د روښانتیا

د بدلون لپاره فرهنګي بستر\وړاندي کونکي: څېړندوی عبد الغفور لېوال

ترتيبوونکی: سعيد شينواری

بدلون اوونيزه \ لومړی کال\(۸) ګڼه\ چارشنبه\عقرب۲۱\ ۱۳۹۳

نېټه: ۱۳۹۳/۴/۲۲

ځای: ویدا خصوصي ښوونځی- کابل- افغانستان

د پوهانو نظریه ده چې هر مثبت بدلون هغه وخت رامنځته کېږي چې لومړی فرهنګي بستر ورته وغوړېږي یعنې فرهنګي زمینه ورته مساعده شي، له هغې وروسته ورو-ورو د بدلون فکر منل کېږي.

فرهنګي بستر څه شي ته وایي؟

د هرې ټولنیزې پېښې لپاره یوې فرهنګي زمینې ته اړتیا وي، په دې معنا تر څو چې عامه ذهنیت یوه ټولنیزه پدیده یا ټولنیز بدلون ونه مني او ورته چمتو نه شي، داسې بدلون راتلای نه شي، که په مصنوعي توګه را هم شي نو پایښت نه لري.

غوره مثال یې په افغانستان کې هغه چپ افراطي انقلابونه ول چې فرهنګي بستر ورته اماده نه و، خو له ناڅاپي رامنځته کېدو وروسته یې قدرت هم ونیو، اما بقا یې ونه کړه، ځکه دوی او د خلکو فرهنګي ذهنیت یو له بله سره جوړ رانغلل.

یا په لنډو ټکو، هغه اهداف چې دوی پلي کول غوښتل، دلته خلک ورته د فرهنګي ذهنیت له پلوه اماده نه ول او د دوی اهداف د جنجال سبب شول.

فرهنګ څه ته وايي؟

زه د فرهنګ تعریف دلته ځکه راوړم چې له بده مرغه په افغانستان کې د فرهنګ له کلمې څخه سم مفهوم نه دی اخیستل شوی.

فرهنګ د یوې ټولنې د مادي او معنوي ارزښتونو هغې مجموعې ته وایي چې د وګړیو د ګډ ژوند او تعامل بنسټونه جوړوي.

ارزښت داسې وي چې همېشه مثبت بار لري، یعنې د انساني ژوند د ښه والي لپاره چې هره پدیده په درد وخوري هغه ته موږ ارزښت وایو.

له فرهنګه چې بده استفاده کېږي هغه دا چې، اکثره خلک وايي دلته د مخدره موادو فرهنګ دود شوی دی؛ یا ویل کېږي چې د معافیت فرهنګ عام شوی دی؛ یا وایو چې د خشونت فرهنګ عام شوی دی؛ د غلا فرهنګ عام شوی، یا د رشوت فرهنګ عام شوی دی.

دا کارونه سمه ځکه نه ده چې دا ټولې پدیدې منفي دي او کوم منفي شیان چې ارزښت نه وي هغه د فرهنګ برخه نه ده؛ د داسې شیانو لپاره موږ ویلی شو چې په افغانستان کې اوس مهال رشوت دود/ عام/ رواج/ په ټولنیزعادت بدل شوی دی.

فرهنګ مثبت ارزښتونه لري او منفي شیان په ځان کې نه رانغاړي.

یو بل تعریف دا دی چې فرهنګ د هغو پوهنو، باورونو، هنرونو، قوانینو، اخلاقیاتو، عادتونو پېچلې مجموعه ګڼلای شو چې فرد یې د یوې مثبتې پدیدې په توګه د یو غړي په حیث له ټولنې څخه زده کوي.

په دې تعریف کې هم د مثبتې پدیدې قید شته او منفي شیان له فرهنګه ردوي.

