکله سم معاینات نه کوي او د ډاکټر له نسخې سره هېڅ تطابق نه کوي، ته مجبور یې چې د تشخیص لپاره بل لابراتوار ته ناروغ واستوې، خو کله-کله ښه ډاکټر په دې کې هم پاتې راشي، مریض عریضه وکړي، او داسې ډاکتران هم شته چې اوس په زندان کې دي.

د ولسي جرګې یو وکیل دی چې په شفاخانه کې تخصص کوي، دی له وزارت سره هم روابط لري نو له دې کبله یې یو لابراتوار، چې قانوني مراحل یې ډېر سخت دي، خلاص کړی دی.

دې سړي د سیټي په نوم پنځوس شپېته لابراتوارونه خلاص کړي، د استقلال شفاخانې مخې ته د ده بېخي شخصي دی، په نورو کې شریک دی، د دې لابراتوار معاینات داسې دي چې هېڅ معاینات نه دي، موږ مریضانو ته قران قسم ورکړو خو هغوی بیا هم ور روان وي.

کله-کله معاینات د سیروم په وینه کېږي، موږ دوی ته هغه وینه بېخي استولې نه وي، خو دوی ریپوټ د همغې راکړي، سړی حیران شي چې دا څه بلا راپرېوتې پر دې وطن؟ دا چې اوس دغه ډول لابراتوارونه څومره پیسې اخلي او څومره اعلانات کوي هغه بېله خبره ده.

بله مافیا د درملو د کمپنیو ده، دوی چې دواوې په درملتونو تېروي نو تر هغې د مخه یوه مېله جوړوي، کمه مېله یې په قرغه کې وي، ډاکټرانو ته شراب کباب ورکوي او ډاکټر بیا مجبور وي چې ټوله دوا د دوی وباسي.

دوا یې هم به داسې شکل وي چې په خوست کې د اګمنټین ګولیو د ۶۲۵ملي ګرام کوالټي انشورنس شوې وه، په هغې کې اګمنیټین ۲۰۰ ملي ګرامه وو، نور هسې خوشې مواد ول.

دوی ته شرکت والا ور ځي، کمپنۍ ته وايي ماته مواد کم وکاروه او له ۱ ګرام اګمنټینو څخه راته ۲۰ ګولۍ ترکیب کړه، خو حساب پر هره ګولۍ ۶۲۵ ولیکه.

لنډه دا چې د طبابت په نوم پورې کوم شی تړلی، په هغه کې ټوله مافیا ده او ټوله د مافیا یوه خطرناکه کړۍ ده.

ځېنې کسان شخصي شفاخانه جوړه کړي، اعلانات خپاره کړي چې له هند، پاکستان او نورې نړۍ نه مو ډاکټران را وستي دي.

دا ډاکټران به رښتیا هم د دغو هېوادو وي خو هلته به یې څوک به نرستوب هم نه نیسي، هغوی هم د مافیا یوه برخه وي.

زموږ سره په پېښور کې یو ډاکټر د افتاب په نامه و، هغه دومره لېونی و چې له پرویز مشرف سره انتخاباتو ته ولاړ و او همدا یو رقیب یې وو، هغه ورته ویلي ول چې ماته تېر شه، زه به دې د اسلام اباد د مرکزي روغتون مشر کړم، ده ورته ویلي ول، هغه ته شپږ کسان کاندیدان دي او ریاست جمهوري ته زه و ته یو، نو د روغتون مشرۍ ته مې چانس کم دی، خو ریاست جمهورۍ ته مې چانس ډېر دی.

دا سړی تقاعد شو، زما ادبي ملګری و، ډیر ټمبل و، خو خوست ته زما انډیوالانو زما په ناخبرۍ کې را وستی و او په شخصي روغتون کې یې د پاکستاني پوه ډاکټر په نوم کېنولی و چې خبر شوم نو ورته مې وویل دا سړی مه راولئ ولې مشکل جوړوئ.

بل زموږ سره په کابل شفا شفاخانه کې یو پاکستانی نرس و، دی د پنټازوسین (د نشې او مورفینو ضد درمل دي خو نشه هم لري.)) معتاد و، زموږ په شفاخانه کې به یې هر ناروغ ته پنټازوسین لیکل، بیا به یې پټولې او ځان ته به یې لګولې، خو شفاخانې پرې بندې کړې، بیا به زموږ درملتون ته په یوه منډه ورغلی و، هلته به یې ویلي ول چې یو ناروغ عملیات کېږي، ډاکټر درمل وايي یو ۲۰ دانې پنټازوسین دې درکړي، هغوی به ورکړې، بیا زه هم پرې پوی شوم او له شفاخانې نه مو وویست.

بیا تللی وو د افغان-جرمن په نوم نوې جوړه شوې شفاخانه کې یې د پاکستاني ډاکټر په نوم کار پیل کړی و، هلته یې په آی. سي. او کې نوکریوالي ورکړې وه او ۱۲۰ زره معاش یې ورته ټاکلی و، هلته به یې هم ناروغانو ته دا دوا لیکله، بیا ماته چا کیسه وکړه او له هغه ځایه مو هم پسې واخیست.

هلته د جرمني نه د ډاکټر پیټر په نوم یو سړی هم راغلی و، چې ځان ته یې پروفیسور وایه، بیا چې رسوا شو، نو ویل یې، زه فامیلي ډاکټر یم، خو چې وپلټل شو هېڅ هم نه و.

نو خبره دا ده چې طبابت، ژورنالیزم او نور، وجداني کارونه دي او له ژوند سره نېغ په نېغه اړیکه لري، دا کارونه باید باوجدانه خلک وکړي نه دا چې پر دې لاره د خلکو له ژوند سره لوبې وشي. پای

بدلون اوونيزه \ لومړی کال\(۷) ګڼه\ چارشنبه\عقرب۱۴\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *