افغانستان-خوست
ولايت مقام- دعامه اړيکو دفتر
نېټه:٢٨-١١-١٣٩٣
د پوهنې په سيستم کې مداخلې او ګډوډۍ په هيڅ صورت د زغم اومنلو وړ نه دي ، دغه ټکى خوستسرپرست والي عبدالجبارنعيمي نن ورځ د ولايت مقام د غونډو په تالار کې د خوست ولايت دمعارف رياست له رهبري،خصوصي ليسو له مسوولينو او همکاره موسساتو له استازو سره د ګډې غونډې پرمهال څرګندکړ.
په پيل کې دخوست ولايت د پوهنې رياست رئيس انجنير بخت نوربختيار ددغه ولايت په مرکز او ولسواليو د پوهنيز حالت،پرمختګ،شته ستونزو او غوښتنو په تړاو خوست والي ته بشپړ معلومات وړاندې کړل نوموړي وويل چې دا مهال د خوست ولايت دټولو زده کوونکو شميره درې سوه زره تنو ته رسيدلې ده چې نږدې سل زره يې انجونې دي او يواځې ٥٠٠٠٠پنځوس زره نوي ماشومان انجونې او هلکانپه ٩٣لمريز کال کې په ښوونځيو کې شامل شوي دي.
د پوهنې رئيس زياته کړه چې دښوونې او روزنې بهير په وروستيو پنځو کالونو کې د ولايتي ادارې د پرلپسې تلاشونو او ځانګړې توجه په اساس غوره پرمختګ کړى او ولايت مقام هميشه د پوهنيز پرمختګ په خاطر د پوهنې رياست سره ځانګړي همکاري کړې ده.
انجنير بخت نور بختيار د ښوونځيو د ودانيو کمبود،دمسلکي ښوونکو کمبود ، په استخدام کې ځنډ او د ښوونکو لپاره د سرپنا نشتون هغه ستونزې يادې کړې چې د هواري لپاره يې اساسي هڅې روانې دي. نوموړي د دې يادونه هم وکړه چې ښوونکو ته دڅلور ښار ګوټو ځمکه تثبيت او ورکړل شوې دي چې په دې برخه کې يې د ولايت مقام د ځانګړې همکارۍ يادونه هم وکړه.
ورپسې يوتن دخصوصي ليسو په استازيتوب خبرې وکړې او دخوست ولايتي ادارې مشرتابه ته يې ډاډ ورکړ چې د نظام دتګلارو او کړنلارو سره سم فعاليت کوي او په هيڅ صورت به داسې کړنې ترسره نه کړي چې دمعارف وزارت له تګ لارو سره په ټکر کې وي.د خصوصي ليسو مسوولينو د امنيت دتامين،دماليې او بيمې په برخه کې د شته ستونزو په هواري کې دولايتي ادارې څخه دځانګړې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د غونډې نورو برخوالو هم خبرې وکړې او دخپلو خبرو پرمهال يې د معارف په سيستم کې د يوشمير هغه کسانو د مداخلو څخه شکايت وکړ چې ځانونه تش په نوم د ولسونو استازي ګڼي ، دوى وويل چې دغه کسان له بيلابيلو لارو دمعارف په چارو کې مداخلې کوي او غواړي خپل دخوښې کسان د معارف په سيستم کې ځاى پرځاى کړي.
خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي غوره او پاک پوهنيز سيستم د ملت جوړونې او هيواد جوړونې لپاره تر ټولو مهمه اړتيا ياده کړه او د معارف رياست کړنې يې تر ټولو رياستونو مهمې وبللې ،نوموړي وويل هر هغه څوک د پوهنې په سيستم کې مداخلې کوي او ياخپل دخوښې کسان دټولو قوانينو او اصولوخلاف د معارف په ادارو او ښوونځيو کې د فشار په اساس استخداموي، په څرګنده دخوست ولايت له ولسونو او دنوي نسل له برخليک سره دښمني کوي.
سرپرست والي وويل د پوهنې رياست اړونده ټولې ادارې او همکاره موسسې دې په معياري او قانوني توګه ولس ته خدمت وکړي او په دې مقدسه لاره کې دهيڅ چا تر فشار لاندې رانشي، نوموړي ځوان نسل ته خدمت،غوره پوهنيز پرمختګ او د پوهنې په وړاندې د هرډول شته خنډونو لرې کول خپل کاري لومړيتوب ياد کړ، پوهنې رياست او ورسره ټولو ښکيلو ادارو اوموسساتو ته يې لارښوونه وکړه چې خپلې چارې په بشپړه توګه د قانون په رڼا کې سرته ورسوي.
عبدالجبارنعيمي ښوونځي،تعليمي موسسات او علمي بنسټونه د فکري رغونې او ځوان نسل د روزنې مهم فکري سنګرونه ياد کړل او په دې تړاو يې وويل که چيرې د فکري رغونې دغه سنګرونه فعال ،منظم او پياوړي وي په دې هېواد کې به دجګړو او بدمرغيو د ميراث واکمني پاى ته ورسيږي د قلم او کتاب واکمني به رامنځته او ټولې تاريخي ناخوالې به پاى ومومي.
خوست والي په درسي چارو کې کيفيت ته توجه يو مهم او منل شوى معياريادکړ د پوهنې رياست مسوولينو ته يې لارښوونه وکړه چې دمعياري ښوونيز سيستم لپاره کار وکړي او دټولو هغه ګډوډيو او بې نظميو مخه ونيسي چې دامهال شتون لري.د خصوصي ليسو مسوولينوته يې لارښوونه وکړه چې د معارف وزارت له لايحو او مقرراتوسره سم فعاليت وکړي.
نوموړي دخوست ولايت د پوهنې رياست اړوند ټولو ادارو مسوولينو ته دنده وسپارله چې په ښوونځيو کې نظم،چاپيريال ساتنې ،پاکۍ ته اساسي توجه وکړي او دهغه کړنو مخه ونيسي چې ځوانان غلطې لرې ته سوق کوي، دخوست ولايت له زده کوونکو يې وغوښتل چې د عصري ټکنالوژۍ او ټولنيز انترنتي شبکو لکه فسبوک،توټير او نورو څخه سالمه ګټه پورته کړي.
همداشان سرپرست والي دخوست ولايت له ټولو کورنيو وغوښتل چې د نوي کال په پيل کيدو سره خپل ماشومانو ښوونځيو ته وليږي او خپل ماشومان هميشه تر جدي څارنې لاندې ونيسي.
په دغه غونډه کې عبدالجبارنعيمي د معارف رياست له همکاره موسساتو وغوښتل چې خپلې کړنې په شفافه توګه سرته ورسوي او د ورکړل شويو امکاناتو څخه ولس ته د خدمت په ډګر کې په سمه توګه استفاده وکړي، همداشان يې په دغه غونډه کې د شته ستونزو دهواري او دامنيت دتامين په برخه کې د هراړخيزه همکارۍ ډاډ څرګند کړ، اړونده ملکي او امنيتي ادارو ته يې لارښوونه وکړه چې د پوهنې رياست سره دشته ستونزو په هواري کې هراړخيزه همکاري وکړي .
واکمن