فرهنګ د انساني ژوند بیخ بنا/ زیربنا یا انفراسټرکچر جوړوي او انسانان د خپل ټولنیز ژوند د ښېګڼې، سمبالتیا او سمون لپاره هر مثبت قرارداد چې کوي، په فرهنګ کې شمېرل کېږي.

مثلا پنځوس کاله د مخه موږ له کمپیوټر څخه د استفادې فرهنګ نه درلود، دا اوس یو حادث ارزښت دی چې نوی ایجاد شوی او هر سړی له کمپیوټر پرته نیمګړی دی، دا یو اجتماعي قرارداد دی چې موږ په دې وروستیو دیرشو کلونو کې ایجاد کړ او د یوې مثبتې پدیدې په توګه یو ارزښت ګرځېدلی دی.

اجتماعي قرارداد ځکه ورته وایم چې دا د ټولنې د غړو تر منځ د یوې رابطې د ټینګښت باعث شوی دی او موږ دا منلې چې له کمپیوټره انټرنیټي استفاده وکړو؛ له همدې کبله زه فکر کوم چې له کمپیوټره استفاده یوه نړیواله فرهنګي پدیده ده.

د انساني ټولنو پرمختګ په یوه فرهنګي زمینه کې ممکن دی، ځکه خو په ټولنو کې د مثبتو بدلونو لپاره تاسې اړ یاست چې فرهنګي زمینه ورته جوړه کړئ.

تاسې سره به پوښتنه وي چې اجتماعي ژوند څنګه پیل شو؟ زه درته وایم لومړنيو انسانانو د تنا او تندر له وېرې او د زمري او پړانګ له غورېدو څخه د فرار لپاره په خپلو کې تعامل وکړ چې ګډ ژوند به کوي، دوی سره یو ځای شول، فرهنګ رامنځته شو او په فرهنګ کې لومړني تقسیمات داسې وشول چې څلور کسان به ښکار ته ووتل، دوو نفرو به یې غوښه ساتله او دا کار به اکثره ښځو او ماشومانو ته د دې لپاره سپارل کېده چې نور سخت کارونه یې نه شول کولای، همدا راز انسانانو کشف کړه چې ښځې د کورنۍ په ساتلو او پالنه کې تر نارینه وو بهتره دي.

همدا و چې ښځو کورونه جوړ کړل او د ماشوم پالنې مسوولیت یې پر غاړه واخیست، خو نارینه اړ ول چې ځنګله ته ووځي او کور ته ښکار راوړي؛ دغه راز له دې کبله چې پر ښځو او د ښځو لپاره جنګ رامنځته نه شي، نو د ښځو تقسیم هم د یو فرهنګي ارزښت په توګه پیل شو، داسې چې یوه ښځه به د یوې کورنۍ وه، بله به د بلې او داسې نور…

دا خبره د ۷۰ – ۸۰ زره کلونو پخوانۍ ده چې د کورنۍ تشکیل د یو ارزښت په توګه رامنځته شوه.

موږ د هرې ټولنیزې اصلاح لپاره فرهنګي بستر ته اړتیا لرو، هیڅ ریفورمیست او اصلاح غوښتونکی نهضت خپل کار له فرهنګي زمینه جوړونې پرته نه شي ترسره کولای، هر ریفورمیست او اصلاح غوښتونکی نهضت باید اول خپل کار او فعالیت ته فرهنګي زمینه برابره کړي.

مایې دا درې مثالونه راوړي:

الف- د یونان طلایي دوره

ب- د رنسانس دوره

ج- افغاني مشرو‌طیت دوره

الف-د یونان طلایي دوره:

هغه وخت چې یونان د نړۍ تر ټولو مقتدر حکومت شو، د دغه اقتدار لپاره یې تر ټولو لومړی فرهنګي زمینه برابره شوې وه، تاسو به د ارستوکراتانو او سوفسطایانو نومونه اورېدلي وي.

