سرليکنه\ اداره
د ودان افغانستان ګوند یوه فکري مخکښ څېړندوی عبدالغفور لېوال د خواله رسنۍ پر مخ یو پوست لیکلی، دلته یې غونډ را اخلو او وروسته یې د ګوندي ملګرو د جدي توجه را اړولو په موخه په خپله تبصره سره پسې غځوو، هغه لیکي:
(( دېرش کاله پخوا په افغانستان کې زبرزنا (جنسي تېری) چا نه پېژانده، یا به نه و، یا به یې پېښې په خبرونو کې نه راتللې، په فلمونو کې به چې چا د زبر زنا د هڅې صحنه ولیده، غوني به یې زیږه شول، هڅه به کېده چې په دې اړه څوک خبرې ونه کړي…
اوس هره ورځ په خبرونو کې د ډله یيزې زبرزنا، له ماشومانو سره زبرزنا، پر محارمو تېری او… داسې نور خبرونه اورو، له دې څخه ښکاري چې زموږ ټولنیز اخلاق ځپل شوي دي، لا ویلای شو چې له منځه تللي دي، نږدې ده په یوه بداخلاقه ټولنه بدل شو، زه نه پوهېږم چې په زرګونه میله لرې هېوادونو کې د عقیدې د سمون غم څنګه درلودلای شو او د هغو په وړاندې سیاسي پاڅونونه او تاوتریخوالی کولای شو، حال دا چې په خپل هېواد کې مو بداخلاقي هغه برید ته رسېدلې ده چې نور یې په وړاندې د شرمېدلو توان هم نه لرو.
زبرزنا له ګاونډیو هېوادونو څخه راغله، لکه پاټک، غلا، دروغ، تقلب او نورې بداخلاقۍ؛ زبرزناوې د شلو میلیونرانو هغه ځناور وزمه وسله وال ډېرې کوي چې د هغوی په اړه څه ویل په ټولنیز ډار او وحشت بدل شوي دي.
د ودان افغانستان فکري نهضت ته بویه چې له لاسه تللي اخلاق بېرته راستانه او حاکم کړي.
هغه ملت به څنګه خپل تاریخ لیکي چې هره ورځ یې پر تندي د بداخلاقۍ تور داغونه په رابربنډېدو دي؟))
رشتیا هم!
که د وطن او ملت په وړاندې د باوجدانه انسانانو د رسالت خبره وي نو دا د ډېر لوی تشویش مسئله ده چې خپل راتلونکي نسل او انساني ټولنې ته به خپل له شرمه ډک تاریخ څنګه وړاندې کوو؟
که غواړو یا نه، دا کار کېدونکی دی، هیڅوک نه شي کولای د خپل بدرنګ ژوندانه بداخلاقه څېره د تاریخ له منصف قاضي څخه پټه کړای شي، هر تحریف به ممکن وي خو دا جعل نه شي کېدای.
پر همدې بنسټ او د همدغو زهرجنو واقعیتو په درک سره د ودان افغانستان ګوند فکري کړنلار و تګلار رامنځته شوې ده، که څه هم موږ خپله، په لوړو اخلاقي ایډیالونو سمبال، ستراتيژي په داسې وخت کې د عملي مبارزې ډګر ته راباسو چې په چاپېرچل کې مو ګوندونه او سیاستونه د شخصي ګټو په مارکېټو او د پردیو استخباراتي تړاوو په مرموزو پدیدو بدل شوي، اخلاقي نورمونه او انساني ارزښتونه مسخه شوي دي خو همدغه یې وخت دی چې د اخلاقي اټموسفېر د ترمیم او تعمیم لپاره راڼه او سپېڅلي فکرونه فعال او پاک لاسونه په هدفمنده او سیستماتیکه توګه وخوځول شي.
ودان افغانستان ګوند د دغسې یوه لوړ هدف نوم دی؛ زموږ ګوندي ملګري باید یو د سترګو رپ هم د جدي مسؤلیت له احساس څخه فارغ نه شي، دوی باید اول خپل ځانونه د پراخې او ژورې مطالعې او فکري ریاضت له لارې تربیه او په اخلاقي سمبولونو بدل کاندي، بیا به یې ټولنې ته د اخلاقي پیامو مؤثریت او جذب اسان او زیات وي.
دا څه بابیز او ساده ماموریت نه دی او نه د ساده ګانو کار دی، ځکه نو زموږ د دغې درنې ملي وظیفې پیام چې تر چا رسېدلی، چې باضمیره، جدي او مسؤل و نو دغه فکري- اخلاقي چوکاټ ته په ټینګ تعهد راداخل شوی دی او زموږ لپاره امید پاروونکې او مورال بخښونکې تجربه دا ده چې په سرتاسر افغانستان کې مو له لاسه تللو اخلاقو د بیا راستنولو او حاکمولو تلوسه د هر افغان انسان د وینو په ذره ذره کې ټوپونه وهي، خو مخه یې شلو بداخلاقه میلیونرانو او زبرزناکارانو نیولې او د ژغورنې ادرس یې ځنې ورک کړی دی.
نور نو ودان افغانستان فکري نهضت هغه ادرس دی چې د اخلاقي بیارغونې لپاره به هر رسالتمن انسان مراجعه ورته کوي او مخنیوی به یې د هر زبرزناکار او بد اخلاقه میلیونر او میلیارډر په توان کې نه وي.ان شاءالله
مخ د یوې ایډیال اخلاقي ټولنې پر خوا، د متداومې مبارزې په هوډ.
بدلون اوونیزه\ لومړی کال\(۸) ګڼه\ چارشنبه\عقرب۲۱\ ۱۳۹۳