نورمحمد ثاقب

د ژوندي موجود هغه ځواک او وړتیا، چې د چاپیریال نامناسب او نه خوښیدونکی حالت تحمل کړای شي؛ له زغم څخه عبارت دی، په بله وینا د یو شي د برداشت کولو عمل دی یا د نورو نظریو، رواجونو او عادتونو د پېژندلو او درناوي کولو رضایت ته زغم وایي، په ټولنه کې د زغم کلتور کولی شي، چې په بېلا بېلو ساحو کې د پرمختګونو دروازې پرانیزي.

لکه څرنګه چې ستونزه هغه اساسي حالت دی، چې د نه غوښتونکي پایلو ورکولو سبب ګرځي خو له بله پلوه فرصت هغه اساسي حالت دی، چې د ټاکل شویو پایلو د لاسته راوړلو لپاره په خپل قوت امکانات ډیروي، که چیرې انسان په ټولنه کې د زغم پياوړی کلتور خپل کړي، کولای شي چې د هرې لویې او کوچنۍ ستونزې د حل لپاره غوره فرصتونه په اسانۍ سره تشخیص او وټاکي، د زغم غښتلی کلتور په ټولنه کې د انسانیت، آزادۍ، خواخوږۍ، سولې، هوساینې، عدالت او د بشري حقونو د تامین ډاډ ورکوي او بشر هم د یادو ارزښتونو په درلودلو سره د ژوند کولو حق لري.

که څه هم چې انسان د مرغانو په څېر هوا ته نشي الوتی خو د زغم پربنسټ د خپلو دماغو په کارولو سره داسې ماشینونه جوړوي، چې په مرسته یې هوا کې ګرځي، سربیره پر دې، چې زغم او حوصله د انسان له غوره ځانګړنو څخه ده، په بل اړخ، پياوړی زغم د بریالیتوب چانسونه هم ډيروي. د زغم د پیاوړي کلتور خپلول د شخصیت لپاره د ښه انځور وړانګې خپروي، په انسان کې د کار کولو رضایت او  باور څرګندوي، زغم په انسان کې د قناعت کولو پروسه غښتلي کوي، زغم د پرمختګونو لپاره چارې آسانه او لارې لنډوي، زغم د هر ډول فردي، قومي سیاسي او ټولنیزو شخړو او جنګونو مخنیوی کوي،  زغم سولیزکلتور ته د ودې او ټولنیز تاوتریخوالي د کچې ټیټولو لپاره بهترینه وسیله ده.

د آزادۍ ارزښت، چې د انسان اساسي حق دی؛ نه یوازې خلکو ته د خپلو خوښو د ټاکنو چانس ورکوي، بلکې په ټولنه کې خلکو ته د پرمختګونو لپاره د کار کولو حالت هم دی، خو بیا هم د آزادۍ دغه اړین او ستر ارزښت د زغم په بنیاد تر لاسه کیدای شي، نو لنډه دا چې څنګه کولی شو ترڅو د زغم په څیر د ارزښتونو د خپلولو روحیه  په خپل ولس کې پياوړي کړو؟

فکر کوم چې په افغاني ټولنه کې د زغم کلتور د غښتلتیا او ودې ورکولو په موخه  د ښوونځیو ښوونکو، د جوماتونو امامانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او د جامعې بېلا بېلو مخورو کسانو څرګندونې او بحثونه اغیزمن ثابتیدلی شي. سربیره پر دې، په ماشونو کې د زغم کلتور ته د ودې ورکولو لپاره ډیر ښه چانسونه په لاس لرو؛ د کورنۍ هر مسول په ځانګړي توګه مور او پلار د ماشوم د روزنې په ترڅ کې د ژوند دغې لوی هدف د ارزښت د خپلولو په تړاو اغیزمنې څرګندونې کولی شي، چې له مخې به یې راتلونکی ځلنده شي.

پای

One thought on “په ټولنیز ژوند کې د زغم اهمیت! – نورمحمد ثاقب”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *