تاند- ارګ وايي، په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو لپاره د پاکستان پیغام او ژمنې مثبتې دي او په راتلونکو څو اوونیو کې به یې نتیجې روښانه شي.

ارګ دا خبره له ولسمشر محمد اشرف غني سره د پاکستان د لوی درستیز جنرال راحیل شریف په مشرۍ د پاکستاني پلاوي د غړیو له کتنې وروسته په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي:« د پاکستاني پلاوي پیغامونه مثبت او د هغوی د تعهد ښکارندوی و. د دغو اقداماتو نتیجې به په راتلونکو اوونیوکې واضح او روښانه شي.

د افغانستان دولت انتظار لري چې د پاکستان تعهد او اقدامات او همدارنګه دوه اړخیزې همکارۍ په دواړو هېوادونوکې د سولې د ټینګښت په لاره کې مثبتې پایلې له ځان سره ولري.»

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي:« په دې کتنه کې په داسې حال کې چې پاکستاني پلاوي په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د هغه هېواد د همکارۍ تعهد تکرار کړ، په دې لاره کې یې د پاکستان له اقداماتو څخه هم خبر ورکړ.»

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف او د استخباراتو ريیس نن کابل ته راغلل او ترغرمې وروسته یې په ارګ کې له ولسمشر غني سره ولیدل.

1دا د دسمبر په شپاړسمه د پېښور پر پوځي ښوونځي له حملې وروسته کابل ته د پاکستان د پوځ د دواړو مشرانو درېم سفر دی.

ویل کېږي چې د افغانستان ولسمشر پاکستان ته څلور میاشتې وخت ورکړی چې په افغانستان کې د نیابتي جګړې د پای ته رسولو لپاره خپله پالیسي بدله کړي. پاکستان ویلي چې د پېښور حمله د دوی لپاره د د امریکا د سپټمبر د یوولسمې د حملې په شان دریځ بدلوونکې وه.

5 thoughts on “ارګ وايي، په راتلونکو څو اوونیو کې به د پاکستان د ژمنو نتیجې روښانه شي”
  1. هههههههه
    ګنجیه ستا پلار دې پنجابیانو غولولی ته لا په څه کی یی’
    خپلو هغو هیواد والو سره دمزاکراتو مخته کبنه چه خپلی سینی یی غربي ښکیلاک ته سپرکړی او او ښکیلاکګر یی په ګونډو کړه ،که څه شرطونه درباندی کیږدي ویی منه ته پری سپک نښکاری ځکه چه خپل هیوادوال دی دي،
    ددی تورو پنجابیانو په دروغجنو وعدو ونه غولیږی خپل اخر هم خپل وي….
    دامتل به دی اوربدلی وي چه وایی..
    خپل خپل وي
    پردي په ډیرو نعرو خپل وي

  2. تر اوسه خو یی هیڅ هم ندی کړی موږ ته راتلونکی وعدی هسی بابیزه ښکاری. زموږ په ګمان پنجاپیان دا واری پدی خاطر راغلی دی تر څو د تیری ورځی د هند خبره رښتیا کړی چی نور به د افغانستان سره په بنسټیزو پروژو کی مرسته نه کوی.کیدلای شی اشرف غنی ته به یی وعدی ورکړی وی چی خیر دی که هند مرسته نه کوی نو موږ خو یو. موږ پوهیږو چی تاسو یعنی پنجپیان خو یی خو د ړنګولو لپاره نه د ابادولو لپاره.

  3. Pakistan should stop persecuting Afghan refugees if it is a friend of Afghanistan and Afghans. Hindos wouldn’t treat Afghans like Pakistani security force do. Afghans are closely watching how Pakistan is treating their people in Pakistan.

  4. Salaam;
    D`abil ganji yi Zertaj na`aziz da d`Alzheimer syndrom a`llamh va che 16Dec yi la 11sep sara teshbih kirr?. Laka d engrizi aw americain baldarano yi che d`israil da gatto lipara yi Iraq, Suriye, libya ,Misir etc… wawahil , daa di qagh-rodeh(Kkaid-e asgher!) d angrezano aw hindyano heremoony (be-sharaf etcc…) de avvel d Afghanistan; Swat; Waziristan, Kunarr ; Noristan aw Belochistan d rrangawilo, wajino TAWAN verkrri bya de d Dostiy lapaey wahi. ~~ inn-el monafikkina fi-l- derke esfeli min-e-nnaar“.

  5. د افغانستان پلازمېنې کابل په ګاونډ لوګر ولایت کې د مرکز پل علم کې پر امنیه قومندانۍ ډله ییز برید شوی.

    د لوګر د والي ویاند دین محمد درویش بي بي سي ته وویل، برید ماسپښین شاوخوا یوه بجه د لوګر امنیه قومندانۍ دروازه کې ځان چوولی او نور قومندانۍ ته ننوتي وو:

    ”په پېښه کې شل پولیس وژل شوي او اته نور ټپیان دي. برید کوونکي څلور کسان وو. لومړي ځانمرګي برید کوونکي د ننوتلو په دروازه کې وژل شوي او دوه نور له پولیسو سره په نښته کې وژل شوي. او څلورم یې د غرمنۍ د خوړنځي په منځ کې ځان چوولی دی.”

    یوې بلې سرچینې ویلي، دوو برید کوونکو د ملي پولیسو جامې او دوو نورو د ملي پولیسو جامې اغوستې وې.

    عیني شاهدان وايي، امبولانسونه یې لیدلي، چې شاید مړي او ټپیان به یې لېږدول.

    نوموړی وايي، له برید سره سم دوه چاودنې وشوې او بیا وسله والو نښته پیل کړه.

    وسله والو طالبانو د لوګر پر امنیه قومندانۍ د برید پړه منلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *