انارګلې توړۍ په خپل زوی جنرال علم ګل ښوونځی او پوهنتون د هګیو په پلورلو ولوست. د پلانۍ چې خاوند مړ شو دې خوارکۍ خپل ماشومان د دوو چرګو په هګیو را ستر کړل. دې ته ورته کیسې به مو هرو مرو اورېدلې وي، پوښتنه دا ده چې ولې ټولې بېوزله کورنۍ او کونډې مېرمنې یوازې همدا یوه لار نیسي، د هګیو پلور؟
د پوښتنې ځواب لنډ او ساده دی، زموږ د پروسس د نوښت تشه. د موضوع پدې اړخ نه راګرځم چې انارګله توړۍ یا کومه بله کونډه څومره غیرتي وه او څومره همت یې کړی. غواړم له دغه کوچنۍ بېلګې د خپلې ټولنې د فلج تولیدي تفکر تصویر تاسو ته در وښایم. د هګۍ پلور او د چرګانو ساتل یو ډېر طبعي تولید دی. هلته هېڅ ډول نوښت نشته، له پخوا زمانو څخه خلکو چرګانې ساتلې او هګۍ به یې پلورلې، څرنګه چې دلته د نورو تولیداتو او بیا د هغه د پروسس فکر نشته، نو ټول همدا یوه بې فکره او لنډه لار نیسي او یو نسبي بخور نمیر ژوند پرې تېروي.
کروندګر مو پټي نرم کړي، تخم پکې وشیندي، کودونه ورکړي، خوی یې وکړي، څو میاشتې یې هره اوونۍ اوبه کړي، د حاصل وخت یې چې شي ویې ریبي نیمه پاک غنم کور ته یوسي، په زړو بوریو کې یې له خاورو، تیږو او خسکو دانو سره یو ځای واچوي. په قرض موټر ورته کرایه کړي ښار ته یې چې یوسي، هر دوکاندار یې د غنمو په لیدلو شاته کېږي. تر مازیګره اخیستونکی ورته پیدا نکړي بالاخره یې په نیمه بیه خرڅ کړي. بیچاره کروندګر د قضیې په اصلي ځان لا هم نه پوهېږي، ښاریان او دوکانداران ښکنځي.
دا دوې کوچنۍ بېلګې وې چې دلته مې را واخیستې، ټول کرنیز او د مالدارۍ تولیدات مو په همدې سرنوشت اخته دي. لومړی خو مو تولیدات ځکه تولیداتو ته نه پاتې کېږي چې میکانیزه شوي ندي، کروندګر مو له ډېر زحمت څخه کم حاصل ترلاسه کوي.
دویم دا چې د حاصل له اخیستو وروسته د پروسس په لار هېڅ نه پوهېږو. کروندګر مو ګرم ځکه ندي چې د نننۍ نړۍ د مارکیټ او مارکیټینګ له خوی سره بلد ندي، پدې نه پوهېږي چې خپل محصول بازار ته څه ډول وړاندې کړي. دا د مدني ټولنو او حتا د ودان افغانستان ګوند په څېر د داسې سیاسي ګوندونو کار ګڼلی شو چې سیاست یې اقتصاد محوره وي.
د ننني مارکیټینګ یا بازارموندنې خصلت دا دی، چې که د اخیستونکي هم شی پکار وي ته به یې په ځانګړې طریقه پرې پلورې.
نا پروسس شوي محصولات مارکیټ او بازار نلري، ځکه اخیستونکی یا هم دوکاندار پداسې مال پسې ګرځي او خوښوي یې چې پاک، په سلیقه برابر او له لیدو سره سم د اخیستونکي خوښ شي.
هلمند ډبرې او د ډبرینو لوښو کارخونه ډېره مشهوره ده. دغې کارخونې ته زه څو ځلي ورغلی یم او ډبرین لوښي مې ترې اخیستې دي. زما له ډېرو هڅو سره سره پدې نه یم توانېدلی چې یو لوښی له بل لوښي سره یوه اندازه ومومم. پانګه وال پانګونه کړې، کاریګران لګیا دي کار کوي، خو لا هم پدې چل نه پوهېږي چې څنګه کولی شي داسې لوښي تولید کړي چې اندازه یې یوه وي. هر ځل زما زړه غواړي چې د هر لوښي درجن برابر کړم، خو دا هڅه مې هر ځل ناکامه شوې، ځکه یو قاب لوی، بل کوچنی، بل کوږ او بل بیا بله ستونزه لري. دا هم هماغه د غنمو د تولید کیسه ده، ډبرې به څومره په ستونزو تر کارخونې را رسوي، څومره په مشکل به یې سکښتي او د یوه کوچني قالب د نشتوالي له کبله دغې کارخونې، ونشو کړای تر لښکرګاه ښار ور ها خوا بازار ومومي. پداسې حال کې چې د هلمند ډبره پاکستان ته ځي او هلته په پراخه کچه ښکلي لوښي او د ښکلا نور توکي په ډېر ښکلي شکل ترې جوړېږي.
زما د هلمند په مدني ټولنو، د ودان افغانستان د ګوند په مبتکرو او با استعداده ملګرو او ټولو ځوانانو دا غږ دی، چې د پروسس په برخه کې کروندګرو ته روزنه ورکړي، له غیردولتي موسسو او اړوندو ادارو سره خبرې وکړي، خپله لاس په کار شي او ګروندګر د ننني مارکیټ په خصلت پوه کړي.
راځئ سږ کال کروندګرو ته دا ور زده کړو چې جوار څنګه پاک کړي، په کوم ډول بوریو کې یې واچوي، د بوریو د خولو د ګنډلو ځانګړی ماشین له کومه ځایه څنګه واخلي.
بدلون اوونیزه \ لومړی کال\(۸) ګڼه\ چارشنبه\عقرب۲۱\ ۱۳۹۳