تاند- په داسي حال کې چې ویل کېږي پاکستان حاضر شوی چې په افغانستان کې د سولې لپاره د لومړي ځل لپاره د زړه له کومې ګام واخلي، د افغانستان ولسمشر د سولې په هلوځلو کې د شویو پرمختګونو په باب یو شمېر پخوانیو جهادي مشرانو او پخواني ولسمشر ته د سولې په برخه کې د شویو پرمختیاوو په په اړه معلومات ورکړل.
د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم ولسمشر غني په هیواد کې د سولې د ټینګېدو د څرنګوالي په اړه مشورتي غونډې پیل کړي دي.
ده نن له پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي محاذ مشر پیر سید احمد ګیلاني، پخواني مرستیال ولسمشر کریم خلیلي، خپلو داوړو مرستیالانو جنرال دوستم او سرور دانش، د انرژۍ پخواني وزیر محمد اسماعیل خان، د ولسي جرګې رييس ابراهیمي، محمد انوري او وحید الله سباوون سره جلا جلا وکتل او ورته ویې ویل چې نه غواړي د افغانستان د سولې په اړه له ولسه پټې خبرې وکړي.
ښاغلي غني په دې کتنو کې په هیواد کې د سولې لپاره د افغانستان د نوي حکومت د هلوځلو او د پاکستان د لوی درستیز جنرال راحیل شریف په مشرۍ له پاکستاني پلاوي سره د خپلو خبرو په باب معلومات شریک کړل.
د ځینو سرچینو په قول ویل شوي چې پاکستاني پلاوي افغانستان ته د سولې پیغام راوړی و. د دغو سرچینو په وینا پاکستان افغان مشرانو ته ویلي چې طالبان به د سولې خبرو ته حاضر کړي.
ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې د سولې ټینګښت د افغانستان د ولسمشر په توګه د ده یوه دنده او مسوولیت دی او یوې اجماع ته له رسېدو او د ولس د رضایت له خپلولو پرته هیڅ کار نه شي کېدای.
ده په دې خبره ټینګار وکړ چې باید د افغانستان خلک یولاس شي څو حکومت د سولې او ثبات په ګډون د ملت د لوړو ارمانونو د پوره کېدو لپاره اساسي ګامونه واخلي.
ده دا هم وویل چې ټول ملت به د سولې د ټینګېدو لپاره له شویو پرمختګونو خبر کړي.
د ارګ په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې د سولې په برخه کې څه پرمختګونه شوي دي. خو دې ته په پام چې ولسمشر په همدې اړه سلا مشورو ته دوام ورکوي داسي ښکاري چې کوم مهم پرمختګ شوی وي.
د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر به د سولې په اړه د مدني ټولنو او د ښځو له ټولنو او اورګانونو سره سلامشورو ته دوام ورکړي.
په پاکستان باندې باور په منافقینو باندې باور دی. اشرف غني دې افغانان نه شرموي، په پنجابیانو باندې دې باور نه کوي، د پاکستان د حکومت هېڅ مخالف دې نه ورسپاري، او په دې لاره کې دې د افغان ځواکونو او امنیتي ادارو هڅې په سیند نه لاهو کوي. که فرض کړه چې دا سړی کوم کس ورسپاري، لکه میاشت مخکې یې چې وکړل، په کار دی چې په مقابل کې یې هغه ورانکاري ترې واخلي چې په افغانستان کې ورانی کوي. لعنت په آی ایس آی او د پاکستان په منافق پوځ چې دا درې لسیزې افغانان وژني.