ارستوکراتان لومړني اشرافي طرز تفکر لرونکي خلک ول، دوی فرهنګي برتري درلوده؛ سوفسطایان هم اولینه فکري، فرهنګي مجموعه وه، چې د پدیدو په اړه به یې فلسفیانه بحث کاوه.

دوی بحث برای بحث کاوه، دوی د عملي فیلوسوفانو په کتار کې څوک نه شماري، دوی به سفسطه ویله یعنې بی ځایه خبرې یې کولې.

دوی یو چیرته د کتابونو په اړه بحث ته ناست ول او پر دې یې خبرې کولې چې د آس څو غاښونه دي؟

یوه ویل چې په پلاني کتاب کې یې لیدلي چې آس دومره غاښونه لري؛ بل ویل ستا خبره غلطه ده په هغه پلاني کتاب کې ویل شوي چې د آس ستا له شمېرې زیات غاښونه دي؛ یو پیش خدمت ساده سړي پرې راغږ کړه چې وروره ولې لانجه کوئ، هغلته آس ولاړ دی ورشئ غاښونه یې وشمېرئ چې څو دي؟

دا د تجربوي یا پرکتیک علم اول پیل و؛ د همدې سړي له برکته سوفسطایان عملي او تجربوي علم ته اړ شول.

بیا له هغې وروسته اکاډمیا جوړه شوه، بیا لسې باغ ته سره بحثونو ته خلک راټولېدل، مجسمه سازي، نجوم، جغرافیه، طب، شعر او ادبیات رامنځته شول.

شاعرانو منظومې وویلې، دا نو یوازې حماسې نه وې، علم البحر و، د غرونو پوهه به پکې وه، اراضي پوهنه پکې وه، جهانبیني وسیع شوه او له همدې کبله د یونان په طلايي دوره کې لومړی فرهنګي بستر او وروسته اقتدار رامنځته شو؛ سکندر مقدوني راپورته شو ټوله نړۍ یې ونیوله او ده له هر ځای نه دانشمندان، پوهان او هنرمندان راوستل او له دې څخه یې مدني پراخه حوزه، د آتن او سپارتا مقتدر ښارونه یې رامنځته کړل.

دې اقتدار ته فرهنګي زمینه مشهوره فلاسفه وو سوکرات، اپلاتون او د سکندر استاد ارستو رامنځته کړه، ارستو له فلسفې ور اخوا پهلوان و او جنګي تاکتیکونه به یې هم خلکو ته ور زده کول.

اپلاتون هم پهلواني کوله، ځکه پلوټو نوم د قوي اندامه سړي معنا ورکوي؛ هغه وخت په حکمت او علم کې پر فلسفې او نورو علومو سربېره جنګي فنون هم شامل ول، ځکه خو د یونان څو نسلونه ډېر جنګي او قوي راغلل او له برکته یې یونانیان په ډیر سرعت د هندوکش تر شماله اوسني پېښور پورې راورسېدل او فکر یې وکړ چې هند مو ونیو.

ب- رنسانس دوره:

په صلیبي جنګو کې د اسلامي نړۍ د علومو او دانش یوه برخه جنوبي اروپا ته ولاړه او اروپایانو ترې استفاده وکړه، د لومړي ځل لپاره یې د یونان کتابي اثار په یوه ذخیره ګاه کې کشف کړل، په دې وختو کې د رسامۍ هنر ډیره وده وکړه چې د میکلانژ د رسامۍ مکتب ترې د بېلګې په توګه یادولای شو، د چا صنعت رامنځته شو، د نجوم دستګاوو رشد وکړ، او په اروپا کې د بیا بیدارۍ یا رنسانس دور راغی چې دا یو سیاسي حرکت نه و بلکې فرهنګي بستر ورته غوړېدلی و او وروسته په سیاسي حرکت هغه وخت بدل شو چې کلیسا سقوط وکړ او نسبتاً ډیموکراټیک او جمهوریتي حکومتونه رامنځته شول.

نور بیا…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *