تر اوسه تروریزم او د تروریزم تعریفول یو مغلق کار دئ مختلف تعریفونه سته هر یو د بل څخه متفاوته دي هر تعریف د وخت او جغرافیایي موقعیت په بدلون سره تغیر خوړلی دOxford dictionary د تعریف له مخي تروریزم په لغت کي وهم او وېري اچولو ته وايي او په اصطلاح کي د دولت یا ډلو ټپلو په واسطه د سياسي قدرت لاس ته راوړلو په منظور د خلکو وژل ، ترس او وهم اچولو ته وايي. د پاملرني وړ ده چي په نړۍوال جزايي قواعدو کي تروریزم، انسان پلورنه، انسان پېریدنه (رانیول)، د مخدره توکو قاچاق، د بشر ضد جرایم او ژنوسایډ نړۍوال جرایم بلل کېږي([1]).
د تروریزم لغت د فرانسوي ژبي څخه راغلى چي د وهم، ترس، سياسي قتل په معنی دئ، بعضي بیا په دې باور دي چي ټول هغه اقدامات چي د زور، وهم تهدید او خوف پر دایره څرخي هغه که د دولت په واسطه او یا کومي ډلي په واسطه تر سره سي تروریزم بلل کېږي .
ځیني علما تروریزم د مبارزې یوه برخه بولي دوی زیاتوي چي بعضي سازمانونه یا ګروپونه دولت تر فشار لاندي راولي تر څو دولت مجبوره کړي چي د دوی مشروع غوښتنو ته غاړه کښیږدی([2]).
یوه بله نظریه بیا وايي چي تروریزم د هر هدف لپاره چي وي بېله جنایت او وحشت څخه بل څه نه دئ.
همدارنګه ښاغلى ډاکټر محمدعلي ناجي راد هم په خپل کتاب (جهاني شدن تروریزم[3]) کي د تروریزم د یو واحد تعریف د نه شتون څخه سر ټکوي، نوموړى وايي چي بعضي ډلي خپل ځان ازادي خواه او استقلال غوښتونکي معرفي کوي خو مخالفه ډله ئې تروریست ګڼي. نوموړى زیاتوي چي د حزب الله او حماس ډلي د ایران او سوریې د لرلید څخه ازادي غوښتونکي ډلي دي مګر امریکا او متحدین ئې تروریستان ورته وايي، یا مثلا ایران او اسرائیل یو پر بل باندي د تروریست نوم ایږدي. ډاکټر ذاکر نائیک وايي چي د تروریزم تعریف په زماني او مکاني بدلون سره تغیر خوړلى نوموړى وايي کله چي بنجامین فرانکلین او جورج واشنټن د امریکا د ازادۍ لپاره مبارزه کول انګریزانو تروریستان ورته ویل په یو بل مثال کي وايي چي نلسن مندیلا چي کله د تورپوستو د حق غوښتلو لپاره مبارزه کول نوموړي ته ئې تروریست ویل خو وروسته بیا هغه هیوادونو د سولی اتل کړ.
[1] : نصرا لله ستانګزی، د حقوقو وېشنه، سالنګ کتاب خپروونکي، کابل: کال ۱۳۸۷، ص ۷۲
[2] محمد علی اردبیلی، مفهوم تروریزم و دفاع مشروع از منظر اسلام و حقوق بین ا لملل، تهران: سال ۱۳۸۴، ص ۱۲۰-۱۲۲
[3] :محمد علی ناجی راد، جهاني شدن تروریزم، دفترمطالعات سياسي و بین المللی، تهران: ۱۳۸۷، ص ۳۵