ژباړه: پوهنمل حاجي محمد نوزادی
د ژباړونکي یادونه :
الماس د یوه ډیر لږ شمیر هغو زړه راکښونکو توکو څخه دی چې نه یوازي دمسلکي کسانو ، زرګرانو ،شاهانو اویا بډایو شتمنانو ته په زړه پوري دي بلکې ډیر عادي وګړي یې هم دلیدلو او مالوماتو مینه وال دي . په لوړو کرښو کې دا هغه څه وه چې د نوموړي ډنمارکي ورځپاڼي څخه پښتو ته وژباړل شوه . هلته پخپله د کولینان الماس په تړاو ډیر لږ مالومات تر سترګو کیږي او ددغې نننۍ لیکنې څخه زما لومړنۍ موخه اصلا ددغه توکي په هکله مینه والو لوستونکو ته مالومات ورکول دي . بله موخه مې داده چې دغه ټوټه الماس د کوه نور الماس سره پرتله سي . لکه څنګه چی یاده شوې د کوه نور په هکله می بشپړ مالومات پخوا لا خپاره کړي وه . اوس غواړم د کولینان الماس په تړاو هم لنډ مالومات د روسي سرچینو څخه تر لوستونکو پورې ورسوم :
د کولینان الماس چې د « افریکا ستوری » پنامه هم شهرت لري ، په نړۍ کې دترلاسه شوو الماسو څخه تر دې مهاله پوري تر ټولو لوی الماس شمیرل شویدی . د الماس وزن د ساده ډبرې په حالت کی څه باندې ۳۱۰۶ قیراته ( ۶۲۱ ګرامه او ۳۵ ملی ګرامه ) او غټوالی یې ( اوږدوالی ۱۰۰ ملی متره ، پسور ۶۵ ملی متره ، پنډوالی ۵۰ ملی متره ) دی . کولینان الماس د ۱۹۰۵ کال د جنوري په ۲۵ نېټه په تصادفي ډول د جنوبي افریکا د کولینان په کان کی تر لاسه شو . داسیمه د ۱۹۰۲ کال څخه د برټانیې مستعمره ګرځیدلې وه او لاس پوڅو چارواکو یې د ۱۹۰۷ کال د نوومبر په ۹ نېټه د برټانیې ټولواک ادوارد اووم ته دده د زیږېدنې په ۶۶- تمه کالیزه کې د الماسو داستره ټوټه سوغات ورکړه . تر دې ګړیه لا دا وتلی الماس په خپل طبعي حالت کې وو چي له عادي ډبرې نه یې په ظاهري بڼه څه خاص توپیر ندرلود . د حکاکي او غمي کولو چاري یې ټولواک د « اشیر » پنامه یوې هالیډۍ کمپنۍ ته وروسپارلې . الماس پدې موخه چي څنګه باید حکاکي شي ، څو میاشتې په ډیر دقت سره د پیاوړو ماهرانو لخوا وڅیړل شو . په پای کې په ۱۹۰۸ کال په دوو غټو او څو وړو ټوټو وویشل شو . دوې ټوټې یې غټ مونولیت ( یکلخت ) بلاکونه وه ، ۷ نورې ټوټې یې منځني غټ بریلیانت ( غمیان ) او ۹۶ دانې یې
واړه غمیان ترې نه ترلاسه شوه . یوه غټه ټوته یې هغه مهال بیله حکاکۍ څخه پریښودل شوه . د الماس بیه تر اوه نیم میلیون ډالرو پورې ارزول شویده .
د الماس دحکاکي کولو په کمپنۍ کې د نړۍ ددې ترټولو ارزښتناک الماس حکاکي کول د یوزیف اسکیر پنامه د یوه وتلي ماهر په مشرۍ د ماهرانو د یوه ګروپ پرغاړه واچول شوه . ویل کیږي چې ده ( اسکیر ) داسي تکړه ماهران درلودل چی دچا خبره دډبرې منځ یې پرانیستلای شو . ددې کار د پاره باید د طبعي الماسي ټوټې پرمخ یوه داسي نقطه پیداشوي وای چی دهغې په ښوی کولو سره د الماس منځنۍ برخه لیدل کیدلای شوه . پدې توګه باید په ټوټه کې داسي سمت ټاکل شوی وای چی په هغه سمت باندي یوازې دچکش دیوې ماهرانه ضربې په ترسره کولو سره الماس د موجودو درزونو د لاري په څو ټاکلو ټوټو ویشل کیدی . خو ددغی نقطې پیدا کول او دلاري یې د چکش ماهرانه واری کول څه ساده او اسانه کار نه وو .دبده مرغه د کولینان دا ستر او ارزښتناک الماس په بشپړ ډول مونولیت ( یکلخت ) نه وو او په دننه کي یې یو شمیر ډیر واړه درزونه درلودل چی دماهرو سترګو څخه پټیدلای نه شول . ددغې نیمګړتیا له مخې په یوه ستر غمي باندي د کولینان حکاکي کول تر سره کیدلای نه شوه. که دا نیمګړتیا نه او په یوه ټوټه سره حکاکي شوې وای ، دا به دطبعیت او انسانی هنري لاسونو یو عجیب شهکار پاته وای . لکه څنګه چې وویل شوه ددې الماس دحکاکۍ کار څه اسانه خبره نه وه . اسکیر څو میاشتې پرله پسې هغه ښه وڅیړه او د کار ټولې چارې یې ښه وسنجولې . وروسته یې د څو تنو وتلو د زرګرۍ چارو ماهرانو په حضور کې د الماس د یوې سطحې پرمخ یو ډیر وړوکی زخم جوړ ، پر هغه یی اړونده اله ( اسکنه ) کښیښوده او د چوپې چوپتیا په هیجانونکې فضا کې یې په چکش باندې پراسکنه وارۍ وکړ . ددې سره سم دی پخپله د ډیر تشویش له مخی بیهوښه شو او کوما ته ولاړ. کله چی په هوښ راغی ، ویی لیده چی صحیح حساب یی کړی وو .
الماس دده د غوښتنې سره سم ټوټه شوی وو او وروسته پر ترلاسه شوو ټوټو باندې هم دا ډول عملیات تر سره کړه ترڅو چي یاد شوي غټ او واړه الماس ترې نه پلاس راغلل . وروسته یې پر ترلاسه شوو ټوټو باندې هم دا ډول عملیات تر سره کړه ترڅو چی یاد شوي غټ او واړه الماس ترې نه پلاس راغلل . دغه ټوټې د فني ځانګړتیاوو او دلومړنۍ بڼې په پام کې نیولو سره په بیلابیلو شکلونو حکاکي او غمیان ( بریلیانتونه ) ترې جوړ شوه چی اکثره یې په اوسني پرانیستل شوي نندارتون کی ایښودل شوی دی او ننداره چیان یې د نژدې نه کتلای شي .
د تر لاسه شوو ټوټو څخه یې ۹ دانې د پام وړ ارزښت لري او هر یوه ته یې خپل خپل نوم ورکړل سوی ، هر یو په ځانګړي ډول حکاکي شوی او غمیان یې د ټوټو د شکل په نظر کې نیولو سره هر یو ځانته دغمي په بڼه خپل شکل لري . دبیلګې په توګه به د دوو غټو غمیانو د ځینو ځانګړتیاوو یادوونه وکړو :
۱ ـ لومړی کولینان ـ دا الماس همدارنګه د « افریکا ستر ستوری » پنامه نومول شوی او ۵۳۰ عشاریه ۲ قیراته وزن لري ، روڼ ( شفاف ) او بی رنګه دی . داغمۍ ټولټال ۷۴ څنډې او د اوبو څاڅکي ته ورته شکل یې دی . د افریکا دا لوی ستوری د برټانیې د پاچا اووم ادوارد په ګرز کې نصب شوی چې د اقتدار دبدبه یې ښئي . غمۍ کیدلای شي د ګرز نه وایستل شي او د سینې د سنجاقي ګل په توګه ترې نه کار واخیستل شي . دا غمۍ د لندن په ټاور نومي ځای (Her Majesty’s Royal Palace and Fortress, Tower of London ) کې ساتل کیږي .۲ ـ دویم کولینان ـ د « افریکا دویم ستوری » پنامه یاد شوی ، دخپل ۳۱۷ عشاریه ۴ قیراته وزن سره د برټانیوي امپراتورۍ په تاج کي د « تور شهزاده » پنامه وتلی یاقوت لاندې نصب شویدی ( که ژوند باقی وو ، ددی غمی په اړوند به هم په راتلونکې کې مالومات نشر ته وسپارم ) . داغمۍ هم د لندن په ټاور کی ساتل کیږي او کیدلای شي د تاج نه راوایستل شي او دسینې دسنجاق په توګه د لومړي کولینان سره یوځای ورنه کار واخیستل شي .
بدلون اوونیزه \ لومړی کال\(۸) ګڼه\ چارشنبه\عقرب۲۱\ ۱۳۹۳